کابل کې د کورپه‌کور تلاشۍ پیلېدل؛ په پلټونکې ډله کې هېڅ ښځینه پولیسه نشته

۸صبح کابل: په کابل ښار کې سرچینې په دغه ښار کې د طالبانو له لوري د کورونو د پلټنې بهیر د پیلېدو خبر ورکوي.

سرچينې وايي، چې پنجشنبه د مرغومي پر ۱۵ د کابل ښار په دهمزنګ او کارته نو سيمو کې د کورونو پلټل پيل شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبان له مخکينۍ خبرتيا پرته په خپلسر د خلکو کورونو ته ننوتي او تلاشي يې پيل کړې ده.

سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو په پلټونکو ډلو کې ښځینه پولیسې نشته او د دې ډلې نارینه جنګیالي ان د ښځو وسايل هم پلټي.

په همدې حال کې د کابل ښار په مرکزي سیلو سیمه کې سرچینې خبرر ورکوي، چې وسله‌والو طالبانو دغه سیمه کلابنده کړې ده.

طالبانو په کابل کې د دغو تلاشيو د موخې په تړاو څه نه دي ویلي. له دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو کورونه پلټل شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button