• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د مکې مثلث؛ له ایران سره که پر ضد یې؟

شجاع‌الدین امیني شجاع‌الدین امیني
۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793114273]
AP

AP

تهران ته د «مکې تړون» د غړو هېوادونو د جګپوړو چارواکو (د عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین) سفر او د اسلامي جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره یې لیده کاته ارزښت لري؛ هم له دې اړخه چې د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ د یوې بلې جګړې د پیل احتمال شته، هم دا چې مکي تړون په عامو افکارو کې ایران ضد ګڼل کېږي او بله دا چې درې واړه مېلمانه د دغه تړون تر ټولو جګپوړي پوځي – امنیتي چارواکي دي او دغه راز، عربستان چې د دغه تړون مهم غړی دی، د یمن له حوثیانو سره چې په سیمه کې د اسلامي جمهوریت متحدان دي، په جګړه کې ښکېل دی.

د دغه سفر د موخو او محتوا او د شویو لیدنو په اړه څو ټکي د یادولو دي:

۱ – عام تصور دا دی چې مکي تړون د ایران ضد دی او له بنسټه د اسلامي جمهوریت او د سیمه‌ییزو متحدانو د مهارولو لپاره یې رامنځته شوی دی. په دغه تړون کې د عربستان محوري رول، د درېیو غړو هېوادونو سني‌ مذهب او لویدیځ ته یې تمایل، دا ګومان پیاوړی کوي؛ په ځانګړې توګه چې کله د ریاض او تهران ترمنځ کړکېچنه مخینه په پام کې ونیول شي. که عربستان د مکې تړون په محور کې او د منځني ختیځ وضعیت هم دومره کړکېچن نه وای، د دغه تړون په اړه به د ایران ضد شک دومره مطرح نه وای. پر همدغه بنسټ، ډېر احتمال شته چې تهران ته په وروستیو لیدنو کې دا پیغام لېږدول شوی چې مکي تړون له بنسټه ایران ضد نه دی او اسلامي جمهوریت دې له دغه اړخه اندېښنه نه لري. داسې ښکاري چې د مکې د تړون په اړه د تهران درک هم د عام تصور خلاف دی؛ دا چې پر ضد یې نه دی.

۲– د حوثیانو موضوع هم ښايي د څلور اړخیزې لیدنې په اجنډا کې وه. اوس عربستان له حوثیانو سره په جګړه کې ښکېل دی او د جګړې د پای ته رسېدو څرنګوالی هم چندان روښانه نه دی. حوثیان د اسلامي جمهوریت متحدان ګڼل کېږي او د ریاض په باور، ایران یې ملاتړ او له دغه هېواده پیروي کوي. تر دې دمه د مکې تړون دفاعي بند هم تر ډېره پر حوثیانو متمرکز و، خو د تمې خلاف هغسې اغېزمن نه دی ثابت شوی. په دې سره، ښايي له تهرانه غوښتنه شوې وي چې که د حوثیانو مخه نه نیسي، لږ تر لږه دې یې ملاتړ هم نه کوي؛ هغه ادعا چې اسلامي جمهوریت په وار وار رد کړې ده. البته د حوثیانو د مهارولو په موخه داسې غوښتنه به د مکې د درې اړخیز محور، په ځانګړې توګه د عربستان لپاره ډېر دروند تمام شي؛ ځکه دا د کمزورۍ نښه ده. کله چې یو ایتلاف له دومره نوم او نښان سره ونه توانېږي د یوې وسله‌والې ډلې پر وړاندې جګړه وګټي، دا یې د کمزورۍ څرګندونه کوي.

۳– ښايي د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب هم په اجنډا کې و. امریکا نه یوازې پر مکې تړون بشپړ باور لري، بلکې د دغه تړون غړي هېوادونه د واشنګټن متحدان هم ګڼي. بل پلو، ایران هم پر ترکیې او پاکستان حساب کوي؛ که څه هم پر ریاض شکمن دی. که خبره د منځګړیتوب وي، د مکې له محوره د پیاوړي ځواک موندل به سخت وي. که دا محور د منځګړیتوب هوډ ولري، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې موضوع به یې په مخکې سخته ازموینه وي. که د مکې محور دا مهم او ستونزمن ماموریت سم ترسره کړي، ښه سیاسي ګټه ترې ترلاسه کولی شي او وبه توانېږي ځان د یوه «سوله‌غوښتونکي» ځواک په توګه معرفي کړي او «له جګړې وروسته» په منځني ختیځ کې د نوي وضعیت په رامنځته کولو کې اغېزناک رول ولوبوي. پر دې سربېره، کله چې د منځګړیتوب خبره وي، ښايي دا سفر له امریکا مخکې له مخکې همغږی شوی وي.

۴ – څرګنده نه ده چې د مکې محور منځګړیتوب به د یوې بلې جګړې د پېښېدو مخه ونیسي که نه. که جګړه هم ونه شي درولی، نو دا درې‌اړخیز محور به له یوه بل احتمالي او خطرناک وضعیت سره مخ شي: د ایران له خوا د فارس خلیج په جنوبي څنډه کې د پرتو هېوادونو، په ځانګړې توګه د عربستان پر خاوره د امریکا پر پوځي اډو بریدونه. له همدې امله، لرې نه ده چې له ایرانه غوښتل شوي وي چې په منځني ختیځ کې د ریاض پر ګټو بریدونه ونه کړي. خو که جګړه پیل شي، ایرانی لوری به دا غوښتنه ونه مني، خو که غوښتنې یې په پام کې ونیول شي. اسلامي جمهوریت به استدلال وکړي چې که امریکا پر ایران له بریده ډډه وکړي، ایران به هم په سیمه کې د عربستان پر ګټو بریدونه ونه کړي؛ خو که داسې ونه شي، د زغم او خوندیتوب لپاره به هېڅ دلیل پاتې نه شي. په ټوله کې د مکې محور بله چاره نه لري، بې له دې چې ایران د عربستان پر ګټو له بریدونو راوګرځوي؛ که هغه د ګواښ له لارې وي که د امتیاز ورکولو.

څنګه چې له حوثیانو سره مقابله د مکي محور لپاره سخته ازموینه ده(چې تر دې دمه یې بریا محدوده ده، که ونه وایو چې هېڅ بریا یې نه ده ترلاسه کړې)، همداسې له ایران سره مقابله چې له امریکا سره په جګړه کې ښکېل دی، بله لویه ازموینه ده؛ ان د حوثیانو له ازموینې هم ګرانه. که جګړه پیل شي او اسلامي جمهوریت د عربستان پر ګټو برید وکړي او د مکې تړون دفاعي بند هم ونه شي کړای د بریدونو د مخنیوي لپاره د پام وړ او اغېزمن رول ولوبوي، په داسې حالت کې لرې نه ده چې دا تړون د وخت په تېرېدو خپل ارزښت له لاسه ورکړي او په پای کې یې یوازې هغه نوم پاتې شي چې اوس یې لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ګومبونزواندا: افغانستان په نړۍ کې د ښځو د حقونو له تر ټولو سخت ناورین سره مخ دی
خبرونه

ګومبونزواندا: افغانستان په نړۍ کې د ښځو د حقونو له تر ټولو سخت ناورین سره مخ دی

۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793112476]
په پکتیکا کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښته
خبرونه

په پکتیکا کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښته

۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793109267]
طالبانو په ودونو کې د پټاقیو پر کارولو بندیز ولګاوه
خبرونه

طالبانو په ودونو کې د پټاقیو پر کارولو بندیز ولګاوه

۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793108829]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.