د هرات د امنیتي غونډې لومړۍ ورځ؛ د نړیوالې ترهګرۍ خبرداری او د سیکولر حکومت غوښتنه

په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه سیاسي نظام جوړېدل او له ترهګرۍ سره مبارزه د هېواد د خلکو، سیاسي څېرو او نړیوالې ټولنې له بنسټيزو غوښتنو دي. په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د سیمې د هېوادونو امنیتي اندېښنې او په هېواد کې د ترهګرو ډلو بیا راټوکېدل هغه مسایل دي، چې د سترو قدرتونو او د سیمې د هېوادونو د پرېکړو په مرکزونو کې پر ګرمو بحثونو بدل شوي دي. اوس، اوس د افغانستان د سټراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په تاجکستان کې د هرات لسمه امنیتي غونډه « د ټول ګډونه سیاسي نظام، بېلګو او د لارې نقشې» په نوم جوړه کړې ده. د دغې غونډې په لومړۍ ورځ ویناوالو د ټول ګډونه سیاسي نظام پر جوړېدو ټینګار وکړ. په دې غونډه کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو نه شاوخوا ۲۰۰ کارپوهان او سیاسي شخصیتونه ګډون لري.

د هرات لسمه امنیتي غونډه چې د افغانستان د سټراتیژیکو مطالعاتو د انسټېټیوت په نوښت د سه شنبې په ورځ د لیندۍ په ۸ مه، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د دغه هېواد د ملي کتابتون د کنفرانسونو په تالار کې د « ټول ګډونه سیاسي نظام؛ بېلګې او دلارې نقشه» تر سرلیک لاندې جوړه شوه. د دې غونډې په لومړۍ ورځ «ټول ګډونه سیاسي نظام»، «افغانستان: د سیمه ییزې اجماع د جیو پولیټیک مرکز«د افغانستان ښځې: خیانت، اپارتاید، مقاومت» او « ترهګري: مقدس تاوتریخوالي د دولتونو وسیلې» هغه مسایل وو، چې ویناوالو پرې خبرې وکړي.

په اتریش کې د افغانستان سفیرې منیژې باختري چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د هرات امنیتي خبرې د حکومتولۍ پر اوو چورلېزونو، سیمه ییزې اجماع، د ښځو پر مسایلو، ترهګرۍ، کلتور او هنر، د نړېوالې ټولنې پر رول او راتلونکې ته پر کتو متمرکزې دي. د هغې په وينا، دغه تاريخي کنفرانس د امنيتي مسايلو او د سيمه ييزو او نړيوالو اړيکو په برخه کې پر يو مهم پلټفورم بدل شوی او بنسټيز بحث يې په افغانستان کې او سیمه کې روانو ستونزو او ربړو ته په یوه نوي او متفاوت نظر کتل دي.

په اتریش کې د افغانستان سفیره زیاتوي: « ترهګرۍ او د طالبانو حضور نه یوازې د افغانستان حکومت او اساسي قانون له منځه وړی، بلکې د خلکو بنسټیزو حقونو ته یې هم جدي زیان اړولی، افغان مېرمنو خپلې لاسته راوړنې له لاسه ورکړې او د کار او زده کړو د حق په څېر له خپلو بنسټيزو بې برخې شوې دي، په داسې حساسو او کړکېچنو شرایطو کې د دغه رازکنفرانسونو جوړېدل چې فکر او محتواد تولیدوي او سیمه ییز او لویدیځ شریکان په یوه پلټفورم کې سره راټولوي او حل لارې وړاندې کوي، د هېواد لپاره خورا مهم دي.

بل خوا، د ملي امنیت پخواني عمومي رئیس رحمت الله نبیل په دې غونډه کې په خپلو خبرو کې وویل چې نړیوال ترهګر خپل «ستراتیژیکې ژورتیا» ته رسېدلي دي. هغه ټینګار کړی :« د افغانستان د کړکیچ د تلپاتې سوله ییز حل لپاره محتاطانه خوشبیني تېرکال له افغانستانه د امریکایی او ناټو ځواکونو په بشپړ وتلو سره چې د افغانستان د حکومت د پرځېدو او د طالبانو د واکمنېدو لامل شوه، له منځه لاړه.

ښاغلي نبیل زیاته کړې: «لکه څنګه چې د ترهګرو ډلو مهارت، پراختیا او انګېزه زیاته شوې، نو ویلای شو چې نړیوال ترهګر په افغانستان کې خپلې سټراتیژیکې ژورتیا ته رسېدلی دي چې دا د سیمې لپاره یوه لویه ننګونه ده.»

