• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د افغان ښځو پر ژوند د استبداد دروند سیوری

۸صبح ۸صبح
۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794673446]
AFP

AFP

له هغې ورځې چې د افغان نجونو ژوند له ستونزمن پړاو سره مخ شوی او د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په تړل کېدو یې هیلې له منځه تللې، څه باندې پنځه کاله اوړي. هغه نجونې چې غوښتل یې په علم او پوهې ژوند او ټولنه بدله کړي او پرمختګ وکړي، نن د طالبانو د رژیم له خوا لګېدلو محدودیتونو له بنسټیزو حقونو بې‌برخې کړې او له زده‌کړو، ښوونځیو او پوهنتونونو پاتې دي.

پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو، د ښځو او نجونو د ژوند عادي بهیر بدل شو او د جنسیت له امله یې فعالیتونه محدود شول. له هغې ورځې څه باندې پنځه کاله تېرېږي چې زرګونه نجونې مجبوره شوې خپلې کتابچې او کتابونه یوې خوا ته کړي او د هغې ورځې انتظار وکړي څو وتوانېږي زده‌کړې وکړي. خو څو کاله تېر شول، لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې نه دي پرانیستل شوې.

دا پنځه کاله یوازې یو شمېر نه دی؛ بلکې د عمر، پیغلتوب، هڅو او هغو ارمانونو برخه ده چې په چوپتیا کې تېره شوه. نن که راڅخه د زده‌کړو حق نه وای اخیستل شوی، پوهنتون ته به تللم او لومړی تحصیلي کال به مې پیل کړی و. خور به مې فارغه شوې وه او ګڼو نورو نجونو به له ځنډ پرته د کار او پرمختګ پر لاره خپل سفر ته دوام ورکړی و. خو د طالبانو رژیم یوې سترې او ناعادلانه پرېکړې مو د ژوند، فعالیتونو او هیلو پر وړاندې یو لوی خنډ رامنځته کړ او دروند سیوری یې پرې وغوړاوه او د هرې ورځې په تېرېدو د محدودیتونو لمن پراخېږي.

موږ هغه نجونې و چې سهار به مو په هیله سترګې پرانیستې، د ښوونځي بکسونه به مو چمتو کول، د ازموینو لپاره به مو درسونه ویل او د راتلونکې لپاره به مو پلانونه جوړول. خو نن بیا سهار په ناهیلۍ پیلېږي او شپه په درانه خپګان تر سهاره رسېږي.

په دغو پنځو کالو کې ګڼې نجونې د زده‌کړو، انتخاب او د راتلونکې د جوړولو له حقه بې‌برخې شوې دي؛ هغه چې ډاکټرانې، ښوونکې، انجنیرانې، لیکوالانې او هنرمندانې جوړېدای شوای.

نن له زده‌کړو د پاتې شوې نجلۍ په توګه یو وار بیا لیکم او غږ پورته کوم چې درد مو یوازې د ښوونځیو د دروازو تړل کېدل نه دي؛ درد مو دا دی چې ورځې راباندې درېدلې دي. د عمر ټول کلونه مو تېر شول، د پیغلتوب ورځې مو پای ته ورسېدې، خو هغه فرصتونه چې له لاسه مو ورکړل، بېرته نه راګرځي.

پنځه کاله کېږي چې ګڼې افغان نجونې هغو کتابونو، ټولګیو او پوهنتونونو ته په ارمان ګوري چې نن یې ځایونه تش پاتې دي. پنځه کاله کېږي چې ګڼې میندې او پلرونه هیله لري، یو وار بیا ښوونځيو ته د خپلو لوڼو د تګ موسکا وویني. هیله لرم چې هغه ورځې بیا را وګرځي.

نن، له ټولو محدودیتونو سربېره، لا هم د نجونو په سترګو کې د هیلو ځلا شته او د بېرته الوت لپاره د کوچني فرصت په لټه دي. له دغو ټولو محدودیتونو سره سره هم د نجونو په زړونو کې هیله ژوندۍ پاتې ده.

نجونې د یوې غوره سبا په هیله ژوند کوي او ساه اخلي. د ټولو محدودیتونو او د اسارت د درانه سیوري سربېره تسلیمې نه شوې او د ازادۍ راتلونکې ته یې هیلې تړلې دي؛ هغه نجونې چې لا هم زده‌کړې کوي، هڅه کوي او باور لري چې علم او هیلې تل نه شي خاموشېدای.

زه هم له همدغو نجونو یوه یم؛ هغه نجلۍ چې پر یوې روښانه راتلونکې باور لري او هڅه کوي د ستونزمنو شرایطو په منځ کې د ځان ‌بسیاینې او پرمختګ لار ومومي. باوري یم چې یوه ورځ به راشي چې د استبداد ځنځیرونه به مات کړو او د ازادۍ پر لور به وزرونه وغوړوو.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ترکیې او ۱۷ نورو هېوادونو په غزه کې پر ناصر روغتیايي مرکز د اسراییلو برید غندلی
بهرني خبرونه

ترکیې او ۱۷ نورو هېوادونو په غزه کې پر ناصر روغتیايي مرکز د اسراییلو برید غندلی

۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794671651]
د چمن – سپین بولدک لارې تړل کېدو خلک له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ کړي
خبرونه

د چمن – سپین بولدک لارې تړل کېدو خلک له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ کړي

۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794668841]
په افغانستان کې د کوکنارو د کښت زیاتوالی؛ د ملګرو ملتونو پر وړاندې د طالبانو او روسیې دریځ
شننه

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت زیاتوالی؛ د ملګرو ملتونو پر وړاندې د طالبانو او روسیې دریځ

۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794668322]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.