۸صبح، کابل: اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لپاره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.
اروپايي ټولنې دوشنبه د وږي پر ۹مه راپور ورکړی چې دا مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو له نړیوال پروګرام سره د همکارۍ په چوکاټ کې د افغانستان د «اقلیمي مقاومت او د خوړو سیسټمونو د پیاوړتیا» لپاره وړاندې کېږي.
اروپايي ټولنې زیاته کړې چې د سیمهییزو محصولاتو په مرسته د ښوونځیو د خوړو برابرولو، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت لرونکو معیشتي فرصتونو د رامنځته کولو او د طبیعي سرچینو د دوامداره مدیریت ملاتړ به وشي.
یاد بنسټ ویلي چې د دې مرستې یوه برخه به د کرنې او خوراکي توکو په برخه کې د خصوصي سکټور د ونډې د پیاوړتیا لپاره هم ځانګړې شي.
د اروپايي ټولنې په خبره، د دغه پروګرام موخه په افغانستان کې د خوړو د تغذیې پیاوړتیا، د خلکو د معیشت خوندیتوب او په زیانمنو کلیوالو سیمو کې د اقتصادي وړتیاوو لوړول دي.
یادې ټولنې زیاته کړې چې دا تګلاره د خوړو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ له سیمهییزو خلکو سره مرسته کوي، څو د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو د اوږدمهاله اغېزو پر وړاندې لا ډېره وړتیا او مقاومت ولري.





