• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

هغه نسل چې له ښوونځي پاتې شو

خجسته تمنا خجسته تمنا
۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791385516]
Pexels

Pexels

بهار د یوې تنکۍ پیغلې نجلۍ مستعار نوم دی او د هغې کیسه په افغانستان کې له زده‌کړو د محرومو زرګونو نجونو د ورته تجربو پر بنسټ لیکل شوې ده. بهار هر سهار په ناهیلۍ خپل ورور ته ګوري چې کتابونه ټولوي او بکس پر اوږه اچوي، څو ښوونځي ته لاړ شي. هغه د خپلو ټولګیوالو، ښوونکو او ټولګي د چاپېریال له نشتونه خپه ده. نوموړې په یوازېتوب کې اوښکې تویوي او مور یې پوهېږي چې هېڅ مرسته ورسره نه شي کولی؛ ان دومره زړه هم نه کوي چې د بهار اوښکې پاکې کړي.

بهار هره ورځ د خپل کور د اپارتمان له بالکنه د هلکانو اوږده کتارونه ګوري چې په مستۍ ښوونځي ته روان وي. هغه پنځلس کلنه ده او په ۱۴۰۲ کال کې په بریالیتوب له شپږم ټولګي تر فارغېدو وروسته د منځنیو زده‌کړو له دوامه پاتې شوه. بهار په ریاضي مضمون کې ښه وړتیا لري او هیله لري چې په راتلونکي کې بریالۍ ډاکټره شي؛ هغه ارمان چې پوره کېدل یې د منځنیو او لوړو زده‌کړو دوام ته اړتیا لري.

وروسته له هغې چې بهار ښوونځي ته د تګ اجازه له لاسه ورکړه، ځان د کور په څلورو دېوالونو کې بې‌وسه او بندیوانه احساسوي. خو هغه په دې لار کې یوازې نه ده. له هغه مهاله چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه بیا واکمن شوي، د افغان نجونو یو نسل له ښوونځي او زده‌کړو پاتې او له ډېرو نجونو ښوونځي ته د تګ ارمان اخیستل شوی دی.

له زده‌کړو د یوه نسل محرومیت

نن افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې په کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له رسمي زده‌کړو محرومې دي. د یونیسف د شمېرو له مخې، له ۱۴۰۰ کال راهیسې څه باندې ۲.۶ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي.

دا محرومیت یوازې د ښوونځیو د دروازو تر تړل کېدو نه محدودېږي؛ بلکې په افغانستان کې یې له میلیونونو نجونو د ودې، زده‌کړو او راتلونکې د جوړولو فرصت هم اخیستی دی. د بهار په څېر نجونې چې په شوق ښوونځي ته تللې، اوس مجبوره دي خپل ډېر وخت په کور کې تېر کړي او له ښوونې او ټولنیزو فرصتونو لرې پاتې شي.

ښوونځی ډېرو نجونو ته یوازې د زده‌کړې ځای نه دی؛ بلکې د ټولنیزو اړیکو، د شخصیت د ودې، مشارکت او د راتلونکي د جوړولو چاپېریال هم دی. له همدې امله، له زده‌کړو محرومیت له ښوونې د پاتې کېدو سربېره، نورې پایلې هم لرلی شي.

یوه پایله یې رواني زیانونه دي. پر هغو افغان نجونو او ښځو چې د زده‌کړو له دوامه محرومې شوې، د یوې علمي څېړنې له مخې د خپګان او ځان‌وژنې د افکارو لوړه کچه ثبت شوې ده. دا څېړنه په یوازې ځان نه شي کولی د ټولو افغان نجونو وضعیت وښيي، خو له زده‌کړو د اوږدمهاله محرومیت د رواني پایلو په اړه د خبرداري زنګ ګڼل کېدای شي.

هغه نجونې چې له کلونو راهیسې له ښوونځي او ټولنیزو اړیکو لرې پاتې شوې، نه یوازې یې د زده‌کړې فرصت له لاسه ورکړی، بلکې ښايي ورو ورو د راتلونکي په اړه خپله هیله او خوش‌بیني هم له لاسه ورکړي. په دې سره، له زده‌کړو د نجونو محرومول د زده‌کړې له حق ور هاخوا داسې مساله ګرځېدلې چې د افغانستان پر ټولنیزې او بشري راتلونکي هم اغېز کوي.

نړیوال خبرداري

په تېرو کالو کې له زده‌کړو د افغان نجونو محرومیت د نړیوالو بنسټونو له پراخو غبرګون سره مخ شوی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د «پراخو تبعیضي تګلارو» په اړه ژوره اندېښنه لري؛ هغه چې د نوموړي په وینا، د ښځو د ژوند پر ټولو اړخونو یې اغېز کړی دی.

په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین اویوالي هم له زده‌کړو د نجونو د محرومیت د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. نوموړي ویلي چې افغانستان ښځینه ښوونکو، نرسانو، روغتیاپالو او ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لري او پوښتنه یې کړې چې که نن نجونې او ښځې له زده‌کړو محرومې شي، په راتلونکي کې به د ناروغو نجونو او ښځو درملنه او پالنه څوک کوي؟

په مقابل کې بیا د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز به یوازې هغه مهال لغوه شي چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده یې امر صادر کړي.

د ښځينه متخصص ځواک له کمښت سره مخ راتلونکې

له زده‌کړو د نجونو محرومیت به په اوږدمهال کې د افغانستان پر بشري ځواک هم اغېز وکړي. هغه نجونې چې نن له منځنیو زده‌کړو پاتې دي، په راتلونکي کې به پوهنتون ته د تګ، په ټولنه کې د ګډون، د کار موندلو او په ټولنیزو پرېکړو کې د ونډې اخیستو لږ فرصتونه ولري.

