د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه (UN Women) وايي چې د نړۍ څه باندې یو پر درېیمه برخه ښځې او نجونې چې شمېر ۱.۵ میلیارده کېږي، د اقليم له پلوه په زیانمنونکو سیمو کې ژوند کوي.
دغه بنسټ سهشنبه د نومبر پر ۱۰مه راپور ورکړی چې اقلیمي بحران د د ناامنو کاري فرصتونو او جنسیتي نابرابرۍ ترڅنګ، د ښځو او نجونو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.
د راپور له مخې، که څه هم ۷۳ سلنه هېوادونو د ښځو او نجونو لپاره اقلیمي ګواښونه په رسمیت پېژندلي، یوازې څه باندې یو پر درېیمه برخه د دغو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې هر اړخیز اقدامات کوي.
په راپور کې راغلي چې نړۍ د اوسني وضعیت له مخې، د ځمکې تودوخه د ۱.۸ سانتي ګرېد درجې زیاتوالي پر لور روانه ده، داسې وضعیت چې د وچکالیو، سېلابونو، ځنګلي اورونو او ویجاړوونکو توپانونو د زیاتوالي لامل کېدای شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی، په هغو هېوادونو کې چې د اقلیمي بحران په رامنځته کولو کې کمه ونډه لري، ښځې او نجونې یې له پایلو ډېر زیان ویني.
په دغو زیانونو کې د خوړو ناامني، د عوایدو کمښت او د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی شامل دی.






