• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په غور کې په کشف شویو سکو کې د سلجوقیانو او خوارزمشاهانو حضور

نبي ساقي نبي ساقي
۲۵ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1763302798]

د غوریانو یا شنسبانیانو سلسله چې د ننني افغانستان له غور ولایت څخه راڅرګنده شوې، له ۵۴۰ – ۶۱۲ هـ [۱] پورې په پخواني خراسان، منځنۍ اسیا او هندوستان یې واکمني کړې ده. فیروزکوه، غزني، بامیان او هرات ښارونه بیا د غوریانو د حکومتولۍ مهم مرکزونه بلل کېږي. د غیاث‌الدین محمد بن سام (۵۵۸ – ۵۹۹ هـ) او د هغه د ورور معزالدین محمد سلطنت د غوریانو کورنۍ مهم پړاو دی. په غور کې د جام څلی، په بادغیس او غرجستان کې شاه مشهد مدرسه، د چشت شریف ګنبدونه، د بامیان ځينې لرغوني اثار او د هرات د جامع جومات د معمارۍ ځینې برخې په افغانستان کې د غوريانو دورې د تمدن او معمارۍ نښې دي. دې کورنۍ او قوماندانانو او غلامانو یې له خراسان څخه هندوستان ته د اسلامي تمدن او فرهنګ په لېږد کې مهمه ونډه لرلې ده. د نورو تاریخي ابداتو ترڅنګ، په هندوستان کې د ډيلي څلي قطب چې په نړۍ کې ډبرین اوږد څلی ګڼل کېږي او د سلطان غیاث‌الدین غوري نوم او لقب پکې لیکل شوی [۲]، د غوري دورې له معمارۍ څخه په الهام د غوریانو د مشهورو قوماندانانو قطب‌الدین ایبک او د هغه ځایناستي شمس‌الدین التتمش له خوا جوړ شوی دی. د غوري دورې سکې هم هغه تاریخي شواهد او اسناد دي چې له دې سلسلې پاتې دي. دا سکې په هرات، بلخ، پروان، غزنه، فیروزکوه، ولوالج، بامیان، هندوستان او ځينو نورو سیمو کې ضرب شوي دي[۳].

سکې او د سکې پېژندنې علم پر تاریخ د پوهېدو او شننې له مهمو او باوري اسنادو څخه شمېرل کېږي. هغه وسیلې چې تر اوسه په تاریخي څېړنه، په ځانګړې توګه د غوريانو د تاریخ اړوند کې تر یوې کچې له پامه لوېدلې او ډېر پام د تاریخ لیکونکو پر روایتونو شوی دی[۴]. تاریخ لیکوونکو او پوهانو ښايي د پېښو د لیکلو پر مهال، قصداً یا سهواً، تېروتنه یا اغراق کړی وي، خو سکې کولی شي پېښې په کره او مستند ډول بربنډې کړي او ان تاریخي روایتونه تصیحح کړي یا یې وننګوي.

د غور تاریخ څېړونکی مایکل اونئیل په خپله مقاله کې چې د «غوریانو د تاریخ لپاره د سکوپوهنې نوي شواهد» په نوم خپره شوې، د غوریانو ځينې سکې یې معرفي کړې چې په هرات، بلخ، بامیان، پروان، غزنه او والوالج کې ضرب شوې دي.  هغه په دې لیکنه کې د غوریانو او خوارزمشاهانو اړیکې او همدارنګه د غوریانو امپراتورۍ د بېلابېلو برخو ترمنځ اړیکې د سکې‌پوهنې په مرسته تحلیل کړې دي[۵]. شاه محمود محمود د «غوریانو خپلواک دولت» کتاب لیکوال هم د «غوریانو د سکو نښې…»[۶] کې د غوري دورې ځینې سکې ارزولې دي. چراغعلي سنګسري، فاینبر بي فلوډ (Finbarr B Flood) او د لویدیځ ځینو څېړونکو هم د اسلامي نړۍ سکو پوهنې اړوند د خپلو کارونو په ترڅ کې د غوریانو دورې سکو ته اشاره کړې ده. د فیروزکوه اسناد چې د غوریانو دورې اړوند ځينې لیکنې دی او اوس په کابل کې د افغانستان په ملي ارشیف کې ساتل کېږي، په څلورو سندونو کې یې د «فیروزکوه دینار» یادونه کړې، پرته له دې چې ځانګړتیاوو ته یې اشاره وکړي[۷].

