د نړۍ په یوې څنډه کې د افغانستان په نوم هېواد کې موږ ښځې او نجونې ژوند کوو څو ثابته کړو چې عقل جنسیت نه پېژني. په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې پکې لا هم ځينې کسان ښځې «ناقص العقلې» او «کم عقلې» ګڼي؛ لکه عقل داسې څه وي چې انسان ته د جنسیت له مخې ورکول کېږي او د ښځې برخه پکې کمه ده.
په وار وار مو لیدلي چې ښځې په کورنیو او ټولنه کې کمعقلې بلل کېږي. کله چې یوه ښځه غواړي د کورنۍ په مهمو پرېکړو کې ونډه واخلي، له دغه استدلال سره مخ کېږي چې پرېکړه یې سمه نه ده، ځکه ښځې کړې ده. ښځې ان د خپل شخصي ژوند په چارو لکه واده او طلاق کې هم د پرېکړې له حقه بېبرخې دي. د هغوی د ژوند په اړه د کورنۍ نارینه پرېکړې کوي او ښځه اړه ده چې ټول عمر د نورو د پرېکړو له پایلو سره یا وسوځي یا یې وزغمي.
د کورنۍ په کوچنیو چارو لکه د یوه نوي شي پېرل یا په ژوند کې د یوه کوچني بدلون راوستلو کې هم ښځو ته د لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي او پرېکړې یې نارینهوو ته د منلو نه دي. خو د خواشینۍ ځای دا دی چې ډېرو ښځو دا ډول لیدلوری منلی یا ورسره عادت شوې دي؛ تر دې چې کم عقلي د ځان لپاره طبیعي بولي، د ژوند په مهمو پرېکړو کې له ونډې اخیستلو ډډه کوي او پرېکړه د نارینهوو کار ګڼي.
په وار وار مو د ښځو له خولې اورېدلي: «دا د نارینهوو کار دی»، «پرېږدئ چې وګورو نارینه څه پرېکړه کوي»، «د نارینهوو په کار کې لاسوهنه مه کوئ» یا «پرېږدئ وروستۍ پرېکړه نارینه وکړي». دا جملې په ډېرو کورنیو کې تکرارېږي او د ښځو پر وړاندې ظلم پیاوړی کوي؛ ځکه ډېرې افغان ښځې د دغه وضعیت د بدلون لپاره ګام نه اخلي، یا په داسې مسایلو کې له بدلون او لاسوهنې وېرېږي.
خو په دې اړه مې په ذهن کې پوښتنې راولاړېږي: ولې دې د یوه انسان جنسیت د هغه له فکر او انده مهم وګڼل شي؟ ولې مخکې له دې چې د یوې ښځې خبرې واورېدل شي، جنسیت د هغې د عقل د قضاوت معیار وګرځول شي؟ ولې نارینه دا نه مني چې ښځې هم د هغوی په اندازه عقل لري او له دې پلوه هېڅ یو پر بل برتري نه لري؟
موږ ښځې نه غواړو چې یوازې د جنسیت له مخې تر نورو ډېرې تر سترګو شو؛ یوازې غواړو چې د انسانیت له امله له نورو سره برابرې وګڼل شو. برابري د ټولو انسانانو حق دی او ښځه هم انسانه ده؛ داسې چې نن ان د خپل جنسیت له امله له ګڼو بنسټیزو حقونو، لکه د ازاد ژوند او انتخاب له حقه محرومه شوې ده.
عقل جنسیت نه پېژني. پوهه جنسیت نه پېژني؛ درک، وړتیا، ارمان او انسانیت هم جنسیت نه پېژني. مهمه دا ده چې انسانان دغو مفاهیمو ته څنګه ګوري. خو له بده مرغه، نن دا ټول د جنسیت پر بنسټ وېشو؛ لکه یو جنس چې د بل پرتله د عقل او پوهې ډېره برخه ولري. دا ناعادلانه وېش د ښځو پر وړاندې د ظلم زمینه برابروي او د نارینهوو د برترۍ غوښتنې پیاوړې کوي.
ښايي داسې ورځ راورسي چې نور څوک د یوې نجلۍ ارمانونو ته ټیټ چت ونه ټاکي؛ داسې چې له یوې ښځې یوازې د دې لپاره ونه پوښتل شي چې څومره پوهه لري، ځکه چې ښځه ده؛ بلکې خبرو ته یې غوږ ونیول شي او ولیدل شي چې څه وايي، څه جوړولی او کوم کارونه کولی شي. لا هم د هغې ورځې په تمه یو؛ هغه چې جنسیت نور د انسان د کمارزښته ګڼلو لامل نه شي. جنسیت کولی شي له یو بله مو بېل کړي، خو هېڅکله دې د عقل او انساني ارزښت د کچې معیار نه ګرځي.