د ملي امنیت پخواني رییس ټینګار کړی، چې د ایډیولوژیکې انګېزې احیا، په تېره بیا له هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته نه یوازې په افغانستان بلکې په سیمې او له سیمې اخوا هېوادونو کې زیاته شوې ده.

د افغانستان د مخکیني حکومت د چارواکو ویناوې

د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د دې غونډې په پرانیستونکې وینا کې ویلي دي:« ټول ګډونه حکومت د سیاسي مقامونو د میکانیکي وېش او د خلکو د انتخاب د حق د اصل د رد او د قانوني دولت د انکار په مانا نه شي کيدای. د هغه په وينا، افغانستان نن په قصدي توګه زموږ په سيمه او نړۍ کې د ګواښونو او ورانکاریو په مرکز بدل شوى، زموږ هېواد ته د ډيورنډ له هغې غاړې د نړيوالو ترهګرو پناه ځایونه راوړل شوي او دا د زموږ د سیمې او نړۍ د سولې او ټيکاو لپاره جدي ګواښ دى.»

ښاغلي سپنتا په خپلو خبرو کې ویلي دي: د واک پرګډۍ د طالبانو بیا کېناستل هغه څه دي چې د تمدن د بې سارې شلېدو او د بشر ضد یوې ایډیالوژۍ د بیا واکمنېدو په مانا دي». هغه دغه راز د طالبانو لومړۍ دوره « له غمه د ډک وحشت او د یوه تمدني تخریب پېلامه ا او د یوه ټولنیز تمدن ضد ابتذال پېل بللی دی.

سیپینتا زیاته کړې : « قومي روایتونو او د اسلام پالنې روایتونو او نوستالژۍ نه شوای کولای او نه شي کولای چې د ټولنیز، قومي او کلتوري تنوع په منلو سره، د یوه لوی ډموکراسي غوښتونکي او عدالت غوښتونکي روایت د رامنځته کېدو لامل شي. » ښاغلي سپنتا زیاته کړې: « د طالبانو باور د اسلامیت، سلفیت او دیوبندي عقایدو یوه ګډوله ده چې له قوم پالنې سره یو ځای شوې ده، دا چاره باید د سولې له خبرو د ډډې کولو په مانا نه وي. جګړه د افغانانو غوراوی نه دی؛ جګړه یوه ناوړه او توکم له منځه وړونکي ښکارنده ده او موږ باید په خپل هیواد کې جګړه او وژنه پای ته ورسوو، خو سوله په عریضه
لیکلو او کمزوري دریځ سره نه شي ترلاسه کیدای.»

د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار د مقاومت په جبهه کې د خلکو سرښندنې، د ښځو مدني او له شور او ځوږه ډکه مبارزه او د ټولنیزو ځواکونو سیاسي مبارزې ستایلي او زیاته کړې یې، ده چې دا د یوه داسې بهیر برخې دي چې بالاخره به د سولې لامل شي.

اخوا، په روسیه کې د افغانستان پخواني سفیر سید طیب جواد په دې غونډه کې ویلي دي، چې د بایډن اداره د افغانستان په تړاو روښانه تګلاره نه لري. د هغه په وينا، ښايي په افغانستان کې د يوه ماتې خوړې حکومت شتوالی د امريکا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې پر يوه مهم ټاکنيز بحث بدل شي. ښاغلي جواد زیاته کړه چې پر کندهاري طالبانو د قطر پانګونه د طالبانو تر منځ د تفرقې لامل شوې ده. هغه دغه راز ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د پاکستان اړیکې د «معاملې» پر بنسټ ولاړې دي.

د مخکیني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي د غونډې په لومړۍ ورځ یوه بله وینا واله وه. هغې د طالبانو د رژیم پر وړاندې د ښځو د زړورتیا او اعتراضونه وستایل او ټینګار یې وکړ چې د ښځو اعتراضي غورځنګ پراخ شوی دی. د هغې په وينا:« طالبان ښځې د خپل استبدادي رژيم پر وړاندې يوه جدي ننګونه ګڼي، په داسې حال کې چې افغان ښځې د خپلو بنسټيزو او انساني بشري حقونو د تامين او خونديتوب غوښتنه کوي، نه تر دې د زیات څه». کوفي ټینګار کړی چې نړۍ باید د ښځو د وضعیت په تړاو خپل دوه ګونی سیاست پریږدي. د مخکیني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي د دغې غړې په وینا، افغان مېرمنې د هغو حقونو او حیثیت مستحقې دي چې د قطر په څېر هېوادونو کې یې لري. کوفي په خپلو خبرو کې وویل چې ښځې باید د بدلون او تغیر پر مرکزي عنصر بدلې شي او د سیاست او ځواک لویې شریکانې شي.

