نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې ترکیه او سوریه کې د وروستیو زلزلو د تلفاتو شمېر څه د پاسه ۵ زرو ته رسېدلی دی.
اسوشیټډپرس سه شنبه د فبرورۍ پر اوومه نېټه د ترکیې د طبیعي پېښو د مدیریت اژانس له قوله راپور ورکړی، چې اوسمهال له ټولې نړۍ ۲۴۴۰۰ مرستهرسوونکي ځواکونه د تر خاورو لاندې بند پاتې قربانیانو پر ژغورلو بوخت دي.
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فوات اوکتای ویلي: «په ترکیه کې د ټولو قربانیانو شمېر ۳۴۱۹ مړو او تر ۲۰۵۰۰ زیاتو ټپیانو ته رسېدلی دی.»
د ترکیې د طبیعي پېښو د مدیریت اژانس د شمېرو له مخې په وروستۍ زلزله کې کابو ۶۰۰۰ ودانۍ ویجاړې شوې دي.
په همدې حال کې د سوریې د روغتیا وزارت ویلي، چې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې د قربانیانو شمېر ۸۱۲ مړه او ۱۴۵۰ ټپيانو ته رسېدلی دی.
له دې سره سم، پر «سپينو خولیو» مشهور د سوریې د مخالفانو د مدني دفاع سازمان راپور وکړی، چې د وروستۍ زلزلې له امله د سوریې دولت له کنټرول وتلو سیمو کې ۷۹۰ تنه مړه شوي او ۲۲۰۰ ټپيان دي.
د ویلو ده، چې ترټولو تازه زلزلې په ۵.۳ رېښتره درجې سره د درېیم ځل لپاره د ترکیې ځینې برخې ولړزولې. تر اوسه د دغې زلزلې د تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات نشته.