• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د بین الافغاني مذاکراتو ټکنی بهیر

لیکنه: حسیب بهش، ژباړه: م. ظ. صمیم

 لیکنه: حسیب بهش، ژباړه: م. ظ. صمیم لیکنه: حسیب بهش، ژباړه: م. ظ. صمیم
۴ سلواغه/دلو ۱۳۹۹ - ۲۳ جنوري ۲۰۲۱ [t_time:1611387788]

د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو له پيلېدو کابو دوې اونۍ تېرېږي. ددغه بهیر له بیا پیل سره سره، د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. له اوږدې مودې وروسته، د دواړو پلاویو لږ شمېر غړو د مرغومي په ۲۸مه سره وکتل. ټاکل شوې وه چې په دغه کتنه کې د مذاکراتو د دوهم پړاو لپاره د دواړو لوریو د راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې اترې وشي. ځینې سرچینې وايي چې د سولې مذاکراتو بهیر په امریکا کې د سیاسي بدلونونو له امله، غړند پرمخ ځي. په دې توګه ښايي چې د مذاکراتو دوهم پړاو سپینې ماڼۍ ته د جوبایډن له ورتلو سره هم مهاله چټک شي. له بلې خوا، طالبانو له پاکستانه د خپل پلاوي د مشرانو له ورستنېدو وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي او د قطر له چارواکو سره کتنو ته دوام ورکړی دی. له زلمي خلیلزاد سره ددې ډلې د پلاوي د بحث موضوع د طالب بندیانو خلاصون او له تور نوملړه ددغې ډلې ایستل بلل شوي دي. دا کتنې په داسې حال کې کېږي چې په هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی او په دې اړه په ملي او نړیواله کچه اندېښنې ډېرې شوې دي.
د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو غړو د مرغومي په ۲۸مه نېټه په قطر کې سره وکتل. په دوحه کې ځینو سرچینو په دې اړه ۸صبح ته ووېل چې د دواړو لوریو د پلاویو لږ شمېر غړو په دغه ناسته کې ګډون درلود. ددې کتنې موخه، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو د راتلونکو پروګرامونو تنظیمول بلل شوي دي. دغه ناسته د مذاکراتو په دې پړاو کې د دواړو لوریو ترمنځ درېیمه کتنه ده. د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال او د مرکچي پلاوي د مشر په ګډون د طالب پلاوي اصلي غړي دوحې ته ورسېدل. په وروستیو ورځو کې، د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو مشرانو دوه ځله سره وکتل.
د ویلو ده چې ټاکل شوې وه د دواړو لوریو ترمنځ درېیمه کتنه قطر ته د طالب پلاوي د مشرانو په ورستنېدو ترسره شي، خو دا ناسته لومړی د مرغومي ۲۶مې او بیا ۲۷مې ته وځنډېده.
له تاوتریخوالي سره په یو وخت؛ له خلیلزاد سره کتنه، طالبان د خپلو بندیانو پر خلاصون ټینګار لري
د سولې مذاکراتو په بیا پیلېدو سره، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر ته ورسېد او د دواړو لوریو له پلاویو سره یې وکتل. د سرچینو په وینا، خلیلزاد په دوحه کې د دولت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره د ځینو موضوع ګانو په اړه بحث او خبرې کړې دي. که څه هم سرچینو له خلیلزاد سره د دولت د مرکچي پلاوي د کتنې جزیات نه دې ورکړي، خو طالبانو ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې یې ددې ډلې د پاتې بندیانو پر خلاصون او له تور نوملړه د طالبانو پر ایستلو ټینګار کړی دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم، د مرغومي په ۲۸مه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې ددې ډلې پلاوي دوه ځله له خلیلزاد سره وکتل. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د امریکایي او ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان سکاټ مېلر سره په لومړۍ کتنه کې ددې ډلې د پلاوي غړو ټینګار کړی چې باید د دوحې موافقې د اجرا په تېره بیا ددغې ډلې د پاتې بندیانو د خلاصون او له تور نوملړه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه ګامونه پورته شوی وای؛ ځکه د طالبانو په باور، ددې موضوع نه وروستي کېدو د سولې مذاکراتو پر بهیر منفي اغیزه کړې ده. په دوهمه کتنه هم د طالبانو، امریکا او قطر پلاویو خبرې سره وکړې. محمد نعیم ووېل چې په دې ناسته کې، د سولې د هوکړې د اجرا او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه بحث شوی دی. د محمد نعیم په تویت کې راغلي لوریو د خبرو له لارې د مسایلو پر حل ټینګار وکړ او وې ویل چې باید ټول اړخونه خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې دي چې د یخنۍ موسم له رارسېدو سره سره په هېواد کې تاوتریخوالي زیات شوی دی. له بلې خوا، نړیوالې ټولنې د مرغومي په ۲۸مه د سولې له بهیره په ملاتړ کې د اجماع د پياوړتیا په نوم مجازي ناسته کې، یو ځل بیا د جګړې او تاوتریخوالي پر بندولو، د عمومي اوربند او د اوسني کړکېچ د اواري لپاره د سیاسي حل لارې پر لټولو ټینګار وکړ. د ملي روغې جوړې عالي شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره جوته کړې چې د بهرنیو هېوادونو استازو په دغه ناسته کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د هدفي وژنو دوام غندلی او ددې ناوړه بهیر د پای ته رسولو غوښتونکي شول. په دغه ناسته کې همداراز د سولې له هڅو، د مذاکراتو له چټکتیا او په دې بهیر کې د افغانانو پر مشرۍ ټینګار شوی دی.
د مهال وېش له مخې، باید د سولې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو د مرغومي په شپاړسمه پيل شوی وای. له بلې خوا، ځینې موردونه له هغې جملې له پاکستانه دوحې ته د طالبانو د مرکچي پلاوي د یو شمېر غړو په ستنېدو کې ځنډ ددې لامل شو چې دا بهیر په ځنډ سره پیل شي له همدې امله، د دوهم پړاو مذاکراتو مقدماتي ناسته په ځنډ ترسره شوه. په لومړۍ ناسته کې پرېکړه وشوه چې د دواړو لوریو کاري ډلې د اجنډا د برابرولو په اړه بحثونو ته دوام ورکړي. خو د دواړو لوریو کاري ډلو له هغې ناستې وروسته، یوازې یو ځل سره کتلي دي. له دې مخکې هم ځینو سرچینو ویلي و چې طالبان سپينې ماڼۍ ته د جوبایډن د لارې موندلو په تمه دي او له همدې امله د مذاکراتو دوهم پړاو په جدي توګه پرمخ نه دی تللی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په کندوز کې د دوو موټرو د ټکر له امله څلور کسان مړه شوي دي
خبرونه

په کندوز کې د دوو موټرو د ټکر له امله څلور کسان مړه شوي دي

۲۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792226290]
خبرونه

کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري په شپږو میاشتو کې دوه برابره شوې ده

۲۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792222350]
له تشو دسترخوانونو تر وږیو ماشومانو؛ په افغانستان کې بې‌کاري او د خلکو بېوسي ورځ تر بلې زیاتېږي
راپورونه

له تشو دسترخوانونو تر وږیو ماشومانو؛ په افغانستان کې بې‌کاري او د خلکو بېوسي ورځ تر بلې زیاتېږي

۲۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792220537]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په برکي برک کې د طالبانو ولسوال له هټیوالو د سړک د سور د کمولو په بدل کې بډې اخلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.