د یوې اوولس کلنې نجلۍ مړینه، له هغه واده وروسته چې په خوښه یې نه و، یوازې د یوه لنډ ژوند پای نه دی؛ بلکې د هغې نجلۍ کیسه ده چې ښايي له هماغې ورځې چې نړۍ ته راغله، مخکې له دې چې خلک یې په نوم او هیلو وپېژني، یوازې یې په یوه نوم ورته کتل: «نجلۍ». د ډېرو نجونو درد له هماغه پیله شروع کېږي؛ له هغې شېبې چې نړۍ ته راتګ یې د دې پر ځای چې په خوښۍ ونمانځل شي، ځينو ته له اندېښنې او خواشینۍ سره مل وي. په هغو کورونو کې چې زوی ته راتلونکې جوړوي، خو لور ته یوازې چوپتیا پاتې کېږي.
خو هېڅ ماشوم د خپل جنسیت له امله نه ارزښتمنېږي او نه بېارزښته کېږي. هره نجلۍ، مخکې له دې چې نجلۍ وي، انسان دی؛ داسې زړه لري چې احساس کوي، داسې ذهن لري چې فکر کوي او داسې هیلې لري چې د څارلو حق یې لري. هغه نجلۍ چې باید د ماشومتوب کلونه یې له لوبو، خندا او امنیت سره تېر شي، کله کله ډېره ژر پوهېږي چې چوپه پاتې شي. زده کوي چې خپلې غوښتنې پټې کړي، ځکه نورو یې له مخکې د راتلونکې پرېکړه کړې وي؛ دا چې څه ولولي، څنګه ژوند وکړي او له چا سره ژوند وکړي.
ترخه شېبه هغه وي چې د یوې نجلۍ ژوند د هغې د خپلو غوښتنو له مخې نه، بلکې د نورو خلکو د ستونزو له مخې ټاکل کېږي. بېوزلي، پورونه، د خلکو له خبرو وېره او ناپوهي دې هغه لاملونه نه وي چې انسان اړ کړي له خپلو هیلو لاس واخلي. کله کله ټولنه هېروي چې د «نجلۍ» تر شا یو ریښتینی ژوند پټ دی؛ داسې یو انسان چې وېرېږي، هیلې لري، خاندي او خپلۍ سبا ته خوبونه ګوري. هغه د نورو د ستونزو حل لار نه ده؛ هغه خپله د یوې راتلونکې څښتنه ده.
جبري واده یوازې یوه پرېکړه نه ده؛ کله کله د هغو کلونو تروړل دي چې یوې نجلۍ حق لاره ځان پکې وپېژني، زدهکړې وکړي، وده وکړي او خپل غوراوی وکړي. دردونکې بیا دا ده چې په داسې شېبو کې ډېر لږ کسان پوښتي چې دغې نجلۍ څه غوښتل؟ هغه کورنۍ چې د خپلې لور راتلونکې د هغې له رضایت پرته ټاکي، باید پوه شي چې هغه یوازې د پېژندپاڼې یو نوم نه دی. هغه یو انسان دی چې احساسات لري، هیلې لري او حق لري چې د خپل ژوند په اړه خپله پرېکړه وکړي. بېوزلي کولی شي ژوند ستونزمن کړي، خو د یوه انسان خوبونه دې له منځه نه وړي. دود او د خلکو له قضاوت څخه وېره دې د هغه ماشوم د زړه غږ نه چوپوي چې لا هم هیلې لري. هغه نجلۍ چې د جبري واده قرباني کېږي، یوازې یوه قرباني نه ده؛ هغه د هغه ټپ نښه ده چې کلونه په چوپتیا کې پاتې شوی؛ داسې ټپ چې هر وار د یوې بلې نجلۍ پر برخلیک بیا راتازه کېږي.
تر څو چې نجونې په کور او ټولنه کې یوازې د یوې نجلۍ په توګه نه، بلکې د یوه انسان په توګه ونه پېژندل شي، دا درد به همداسې دوام ولري.





