د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د شلو بډایه هېوادونو غونډه، ددغه هېواد په کوربهتوب، په نوي ډیلي کې، پیل شوې ده.
نیوز ۱۸ راپور ورکړی، چې دا غونډه، د چهارشنبې په ورځ (د مارچ لومړۍ) د هند په پلازمینه، نوي ډیلي کې، د راشټراپاتيباوان په ښار کې، د ۲۰ هیوادونو ډیپلوماتیکو چارواکو په شتون کې، پیل شوېده.
له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره مبارزه، پر اوکراین د روسیې برید، د خوړو خوندیتوب او انرژي، د شلو بډایه هېوادونو، د غونډې اصلي محورونه بلل کېږي.
د شلو بډایه هېوادونو د غونډې مشري، په دورهیې توګه ترسره کیږي، او اوسنی مشر یې، د هند د بهرنیو چارو وزیر (جېشنکر) دی.
په دې غونډه کې، د امريکا، روسيې او چين د بهرنيو چارو وزيرانو (انتوني بلينکن، سرګي لاوروف او جي ګانګ) هم ګډون کړی دی.)
د شلو بډایه هېوادونو غونډه په کال کې یو ځل، جوړیږي. په دې غونډه کې پر هغو بدلونونو خبرې کېږي، چې د نړۍ پر اقتصاد اغېز کوي.