د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو واشنګټن کې د امریکا په حضور لیدنه وکړه

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې خبرواترو په برخه کې د هڅو په دوام کې د دغو دوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په امریکا کې له یو بل سره لیدنه او خبرې‌اترې کړې دي.

د اناتولي د راپور له مخې د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو جیحون بایراموف او ارارات میرزویان له خپل امریکایي سیال انتوني بلینکن سره دوشنبه د نومبر پر ۷ په واشنګټن کې لیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «امریکا د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې مذاکراتو ته ژمنه ده.»

هغه وویل مستقیمې خبرې‌اترې د دوامداره سولې د ټینګښت لپاره ترټولو غوره لار ده او دواړه هېوادونه باید دوامداره سولې لپاره هڅه وکړي.

له دې مخکې د درېیو هېوادونو چارواکو نیویارک کې د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلې د ناستې په څنډه کې لیدنه کړې وه.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې خبرې‌اترې په داسې حال کې کېږي، چې د قره‌باغ سیمې پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستۍ نښته کې د دواړو لوریو سل سرتېري ووژل شول.

ورته لیکنې

Back to top button