ارزګان ولایت چې شپږ ولسوالۍ لري پنځه ولسوالۍ يې په تېره یوه میاشت کې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي وې چې تازه په تازه شپږمه او وروستي بانفوذه ولسوالۍ «دهراود» هم تېره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد وايې د دهراود ولسوالۍ څخه مو امنیتي پرسونل د روغتيايي امنیت ساتلو په موخه تېره شپه مرکز ترینکوت ته راورسېدل. شېرزاد وویل، چې امنيتي پرسونل ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
وسله وال طالبان هم د یادې ولسوالۍ د بشپړو نیولو خبره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې مرکز ترینکوت ښار هم د څلورو خوا څخه په پنځه کیلو مترۍ کې امنتي کمربند چاپېر دی او د دې ولايت نورې ټولې سيمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.