بل خوا د مخکیني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي بل غړي محمد امین احمدي ویلي، چې له سیکولریزم پرته افغانستان نه شي کولای د ښځو او ځوانانو برابرو فرصتونه او پرمختګونوته ورسېږي. د هغه په وینا، “د سیکولریزم ځينې برخې له د «دین» سره د یوځای کېدو وړ دي. هغه زیاته کړې چې سیکولریزم دا مني چې د هېڅ قانون دې د خدای له حکم سره په مخالفت کې نه وي. د هغه په وينا، طالبان فکر کوي، چې د يوه مرکزي واک په لرلو سره د ژوند ټولې مسئلې په فقه کې اداره کولای شي، خو پر وړاندې یې يو شمېر قومي او هويتي ډلې فډرالي نظام ته د حل لار ګڼي.

د ګاونډیو هیوادونو د ګډونوالو ویناوې

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فرهاد سلیم دې غونډه ته په خپله وینا کې په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د ښځو او میشتو ملیتونو د حقونو نقض غندي. هغه ټینګارکړی دی:« موږ په افغانستان کې د ترهګریزو سازمانونو د فعالیت د زیاتوالي په تړاو اندېښمن یو. د هغه په وينا،د هرات د امنيتي غونډې کوربتوب او د تاجکستان په مرکزي کتابتون کې د هغې جوړېدل د افغانستان په تړاو د دغه هېواد د سوله ييز سياست نښه ده. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي چې د هېواد تګلاره یې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ کوي.

بل خوا، په افغانستان کې د قزاقستان پخواني سفیرعمرتاي بیتیموف په خپلو خبرو کې په نږدې راتلونکي کې د ورته یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ. هغه زیاته کړه، په دې غونډه کې به د افغانانو، د سیمې د هېوادونو او د نړۍ د سترو قدرتونو د استازو په ګډون د افغانستان وضعیت وڅېړل شي.

اخوا، د پاکستان د ملي عوامي ګوند مشر افراسیاب خټک وویل، چې افغانستان د سترو قدرتونو ترمنځ د سټراټيژیکو سیالیو ډګر ګرځېدلی دی. هغه طالبان« افراطي او بدوي» وبلل او ټینګار یې وکړ چې دا ډله د حکومتولۍ وړتیا نه لري، چې له همدې امله به دوام ونه کړي. ښاغلي خټک ویلي دي چې له اوسني کړکیچه د وتلو او په افغانستان کې د یوه باثباته او ډیموکراتیک حکومت د رامنځ ته کولو لپاره د ملګرو ملتونو په مدیریت سره د نړیوال میکانیزم ملاتړ کوي.

د پاکستان د ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړه:« پاکستان اوسمهال افغانستان خپله پنځمه صوبه ګڼي او افغانستان د سترو قدرتونو د سیاسي او ستراتیژیکې وزلوبې ډګر ګرځېدلی دی.» د ښاغلي خټک په وینا، د پاکستان لوی او اساسي سیاستونه د پوځ له خوا ټاکل کېږي او « کله چې پاکستان ډموکراټيک شي، په افغانستان کې به سوله ټینګه شي»

بل خوا، د هرات په امنیتي غونډه کې ایراني څیړونکي محمد علي بهمني قاجاري وویل: ایران د سړې جګړې پرمهال د لویدیځ ترڅنګ و، ځکه په سیمه کې د کمونیزم له خپریدو اندیښمن و. د بن له هوکړو وروسته، ایران رغنده رول لوبولی او د افغانستان له اسلامي جمهوریته یې ملاتړ کړی. هغه زیاته کړې ده، چې له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته، له افغان حکومت سره د ایران اړیکې خرابې شوې او د اشرف غني د «اوبه د تېلو پروړاندې » تګلارې د ایران او افغان دولت ترمنځ ترینګلتیا نوره هم زیاته کړې. د هغه په وینا واک ته د طالبانو رسیدل د امنیت او باثباته حکومت د رامنځته کېدو لامل نه شول او هېواد یې په افغانستان کې د یوه مشارکتي او باثباته حکومت د جوړېدو ملاتړ کوي.

د لوېدیځو هیوادونو د استازو ویناوې

د هرات په امنیتي غونډه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسن د خپلو خبرو پرمهال وویل :« له طالبانو سره زموږ سیاسي تعامل د افغانستان په تړاو زموږ د تګلارې یو عنصر دی او موږ د بشري مرستو په برخه کې هم فعال یو او د ملګرو ملتونو له لارې مو پر بشري ناورین د غور لپاره سلګونه ملیونه یورومرسته کړې ده.» هغه زیاته کړې:« له ټولنیزې برخې د ښځو د سیسټماتیک حذف په تړاو زموږ دریځ روښانه دی. موږ ډېراندېښمن یو او د ښځو پر وضعیت د غور لپاره باید لا ډېر اقدامات وشي. طالبان مسوولیت لري چې د ښځو د حقونو ساتنه او درناوی وکړي. د ښځو حقونه یوه لوېدځه مساله نه ده، بلکې د ښځو حضور د یوه هېواد د اقتصاد، پرمختګ او ثبات لپاره مهم دی.»