دا خبره په روغتیايي برخه کې ډېره مهمه ده. د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ګڼې کورنۍ غوره ګڼي چې ناروغې ښځې او نجونې یې د ښځینه روغتیاپالو له خوا معاینه شي. که نننۍ نجونې ونه شي کړای په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي، افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د ښځینه ښوونکو، ډاکټرانو، نرسانو، قابلو او نورو ښځینه روغتیاپالو له کمښت سره مخ شي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې که محدودیتونه دوام وکړي، ښايي افغانستان تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زرو پورې ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکي له لاسه ورکړي.

په ټوله کې بیا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پایلې یوازې پر هغوی اغېز نه کوي. کورنۍ، روغتیايي نظام، کاري بازار او د افغانستان ټوله ټولنه به د ښځینه متخصص کاري ځواک له کمښته زیان وویني.

زده‌کړې او د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو خطر

ښايي له زده‌کړو محرومیت له وخت مخکې واده پر وړاندې د نجونو د زیانمنېدو له پراخېدو سره هم تړاو ولري. د ملګرو ملتونو د «افغانستان د جنسیتي وضعیت» د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۸.۷ سلنه افغان نجونې له ۱۸ کلنۍ مخکې او ۹.۶ سلنه یې له ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوې وې.

همدا راپور وايي چې احصایوي ماډل‌ ښيي، له لومړنیو زده‌کړو وروسته د نجونو پر زده‌کړو بندیز د ماشومانو د ودونو له ۲۵ سلنې زیات خطر سره تړاو لري او ښايي ۳۷.۵ سلنه افغان نجونې په ماشومتوب کې د ودونو له خطر سره مخ شي.

بېوزلي، اقتصادي بحران، له منځنیو زده‌کړو محرومیت، جبري ودونه او د ملاتړي نظام کمزورتیا د نجونو د زیانمنېدو کچه ډېره کړې ده. کله چې یوه نجلۍ له ښوونځي محرومېږي، ټولنیزه شبکه د ودې فرصتونو او د خپلواکو پرېکړو کولو یوه برخه هم له لاسه ورکوي. د دغه لیدلوري له مخې، له زده‌کړو پاتې کېدل داسې پایلې لرلی شي چې پر کورنیو یې اغېز تر کلونو دوام وکړي.

هغه راتلونکې چې له نجونو دې نه اخیستل کېږي

د بهار کیسه یوازې د یوې نجلۍ کیسه نه ده؛ بلکې د زرګونو هغو افغان نجونو کیسه ده چې له ښوونځي او کتاب سره لویې شوې، خو یو دمي د زده‌کړو له چاپېریاله، ټولګیوالو، ښوونکو او خپلو هیلو لرې پاتې شوې دي.

له زده‌کړو محرومیت یوازې د درس ویلو د فرصت تروړل نه دي؛ بلکې د ودې، انتخاب او په ټولنه کې د ګډون فرصتونو محدودول هم دي. هغه نجلۍ چې نن له ښوونځي پاتې ده، ښايي سبا ونه توانېږي پوهنتون ته لاړه شي، د خپلې خوښې دنده ونه شي کړلی یا هم د ټولنې په جوړولو کې رول ونه شي لوبولی.

دا وضعیت دې د افغان ماشومانو وروستی برخلیک نه وي. لومړنی او بنسټیز ګام دا دی چې ښوونځي او پوهنتونونه دې بېرته د نجونو پر مخ بېرته پرانیستل شي. افغان نجونې حق لري چې د نړۍ د نورو ماشومانو په څېر زده‌کړې وکړي او د راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي. ښوونیزو مرکزونو ته د هغوی بېرته ستنېدل دې د خوندي چاپېریال، وړ ښوونکو او د زده‌کړو د دوام د زمینې له برابرولو سره مل وي.

تر هغې چې دا امکان برابرېږي، نړیواله ټولنه او مدني بنسټونه دې د افغان نجونو لپاره د نارسمي، سیمه‌ییزو زده‌کړو او انلاین ټولګیو ملاتړ وکړي. دا پروګرامونه دې د کورنیو شرایطو او انټرنېټ ته د محدود لاسرسي په پام کې نیولو سره طرحه شي. د زده‌کوونکو، ښوونکو او د هغوی د کورنیو امنیت دې هم لومړیتوب ولري.

د زده‌کړو ترڅنګ، افغانستان ښځینه ښوونکو، ښځینه روغتیاپالو او د ماشومانو د رواني ملاتړ پروګرامونو ته هم بېړنۍ اړتیا لري. هغه نجونې چې له کلونو راهیسې له ښوونځي او ټولنیزو اړیکو محرومې پاتې دي، د زده‌کړې، خبرو، رواني ملاتړ ترلاسه کولو او د راتلونکي په اړه د باور د بېرته جوړولو فرصتونو ته اړتیا لري.

بهار لا هم له ریاضي سره مینه لري او کولی شي بل ډول راتلونکی ولري. اجازه دې نه ورکول کېږي چې نننۍ محرومیت یې پر دایمي برخلیک بدل شي.

افغان ماشومان ترحم ته اړتیا نه لري؛ هغوی زده‌کړو، امنیت او د راتلونکي د جوړولو لپاره واقعي فرصت ته اړتیا لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

په لغمان کې یوه طالب له لفظي شخړې وروسته یو دوکاندار وواژه

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791389234]
د امید سبز ښارګوټي د استازو نیول؛ طالبان د دغه ښارګوټي د تخلیې په لټه دي
خبرونه

سرچینې: طالبان د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونه په زور تخلیه کوي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791388904]
خبرونه

طالبانو په کندهار کې ۱۸ ښوونکي د ږیرې خریلو په تور نیولي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791386011]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.