سولې ته د طالبانو قانع کولو هڅې یوې لسېزې وخت ونیوه. دغه هڅې په ۱۳۸۹ کال کې د مشورتی جرګې او په هماغه کال کې د سولې د عالي شورا په جوړولو سره پیل شوې. له هغې مخکې د سولې هڅې پاشلې وې او د «سولې د تحکیم کمېسیون» هڅې له ټولنې سره هغو طالبانو ادغام و، چې وسله یې پر ځمکه ایښې وه.
کله چې امریکا افغان سولې ته په مستقیمه توګه راودانګل، هیله وه چې نور به په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لومړی پړاو خبرې د ۱۳۹۷ کال په تله میاشت کې په قطر کې پیل شوې. دغو خبرو میاشت کم یو کال وخت ونیو او وروسته یې خپل منځ کې د سولې تړون لاسلیک کړ. د طالبانو د پنځه زره بندیانو خلاصون، له مهالوېش سره سم د بهرنیو ځواکونو وتل او د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات د یاد تړون پایله وه. د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات د ۱۳۹۹ کال په وږي میاشت کې په قطر کې پیل شول او دغه ده، میاشت وروسته به یې کال پوره شي.
افغان حکومت او نړیوالې ټولنې پوره یوولس کاله هڅې وکړې، چې طالبان د تاوتریخوالي کموالي او د سولې خبرو ته قانع کړي. دغو هڅو مثبته پایله ورنه کړه او وضیعت هغې خواته لاړ چې ګومان کېږي، سوله به ونه شي. خپلمنځي جګړه، د دولت پرځېدل او یو ځل بیا افغانستان د تروریستانو پر ځالې بدلېدل، هغه اندېښنې دي، چې د افغانستان راتلونکی ګواښي.
که افغانستان له کورنۍ بلواګرۍ سره مخ وي، پوره یوولس کاله له بلواګرو سره د سولې منظمې هڅې کم وخت نه دی. د دغو هڅو ناکامي، ښیي چې د افغانستان مسأله د بلوا په پرتله پېچلې ده. له همدې امله له طالبانو سره د یو ناراضې، شړل شوې او باغي ډلې په توګه د سولې خیال باطل و.
د دولت تر ولکې لاندې سیمو کې د طالبانو پرمختګ او د دغې ډلې له خوا د ښارونو د نیولو هڅې نور هغه څه دي، چې له طالبانو سره د سولې خیال روښانوي. تېرو درېیو میاشتو کې افغان دولت په وار وار ویلي، طالبان سولې ته چمتو نه دي او اوس د نورو هېوادونو استازو هم دا منلې ده. تازه کابل کې د امریکا سفارت سرپرست هم ویلي، طالبان له سولې ډارېږي او پر جګړې باور لري. ملګرو ملتونو کې د بریتانیې دایمي استازی هم ویلي، له تور لیسته د طالبانو د مشرانو وتلو ته کوم دلیل نشته. نوموړي تېرو درېیو میاشتو کې د جګړې په ډګر کې د طالبانو پرمختګ د اندېښنې وړ بللی.
افغان حکومت اوسمهال یوازې له یوې بلواګرې ډلې سره په جګړه کې ښکېل نه دی، اوس له هغې ډلې سره پر جګړې بوخت دی، چې د پاکستان له خوا اجیره شوې ده. دغې ډلې نړیوالو تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده. القاعده، داعش، د خیتځ ترکستان اسلامي خوځښت، د تاجکستان اسلامي نهضت، د ازبکستان اسلامي حرکت او د هند ضد اسلام پالې ډلې، هغه دي چې د دغه ايتلاف غړیتوب لري. د دغو ډلو مجموعه د یو نااعلان شوي ایتلاف په توګه له افغان حکومت سره پر جګړې بوختې دي. پکار ده، افغان جګړه یوازې له یوې بلواګرې ډلې سره و نه ګڼل شي او د پای ته رسېدا لپاره یې باید په همدې محدوده کې لاره ولټول شي.
کریس الکساندر د افغانستان وضیعت په ښه توګه درک کړی دی. نوموړی کابل کې د کاناډا پخوانی سفیر و او پاکستان یې افغانستان کې د جګړې اصلي پړ ګڼلی. الکساندر وړاندیز کړی، چې پاکستان دې د افغانستان جګړې ته د پای ته رسېدو په موخه تحریم شي.
د طالبانو په اړه د نړیوالې ټولنې نظر د بدلېدو په حال کې دی. دغه ډله اوس د نړیوال تروریزم غړیتوب لري، چې له افغان حکومت سره یې جګړه په اجاره نیولې. تر هغې چې د هېوادونو ملاتړ د طالبانو تر شا وي، شونې نه ده چې دغه ډله دې له وژلو لاس واخلي. افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا لپاره، لنډه لار دا ده، چې د طالبانو مرستندویه هېوادونو ملاتړ ختم شي. دغه کار یوازې د نړیوالې ټولنې په وس ده.
طالبانو په تېرو یوولسو کالو کې له افغان حکومت سره خبرې نه دي منلې. دغه ډله د امریکا او ناټو نظامي فشار سره سره هم له دولت سره په رښتني توګه د سولې خبرو ته کېنناسته. دغه ډله چې ګني، د «اشغال» نه وروسته به د دولت د سولې غږ ته لبیک ووایي، له واقیعته لرې ده. دغه خام خیال ته دې د پای ټکی کېښوول شي. نړیواله ټولنه دې هغه کار وکړي، چې افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي. نړیواله ټولنه یو کار باید دا وکړي، چې پر طالبانو او د دغې ډلې پر ملاتړو هېوادونو چې جګړه يې په اجاره نیولې، تحریمونه وضع کړي. له دې پرته افغانستان کې سوله تش خیال دی او وي به.