په غور کې د نویو موندل شویو سکو پېژندنه

افغانستان د ۱۳۵۷ کال له بدلون څخه تر نن پورې تل له جګړې او ګډوډۍ سره مخ دی. په دغه هېواد کې لرغونپوهنه او څېړنې تر ډېره له جګړو مخکې په ځانګړې توګه د محمدظاهر شاه د پاچاهۍ او لومړي جمهوریت (۱۳۱۲ – ۱۳۵۶ ش) پورې اړه لري. که څه هم په افغانستان کې د خلق ډيموکراتیک واکمنۍ پر مهال (۱۳۵۷ – ۱۳۷۱ ش) او له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۴۰۰ش کلونو پورې ځینې څېړنې او د لرغونپوهنې کارونه شوي، خو دا څېړنې بیا د جګړو او ناامنیو لامله یوازې په ځانګړو سیمو کې محدودې وې. کله چې د لرغونو اثارو د کشف خبره کېږي، وخت ناوخته دا له تصادفي موندنو یا ناقانونه کېندو سره هم تړاو لري. د جګړو په کلونو په ځانګړې توګه د خلق ډیموکراتیک ګوند د واکمنۍ، د مجاهدینو او د طالبانو د لومړۍ دورۍ پر مهال چې ګڼې سیمې د دولت له کنټروله بهر وې، د افغانستان د موزیمونو او ملي ارشیف اثار غلا شول او دغه راز، ناقانونه کېندنې چې د سرو زرو د خزانو د موندلو په هیله کېدې، په بېلابېلو سیمو کې روانې وې او د هېواد لرغونی او تاریخي میراث په قاچاقي توګه پاکستان، خلیجي هېوادونو او ان اروپا ته ورسېد.

په دې وروستیو کې په غور کې د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست او ځينو کورنیو رسنیو اعلان وکړ چې د سیمې اوسېدونکو پر یوه کلیوالي سړک د کار پرمهال، شاوخوا ۶۰ روغې او ماتې سکې د غور له الله یار سیمې موندلې او اطلاعاتو او کلتور ریاست ته یې سپارلې دي[۸]. د دغو سکو په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، له ۱۲ روغو سکو چې لیکل شوي توري يې د لوستو یا نیمه لوستو دي، پاتې نورې ماتې ټوټې دي چې د لوستلو او یوځای کولو لپاره یې کارپوهانو ته اړتیا ده.

د غور د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې څو محدودې سالمې سکې شته. د دې سکو ځينې برخې یې د لوستو دي او نورې برخې یې د وخت په تېرېدو له لوستلو وتلې دي. د سکو وزن او جنس په هکله هم څه نه دي ویل شوې، که څه هم یادونه شوې چې په دغو سکو کې ځينې یې طلايي دي.

د غور په موندل شویو سکو کې د سلجوقیانو او خوارزمشاهانو سلاطینو نومونه لیدل کېږي. دا د دې ښکارندويي کوي چې غور له خوارزمشاهي او سلجوقي قلمرو سره مالي اړیکې او راکړه ورکړه لرله. بل پلو، د دغو سکو شتون له دې کبله ارزښت لري چې د اوسنیو فرضیو پر بنسټ، هغه سکې چې د غوریانو په قلمرو کې موندل شوې، تر ډېره غوریانو پورې تړلې ګڼل شوې، په داسې حال کې چې د نویو سکو د منځپانګې له مخې، مخکې موندل شوې سکې هم چې ورته لقبونه لري، ښايي خوارزمشاهي او سلجوقي سلطنتونو پورې اړوند وي او څېړونکو په تېروتنې غوریانو پورې تړلې وي.

په غور کې د موندل شویو سکو له ډلې یوه داسې سکه شته چې ښايي سیمین وي، د ملکشاه سلجوقي نوم پرې لیکل شوی او د غوري پاچاهانو هېڅ نوم پکې نه ښکاري. د سکې ښي څنډه له منځه تللې او په منځنۍ اصلي کړۍ کې داسې عبارتونه لیدل کېږي:

محمد رسول‌الله
السلطان ‌المعظم
شاهنشاه ‌الاعظم
معزالدنیا والدین
ملکشاه

د سکې د دویمې کړۍ څنډه چې تر ډېره یې د سکې د ضرب نېټه او ځای پکې لیکه، تراشل شوې او په اسانۍ نه لوستل کېږي. په منځنۍ کړۍ کې یې داسې عبارتونه دي:

لااله الا
الله وحده
لاشریک له
المقتدی باامرالله

ملکشاه سلجوقي (۴۶۵–۴۸۵هـ) د سلجوقي دورې له مشهورو پاچاهانو څخه دی چې خپل حکومت یې تر سوریې، بین‌النهرین، یمن او حجاز پورې وغځاوه. د جلالي کالنۍ هم د همدغه پاچا نوم یاد کړی. مشهور وزیر خواجه نظام‌الملک هم د هغه په دربار کې د وزارت دنده لرله. د ملکشاه لور د المقتدي بامرالله مېرمن او خور یې هم د عباسي خلیفه المستظهر بالله مېرمن وه[۹]. پر سکې د دود له مخ دیني عبارتونه لیکل شوي چې په ښکتنۍ برخه کې یې د عباسي خلیفه المقتدي بالله نوم لیدل کېږي. په دویمه کړۍ کې یې هم د قرآن ایتونه لیکل چې په دې سکې کې په اسانۍ نه لوستل کېږي.

