د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون در لاین ویلي چې اروپايي هېوادونه به د اوکراین او روسیې ترمنځ د شخړې د هواري لپاره د مذاکراتو په بهیر کې ګډون وکړي.
هغې يکشنبه د نومبر پر ۱۵مه، د فنلنډ له ولسمشر سره تر خبرو وروسته پر اېکس پاڼه دا موضوع اعلان کړې ده.
فون در لاین ټینګار کړی چې اروپا به د پنځو اروپايي هېوادونو د ډلې (E5) او اروپايي ټولنې له لارې په فعاله توګه په دې بهیر کې ګډون وکړي.
تر دې وړاندې د اروپايي شورا مشر انتونیو کوستا ویلي وو چې د اروپايي ټولنې مشرانو د یوه مرکچي پلاوي پر جوړولو هوکړه کړې ده.
ټاکل شوې چې دغه پلاوی د روسیې، امریکا او اوکراین له استازو سره خبرې وکړي.
په همدې حال کې، د کرملېن ویاند ډیمیتري پسکوف ویلي چې له اروپايي هېوادونو سره خبرې اترې به هغه مهال مطرح شي چې مذاکرات د روسیې او اوکراین د امنیت د تضمین او د اروپا د راتلونکي امنیتي نظام موضوعاتو ته ورسېږي.






