• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

هغه ماشومه چې ۲۰ کلنه شوه

کامله افضلي کامله افضلي
۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791302781]
Pexels

Pexels

یوازې ۱۵ کلنه وه؛ سهار به چې مور پرې غږ کاوه، لا به خوبولې وه، کله به په غوسه له ځایه پاڅېده او کله به مخکې له دې چې مور پرې بیا غږ وکړي، ویښه شوې به وه. تورې جامې به یې واغوستې او سپین ټيکری به یې پر سر کړ، کتابونه به یې په بکس کې کېښودل او ښوونځي ته به روانه شوه، بې له دې چې وپوهېږي همدا عادي تګ راتګ به یې یو وخت د ژوند لوی ارمان شي.

د سحر لپاره ښوونځی د عادي ژوند یوه برخه وه؛ لکه د سهار چای، جامې اغوستل او له کوره وتل. نقاشي یې خوښېده. یو ورځ یې په کتابچه کې یوه زرغونه لار رسم او په پای کې یې ځان په شنو جامو کې انځور کړ. مور یې ورته وویل: «شاوخوا دې هم زرغون دی او کمیس هم.» سحر وخندل او ویې ویل: «پوهېږې، مانا یې څه ده؟» مور یې وویل: «یعنې زرغونه به شې او خپلې هیلې ته به ورسېږې.» سحر وویل: «او مورې؛ زه غواړم قاضۍ شم، لکه پلار مې چې څارنوال شوی.»

هغه مهال یې هیلې ساده وې؛ ښوونځی، پوهنتون، قاضي کېدل او د راتلونکي جوړول. کله به یې د ریاضي له ازموینې ویره لرله، یو نیم سهار به یې غوښتل لږه نوره هم ویده شي، له ټولګیوالو سره به یې خندل او د ښوونکو او راتلونکي په اړه به یې خبرې کولې؛ لکه هره بله ۱۵ کلنه نجلۍ.

ګومان یې کاوه سبا به هم ښوونځي ته ځي، بل سبا به هم، راتلونکې میاشت او راتلونکی کال به هم؛ خو د اګست ۱۵مه د هماغه عادي «سبا» پای و، داسې چې هېچا فکر نه کاوه داسې ورځې به راشي.

سحر په لومړیو کې ګومان کاوه چې د ښوونځیو رخصتي به یوازې څو ورځې دوام وکړي؛ بیا یې وویل څو اوونۍ، بیا راتلونکې میاشت او وروسته راتلونکی کال؛ خو ورځې، میاشتې او کلونه تېر شول او پنځه کاله پوره شول.

۱۵ کلنه سحر اوس ۲۰ کلنه شوې ده. مور یې وايي چې قد یې لوړ شوی، غږ یې بدل شوی او پیغله شوې، خو خپله سحر لا هم د ۱۵ کلنۍ د هماغو ورځو ترمنځ په یو ځای کې ایساره پاتې؛ همدا چې د ښوونځي نوم واوري، بیا ۱۵ کلنه شي، زړه یې خپه شي، ستونی یې ډک شي او هیله وکړي چې یو سهار بیا په ټولګي کې کېني، ان که هغه د ریاضي ټولګی وي. خو د هغې له هیلو بهر خلک وايي: «۲۰ کلنه شوه، پیغله شوه، د واده وخت یې دی… .»

سحر یوازې یوه نجلۍ نه ده؛ هغه د هغو زرګونو ۱۵ کلنو نجونو استازې ده چې په دغو پنځو کالو کې ۲۰ کلنې شوې، د هغو زرګونو ۱۶ کلنو نجونو چې ۲۱ کلنې شوې او د هغو زرګونو ۱۷ کلنو چې ۲۲ کلنې شوې؛ هغه چې یوازې له ښوونځي نه دي محرومې، بلکې د ماشومتوب، تنکۍ ځوانۍ، انتخاب او راتلونکي یوه برخه هم ترې تروړل شوې؛ ځینې د کم‌عمره او جبري ودونو قرباني شوې، ځینې کډوالې شوې او ځینې لا هم له هغو کتابونو سره چې دوړې پرې پرتې دي، د ښوونځي د دروازې د پرانیستل کېدو په تمه دي.

هر وار چې د سحر په څېر نجونې وینم، یوه پوښتنه راسره وي: که یوه ورځ دا د ښځو ضد افراطیت د افغانستان له برخلیکه ووځي، د سحر په څېر نجونو برخلیک به څنګه وي؟ ایا د هغوی له لاسه تللي پنځه کاله بېرته ورګرځول کېدای شي؟ که د سحر په څېر نجونې به بیا ۱۵ کلنې شي؟

ښوونځی یوازې دروازه نه ده چې تړل شوې؛ د دغې دروازې تر شا د میلیونونو انسانانو د ژوند کلونه پاتې دي.

سحر ۲۰ کلنه شوې، خو د ۱۵ کلنۍ ژوند فرصت یې له لاسه ورکړی؛ افسوس پر هغه جهل چې کله د یوې ټولنې پر برخلیک واکمن شي، ماشومان لویوي، بې له دې چې اجازه ورکړي ماشومتوب تجربه کړي.

د سحر په څېر نجونې پېغلې شوې، خو ارمانونه یې د ښوونځیو د تړلو دروازو تر شا دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د افغانستان د ازادۍ جبهې خپل منشور خپور کړ
خبرونه

ازادۍ جبهه: په نورستان کې مو ۱۱ طالبان وژلي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791397051]
د ۲۰۲۶ کال د کیمیا نوبل جایزه د فرانسې او چاپان دوو ساینسپوهانو وګټله
بهرني خبرونه

د ۲۰۲۶ کال د کیمیا نوبل جایزه د فرانسې او چاپان دوو ساینسپوهانو وګټله

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791396514]
د معلولیت لرونکو وګړو امتیازات؛ د طالبانو جنګیالي ۱۰ زره او ملکیان دوه زره افغانۍ ترلاسه کوي
خبرونه

د معلولیت لرونکو وګړو امتیازات؛ د طالبانو جنګیالي ۱۰ زره او ملکیان دوه زره افغانۍ ترلاسه کوي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791392373]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.