طلايي رنګه دویمه سکه لکه لومړۍ سکه هماغه عبارات «لا اله الا الله وحده لاشریک له المقتدی باامرالله» لري. په انځور کې د سکې د څنډې عبارت نه لوستل کېږي. یوازې د څنډې په یوې برخې کې د «محمد» کلمه د لوستلو ده او ښايي د نورو سکو په څېر بشپړ عبارت یې محمد رسول الله ارسله بالهدی و دین الحق لیظهر علی دین کله ولو کره المشرکون (قرآن، ۹:۳۳) وي. بله طلايي سکه چې انځور یې په رسنیو کې خپور شوی، د دویمې سکې په څېر هماغه عبارت لري. د دې سکې د څنډې کړۍ هم روغې او د لوستلو دي او که ښه انځور یې واخیستل شي، په بشپړ ډول به د لوستلو وي.

بله طلایي سکه چې انځور یې استول شوی، په اصلي کړۍ کې دا عبارتونه لري:

لااله الا الله
محمد رسول الله
الناصر لد[ین الله] امیرالمومنین

د سکې په څنډه کې دا نقش شوي:

[محمد رسول الله] هوالذی ارسله [ +/- ۱ با]لهدی و دین الحق لیـ[ظهر].

د سکې پر شا په اصلي دایره کې دا نوم لیکل شوي:

السلطان الـ[اعظم/ معظم] علاالدنیا والدین
ابوالفتح محمد بن
سلطان تکش

په دویمه دایره کې، «ضرب»، «بلد الزمین د…» او «عشروستمائه» لیدل کېږي. علاءالدین ابوالفتح محمد بن سلطان تکش چې پر محمد خوارزمشاه مشهور و (۵۹۶- ۶۱۷ هـ) پورې د خوارزمشاهانو مشهور پاچا دی چې چنګیزخان مغول مات کړ او خپل ځواک یې له لاسه ورکړ. د سکې پرمخ، څنګه یې چې یادونه وشوه، د عباسي خلیفه الناصرلدین الله (۵۷۵ – ۶۲۲ هـ) نوم لیدل کېږي. «بلد الزمین» عبارت چې د سکې د ضرب ځای ته اشاره کوي، ښايي د غور سوېل ته زمینداور ښار ته یې اشاره وي.

که د غور د موندل شویو سکو ماتې ټوټې د متخصصانو په مرسته یوځای کړل شي، یا د نورو سالمو سکو ډېر انځورونه ترلاسه شي، د دې ټولګې د منځپانګې په اړه روښانه انځور ترلاسه کېدای شي. څرګنده نه ده چې د سکو دا نوې ټولګه یوازې د سلجوقي او خوارزمشاهي سلطنتونو پورې تړاو لري، یا د غوریانو د سلسلې سکې هم پکې موندل کېدای شي. هیله ده چې په راتلونکې کې د دې ټولګې د سکو د منځپانګې په اړه نور معلومات ترلاسه شي.

یادښتونه:

[۱]O’Neal, Michael. “Some New Numismatic Evidence for Ghurid History.” Proceedings of the Eighth European Conference of Iranian Studies, ۲۰۲۰.

[۲] Flood, F. B. “Ghurid monuments and Muslim identities: Epigraphy and exegesis in twelfth–century Afghanistan”. The Indian Economic and Social History Review, ۴۲(۳), (۲۰۰۵). https://doi.org/10.1177/001946460504200301

[۳]O’Neal, Michael. “Some New Numismatic Evidence for Ghurid History.” Proceedings of the Eighth European Conference of Iranian Studies, ۲۰۲۰.

[۴] هماغه

هماغه [۵] [۶]  https://afghanistanefarda.blogfa.com/?p=10

[۷]   https://www.invisible-east.org/corpus/259/?tab=details&textfolio=322

[۸]  https://8am.media/fa/taliban-announce-discovery-of-60-gold-coins-from-the-ghorian-empire-period-in-ghor/

https://www.britannica.com/biography/Malik-Shah

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

پر ایران اقتصادي فشارونه؛ د جګړې زیان ۲۷۰ میلیارد ډالره اټکل شوی
بهرني خبرونه

پر ایران اقتصادي فشارونه؛ د جګړې زیان ۲۷۰ میلیارد ډالره اټکل شوی

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790190762]
بادغیس کې یو ځوان ځان‌وژنه کړې
خبرونه

په بادغیس کې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790190276]
په فاریاب کې په دوو ترافیکي پېښو کې دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي
خبرونه

په فاریاب کې وسله‌والو یو قومي مشر وواژه

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790189776]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.