۸صبح، سمنګان: سیمهییزې سرچینې د ناپېژانده کسانو په ډزو کې د سمنګان د استیناف محکمې د مالي او اداري ریاست د آمر امانالله حقمل د وژل کېدو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې حقمل دوشنبه د لیندۍ پر ۲۸ د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په کیان دره کې وژل شوی دی. د سرچینو په وینا وسلهوال کسان په یوه پوځي رنجر کې سپاره وو.
د هغه خپلوان وایي، چې وسلهوالو کسانو د امانالله حقمل د موټر په درولو سره د څلورو مسافرو له منځه یوازې دی ښکته کړی او وژلی یې دی. حقمل له کابل څخه سمنګان ته روان و.
که څه هم سمنګان کې طالبان د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ د مالي او اداري ریاست پر آمر د ډزو عاملین غله بولي، خو د یاد کس خپلوان د طالبانو د دغې ادعا په ردولو وایي، چې له څلورو مسافرو یوازې د یوه تن وژل کېدل د پوښتنې وړ موضوع ده.
د ویلو ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره په بېلابېلو سیمو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.