د کرکټ نړيوالې شورا ICC د کرکټ يو ورځنيو ODI لوبو د الرونډرانو تازه درجبندي خپره کړه.
دغه درجه بندۍ کې لومړۍ مقام د بنګله دېش پياوړي لوبغاړي شکېب الحسن ته ورکړل شوی او دويم مقام د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي محمد نبي اخيستی دی.
په دغه درجه بندۍ کې کريس ووکس، بېن سټوک، راشد خان، ميچل سنټنر، عماد وسيم، ډي ګرانډهوم، روېنډرا جديجا او سين ويلمسن په ترتيب سره له درېيم نه تر لسمې شمېرې مقامونه اخيستي دي.





