۸صبح، کاپیسا: کاپیسا کې ځايي سرچینې په دغه ولایت کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی دی.
دغه سېلابونه شنبه د چنګاښ پر ۲۵ له غرمې وروسته د کاپیسا تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کې راوتلي دي.
د سرچینو په خبره، د دغو سېلابونو له کبله یو ځوان مړ شوی او یو بل ژوبل دی.
سرچینې وايي، دا دوه ځوانان د کابل د سروبي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وو، چې تګاب کې یې ژوند کاوه.
سرچینې زیاتوي، چې سېلابونو په دې سیمه کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې ده.
د کاپیسا تګاب ولسوالۍ کې له دې وړاندې هم سېلابونه راوتلي و.
د یادونې وړ ده، چې د وروستیو ورښتونو له کبله د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.