۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ((UN-Habitat) ویلي چې د اټکل له مخې به تر ۲۰۶۰ کال پورې له هرو دوو افغانانو یو یې په ښار کې ژوند کوي.
نوموړي بنسټ شنبه د لړم پر ۹مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا بهیر به په افغانستان د فرصتونو تر څنګ، ننګونې هم ولري.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې په افغانستان کې د ښاري نفوس د زیاتوالي په پام کې نیولو، د راتلونکو ننګونو د حل او له شته فرصتونو د ګټنې لپاره همکاري اړینه ده.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ټینګار کړی چې ټولو ته دې د خوندي ښارونو د جوړولو په موخه هڅې وشي.
یاد بنسټ د ښارونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان د ښاري کېدو د راتلونکې د بڼې جوړولو لپاره د ګډې همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی دی.





