۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره میلیونونه افغانان د خوړو توکو له کمښت سره مخ دي.
نوموړي سازمان دوشنبه د لیندۍ پر ۲۶مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د دې کسانو له ډلې ډېری یې یو خطرناک انتخاب سره مخ دي.
د دغه سازمان په وینا، اړمن کسان اړ دي چې د خپلو ماشومانو لپاره د تودوخې او خوړو له منځه یو انتخاب کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه خلک د راروان ژمي لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم خبر ورکړی و چې په تېرو نهو میاشتو کې یې په افغانستان کې د ۲۳ میلیونونو اړمنو کسانو له جملې یوازې ۱۵.۳ میلیونو سره مرسته شوې ده.





