په ابوظبۍ کې د روسیې، امریکا او اوکرایین مذاکره کوونکو پلاوو ترمنځ د مذاکراتو لومړۍ ورځ له څلور نیمو ساعتونو خبرو وروسته پای ته ورسېده.
ټاس خبري اژانس سهشنبه د نومبر پر ۱۰مه راپور ورکړی چې ټاکل شوې سبا هم د روسیې، امریکا او اوکرایین ترمنځ خبرې دوام وکړي.
د روسیې د پلاوي مشري د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال ولادیمیر مدینسکي پر غاړه لري او د اوکراییني پلاوي مشري بیا د دغه هېواد د بهرنیو استخباراتو رییس رستم عمروف کوي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې ښکېل لوري په دغو خبرو کې له جګړې وروسته د یوه نوي قارهیي امنیتي نظام د رامنځته کولو پر مهمو اړخونو بحث وکړي.
د ګواښونو د مخنیوي لپاره د میکانېزمونو جوړول او د سیمهییز ثبات پیاوړتیا د دغو مذاکراتو د بحث نور مسایل ګڼل شوي دي.






