د غور ولایت اوسېدونکي ادعا کوي، چې د طالبانو ځايي چارواکو پر دوی وېشل شوې مرستې بېرته راټولې کړې دي. دغه مرستې د يوې نا دولتي موسسې له لوري پر اړمنو خلکو وېشل شوې وې. د دوی په وینا په دغو مرستو کې نغدې پیسې او خوراکي توکي شامل وو. په غور کې د طالبانوځايي چارواکو په دې تړاو په رسمي ډول نظر نه دى څرګند کړى، خو د دغه ولايت د کليو اوسېدونکو ته يې ويلي، چې غور ته غځېدلې لارې به ورغوي او دغه مرستې به پر کارګرو ووېشل شي.
د غور ولايت د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالحق له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې له مرستندویو موسسو نه د بشري مرستو په تمه و، چې له ډېرو هلو ځلو وروسته د اړمنو کسانو په نوملړ کې شامل کړای شو او یوه اندازمالي مرسته يې ترلاسه کړه. د هغه په وينا، د طالبانو ځایي چارواکو پر دوی وېشل شوې مرستې بېرته راټولې کړې دي.
عبدالحق څرګنده کوي، چې دغه مرستې د لیندۍ د مياشتې په پيل کې د «انصاري» موسسې له خوا پر ده او يو شمېر نورو اړمنو کورنيو ووېشل شوې. انصاري موسسه یو کورنی بنسټ دی چې له«WFP» سازمان سره د مرستو د وېش په برخه کې همکاري کوي. عبدالحق زیاتوي: « انصاري موسسې پر موږ مرستې ووېشلې، موږ خوښ وو چې په دغو مرستو سره به ژمی تېر کړو، خو یوه ورځ وروسته، طالبانو له موږه دغه مرستې بېرته واخیستې.» عبدالحق وايي، د مرستې په دغه بهېر کې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ امریکايي ورکړل شول. هغه زیاتوي: « یوه ورځ وروسته د ولسوال کسان راغلل او ویې ویل چې دا یو حکم دی او ټول هغه کسان چې پیسې یې اخیستي دي باید د امارت چارواکو ته یې تسلیم کړي»
پسابند یوازینۍ ولسوالي نه ده چې طالبانو پکې د بنسټونو وېشل شوې مرستې له بې وزلو خلکو راټولې کړې دي. د دغه ولایت د دولینه ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته څه شکایت کوي. د دولينې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، ترهغې يوه ورځ وروسته چې «ورلډ وېژن» موسسې په دې ولسوالۍ کې پر اړمنو خلکو خوراکي توکي وويشل، طالبان راغلل او ټول خوراکي توکي يې له ځانه سره يوړل.
د دولينې ولسوالۍ د غورک کلي اوسېدونکى جمعه ګل وايي، چې دغه بشري مرستې په لیندۍ مياشت کې د دې ولسوالۍ د څو کليو پر اوسېدونکو وېشل شوې وې. د هغه په وينا، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، لوبيا او مالګه شامله وه. جمعه ګل زیاتوي: « په لسو کلیو کې چې زموږ په ګاونډ کې دي، د ورلډ وېژن موسسې مرستې راغلې، چې اوړه، غوړي، لوبیا او مالګه پکې شامله وه، خو په سبا یې طالبان راغلل خوراکي توکي یې بېرته له خلکو ټول کړل.»
په غور کې د طالبانو ځایي چارواکو خلکو ته ویلي چې ټاکل شوې ده، د غور د لارو د جوړېدو کار پېل شي او دغه مرستې به پر کارګرو ووېشل شي.
غور د هېواد په لوېديځ کې يو له محرومو ولايتونو دی، چې اوسېدونکي يې له دایمي محرومیت او نه پاملرنې شکایت کوي. د روغتيايي مرکزونو نشتوالى، روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسى او د ژمي په موسم کې دغه ولايت ته د غځېدلو لارو تړل د دې لامل شوي، چې ډېرى ناروغان په ځانګړې توګه د نسايي- ولادي او اپنډکس ناروغان ډاکټر ته له رسېدو مخکې ساه ورکړي. اوس چې د ژمي موسم پیل شوی، د واورې ورېدو له امله کابل او هرات ته د دغه ولایت لویې لارې او مرکز ته د دې ولایت د ولسوالیو ډېری غځېدلې لارې تړل شوې دي.
خو د غور اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې وزګارتیا ډېره شوې او خلک په ساړه موسم کې په وږې ګېډې سره شپې او ورځې تېروي او ډېرې کمې کورنۍ سون توکو ته لاس رسی لري. د دوی په وینا، د بې وزلو کورنیو یوازینۍ هیله هغه بشري مرستې دي چې د بنسټونو له لوري پر دوی وېشل کېږي، خو طالبانو هم دغه مرستې له دوی بېرته ټولې کړې دي.
که څه هم ومو غوښتل چې په دې تړاو د موسسو نظر هم ولرو، خو هېڅوک خبرو ته حاضر نه شول.
د غور ولایت مدني فعالان هم تاییدوي چې د دغه ولایت په کلیو کې وېشل شوې مرستې ځايي طالب چارواکو بېرته راټولې کړې دي. دوی بشري بنسټونه د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې په چوپتیا تورنوي او له دغو بنسټونو غواړي، چې پر طالبانو فشار راولي، څو پر بې وزلو کورنیو وېشل شوې مرستې خپلو جیب ته نه کړي.