۸صبح، کابل: د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دغه وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي قزاقستان ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد د کرنې وزارت له معین، د غلهجاتو په برخه کې د دولتي شرکت مسوول او اوسپنې پټلۍ له استازي سره لیدلي دي.
نوموړي وزارت شنبه د چنګاښ پر ۳۰مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلی چې په دې سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په باثباته سوداګرۍ، په مناسبه بیه د غلو دانو پېرلو او د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو په پياوړي کېدو خبرې اترې شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله، طالب پلاوي د «بینو» په نوم د غلهجاتو له ترمینله چې د څه باندې ۱۰۰ زرو ټنو د ساتنې وړتیا لري، لیدنه کړې او په خبره یې، ټاکلې ده چې که هوکړه وشي، پېرل شوې غلې دانې به په دغه ترمینل کې وساتل شي او د اړتیا له مخې به افغانستان ته لېږل کېږي.
په تېرو نږدې درېیو کالو کې طالبان له قزاقستان سره نږدې سوداګریزې اړیکې لري.
د روان کال د ثور پر ۱۸مه په هرات کې «د افغانستان – قزاقستان د سوداګرۍ خونه» پرانېستل شوه.
نورالدین عزیزي د روان کال د ثور پر ۱۳مه رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې له قزاقستان او ترکمنستان سره یې په هرات کې د لوژیستکي مرکز پر جوړولو هوکړه کړې ده.