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کیرن ډیکر د هرات امنیتي غونډه د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې د هېوادونو او اروپايي ټولنې له استازو سره د نظر د تبادلې لپاره یو ښه فرصت وباله. نوموړي د سې شنبې په ورځ د لیندۍ په ۸مه، په یوه ټویټ کې لیکلي چې په تاجکستان کې یې د هرات په لسمه امنیتي غونډه کې ګډون کړی او غواړي چې د افغانستان له خلکو د خپل هېواد کلک ملاتړ تکرار کړي.

د هرات د امنیتي غونډې ګډونوال

د هرات په لسمه امنیتي غونډه کې د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ویناوال او ګډونوال برخه لري. د دې غونډې سمبالوونکو رسنیو ته ویلي، چې د هرات لسمې امنیتي غونډې ته طالبان هم بلل شوي وو، خو هغوی په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی. طالبانو رسنیو ته ویلي، هره غونډه چې د هېوادوالو په ګټه وي، ښه ده.

کورني ګډونوال

د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا، برحاله سفیر او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زلمی رسول، د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، په اتریش کې د افغانستان سفیره منیژه باختري، د امریکا متحده ایالتونو د انډیانا پوهنتون استاد نظیف الله شهراني، په روسیه کې د افغانستان پخوانی سفیر سید طیب جواد، د مخکیني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړي فوزیه کوفي او محمد امین احمدي، د مشرانو جرګې پخوانی لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار او یو شمېر نورې سیاسي څېرې او رسنۍ د دې غونډې له کورنیو ګډونوالو دي.

بهرني ګډونوال

په دې غونډه کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېرې کیرن ډیکر، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسن، د روسیې د علومو اکاډمۍ د ختیځو مطالعاتو د انسټیټیوت د علمي اوڅېړنیزو معلوماتو د مرکز مشر جنرال نیکولای پلوټینکوف، د ای اېس ای پخواني مشر جنرال اسد دراني، د هندو ډیپلوماسۍ منشي سهاسني حیدر، د پاکستان د ملي عوامي ګوند مشر افراسیاب خټک، د سویلي اسیا د چارو شنونکې عایشې صدیقي، او د امریکا او اروپا یو شمېر ډیپلوماټانو او د نادولتي بنسټونو استازو او دغه راز یو شمېر هغو اروپايي او امریکايي خبریالانو چې د افغانستان مسایل تعقیبوي، ګډون کړی دی.
دا غونډه سبا هم دوام لري.

د هرات د امنیتي غونډې څنډې

جهادي مشر اسماعیل خان ته د ایران د حکومت له لوري او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړته د دغه هېواد د حکومت له لوري په دې غونډه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې. دغه راز دغه غونډه له یو لړ ناندريو سره هم مخ شوې ده. د دې غونډې یوه پاروونکې برخه د غونډې د کوربنې مریم وردګ له لوري طالبانو ته د «امارت» د کلمې کارول وو، چې د غونډې د یو شمېر ګډونوالو د ناخوښۍ لامل شول. ګډونوالو له هغې وغوښتل چې د طالبانو لپاره دا اصطلاح ونه کاروي. کله چې محمد حنیف اتمر د ښاغلي غني د ملي امنیت د سلاکار په توګه کار کاوه، مریم وردګ د ملي امنیت په شورا کې د هغه سلاکاره وه.

د هرات لسمه امنیتي غونډه د «ټول ګډونه سیاسي نظام: بېلګو او د لارې نقشه» تر سرلیک لاندې د سه شنبې په ورځ د لیندۍ میاشتې په ۸ مه نېټه، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې جوړه شوه. په دې غونډه کې یو شمېر پخواني افغان سیاستوال، د مدني ټولنې استازي، علمي شخصیتونه، د رسنیو استازي، ډیپلوماټان او د اروپايي ټولنې، امریکا، پاکستان، هند او تاجکستان د نا دولتي بنسټونو استازي ګډون لري. د افغانستان د سټراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوت رئیس ډاکټر داوود مرادیان ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: دا لومړۍ نړېواله غونډه ده چې د افغانستان د یوه بنسټ په کوربتوب او نوښت جوړیږي او موخه یې د افغانستان په مساله کې د نړۍ د مطرحو هېوادونو له استازو او کارپوهانو سره د افغان شخصیتونو د خبرو د فرصت برابرول دي.

Back to top button