۸صبح، کابل: د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) خبر ورکړی چې د هرات په کشک رباطسنګي ولسوالۍ کې د سېلابونو پر وړاندې د محافظتي دېوال د رغولو چارې «د کار په بدل کې د پیسو» پروګرام له لارې پیل شوې دي.
نوموړي بنسټ دوشنبه د زمري پر ۱۲مه په اېکس کې لیکلي چې دا پروژه د پراختیايي بانک (KfW) په ملاتړ پلې کېږي او موخه یې په سیمه کې د سېلابونو له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو کمول دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې دا د سیمې اوسېدونکو ته فرصت برابروي څو د پروژې په پلي کېدو کې برخه واخلي او د کار په بدل کې مزدوري ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي و.
د هېواد په ځينو سیمو کې وروستیو سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.





