نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اقلیمي بدلون ۲۹مه نړیواله غونډه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پېل شوې ده.
فرانسپرېس خبري اژانس دوشنبه د نوامبر پر ۱۱مه لیکلي چې دا غونډه له دې تړونه د امریکا د احتمالي وتلو په هکله له اندېښنو سره جوخت پېل شوې ده.
له دې مخکې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اقلیمي بدلون پر وړاندې د هېوادونو مبارزه یوه «دوکه» بللې وه.
د غونډې یو ګډونوال رالف ریګنوانو ویلي دي: «نه شو کولای اجازه ورکړو چې د اقلیمي بدلون په هکله نړیوال حرکت له خپلې لارې څخه ووځي.ِ»
هغه اقلیمي ناورین یوه ګډه ستونزه بللې او زیاته کړې یې ده چې له نړیوالې همکارۍ پرته له دې کار سره مبارزه ناشونې ده.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د اقلیمي بدلون په تړاو د نورو غونډو برعکس په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.
ډیپلوماتانو ټینګار کړی چې د ځینو مشرانو نه ګډون او د ټرمپ بریا به د هېوادونو له هڅو په ځانګړې توګه مخ پر ودې هېوادونو ته د مالي مرستو لپاره له نوې بودیجې سره هوکړه ونه کړي.
د راپور پر بنسټ، یوازې د ۲۰ کسیزې ډلې یو شمېر مشران چې هېوادونه یې د نړۍ د شنو خونو د ګازو د استحراج نږدې ۸۰ سلنه برخه ځان ته ځانګړې کوي، په دې غونډه کې حضور لري.
طالبانو هم پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په دې غونډه کې د نظارتکوونکو په توګه ګډون کړی دی.
تمه کېږي چې د دې غونډې ګډونوال په پرمختللو هېوادونو کې د اقليمي بدلون د اغېزو د خرابېدو د مخنيوي لپاره هر کال د ۱۰۰ مليارده ډالرو مرستې ژمنه وکړي.
ټاکل شوې چې دا غونډه د روانې میاشتې تر ۲۲مې دوام وکړي.





