۸صبح، کابل: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ اعلان کړی چې د اغا خان بنسټ په همکارۍ د کابل بالاحصار بیارغوي.
نوموړي بنسټ دوشنبه د لیندۍ پر ۱۷مه ویلي چې د دغه تاریخي او لرغوني ځای د بیارغونې ترڅنګ به ۳۰۰ کسانو ته عملي روزنه هم ورکړل شي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ په خبره، دا څرګندوي چې د کلتوري میراث ساتنه کولی شي مخامخ له کارموندنې او اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
د یادونې ده چې مخکېني افغان حکومت د ۱۳۹۹ کال په کب میاشت کې د اغا خان له بنسټ سره د کابل بالاحصار د دیوالونو او ودانیو د رغونې او په بالاحصار کې د لرغونپوهنې پارک د جوړولو هوکړه لاسلیک کړې وه.





