۸صبح، پکتيا: د پکتيا او پکتيکا سيمهييزې سرچينې وايي چې په دې ولايتونو کې د طالبانو په پوستو کې د پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) اړوند وسلهوال په پراخه کچه حضور لري.
سرچینو سهشنبه د لړم پر لومړۍ نېټه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د ټيټيپي وسلهوال په پوستو کې له طالبانو سره په همکارۍ له ځوانانو څخه «سرې خولۍ» ټولوي.
د سرچینو په وینا، وسلهوال همدراز په عمومي لارو او سړکونو کې د «سرې خولۍ» له کبله ځوانان ځوروي سپکاوی یې کوي.
طالبان د «سرې خولۍ» په سر کول د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ نښه بولي.
یاد غورځنګ څو ورځې مخکې د پښتون قامي جرګې په وروستي پرېکړهليک کې له خيبرپښتونخوا څخه د ټيټيپي، داعش او د پاکستاني پوځ د وتلو غوښتنه کړې وه.
که څه هم طالبانو په رسمي ډول د «سرې خولۍ» په سر کول نه دي منع کړي، خو په دې وروستیو کې دغې ډلې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ له کبله ډېر شمېر ځوانان وهلي دي.
طالبانو دوه ورځې مخکې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هم یو شمېر ځوانان د «سرې خولۍ» په سر کولو له کبله وهلي ډبولي وو.





