د پاکستان د اطلاعاتو وزیر اعلان کړی چې دولت یې د دغه هېواد له واکه ګوښه شوي او پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند فعالیتونه دروي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله ترار دا څرګندونې دوشنبه د جولای پر ۱۵مه، په یوې خبري ناسته کې کړې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د دغې پرېکړې لامل تېرکال پر پوځي تاسیساتو د دغه ګوند د رهبرۍ او پلویانو له خوا برید بللی دی.
ترار زیاته کړې چې د پاکستان دولت به ډېر ژر په دې هکله یوه دوسیه پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سترې محکمې د تېرې جمعې ورځ اعلان وکړ چې تحریک انصاف ګوند د دغه هېواد په پارلمان کې د ۲۰ ځانګړو اضافه څوکۍ د ترلاسه کېدو حق لري.
د پاکستان دولت له دې پرېکړې سره قوي مخالفت څرګند کړ.





