۸صبح، کابل: د طالبانو د پاسپورت عمومي ریاست ویلي چې ټاکل شوې په کابل کې ددې ریاست کار ډېر ژر بیا پیل شي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون جمعه د مرغومي په دېرشمه د پاسپورت د عمومي ریاست د ویاند نورالله پتمن له قوله رپوټ ورکړی چې دا ریاست به ډېر ژر خپل فعالیت له سره پیل کړي.
د پاسپورت ریاست د فعالیت د بیا پیلېدو دقیق وخت نه دی ښودل شوی.
پتمن ویلي، هغه تخنیکي ستونزې چې پاسپورت ریاست یې له امله څلور میاشتې مخکې فعالیت درولی و، حل شوې دي.
نوموړي په تور بازار کې د پاسپورت د وېش په اړه رپوټونه رد کړي دي.
له دې مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې د خلکو پرمخ د پاسپورت ریاست له تړل کېدو وروسته، یو شمېر طالب مسوولینو د دوه تر درې زره ډالرو په بدل کې خلکو ته پاسپورتونه ورکوي.
دا په داسې حال کې دي چې د ناروغانو او ناروغ لروونکو په ګډون سلګونه کسان د دې ریاست د فعالیت د پیلېدو او پاسپورت د ورکړې په تمه دي.