۸صبح، کابل: د کندهار ولایت په مرکز کې د طالبانو د مشرانو په ګډون د دې ډلې ناسته پيل شوې ده.
کندهار کې سیمه ییزې سرچینې پنجشنبه سهار د زمري پر ۲۷ وایي، چې د طالبانو ناسته د دغه ولایت په مرکز کې له سختو امنیتي تدابیرو سره پيل شوې ده.
د افغانستان ملي تلویزیون، چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي په ټویټر کې هم ویلي، دغه ناسته د ۳ زره دیني عالمانو او طالب پلوه سیاستوالو په ګډون جوړه شوې ده.
تر اوسه کندهار کې د طالبانو د ناستې اجنډا روښانه نه ده.
دغه ناسته د کابل په امنیتي سیمه کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو پوره ۲۰ ورځې او پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال له پوره کېدو ۳ ورځې وروسته رامنځته شوې ده.
طالبانو له دې مخکې کابل کې هم د دیني عالمانو ناسته ترسره کړې وه.