فکر وکړئ چې د ښوونځيو دروازې خلاصې شوې او نجونې ښوونځيو ته ولاړې، د پوهنتونونو دروازې پرانیسل شوې او هرڅوک خوشاله شول، ایا د ټولنې ستونزې به حل شي؟ ایا تاسو فکر کوئ چې هرڅه به ګل و ګلزار شي؟ دا رژیم د ريښو ستونزه لري. کله چې تاسو آزاد نه یاست او ستاسو ازادي په لنډو او زړو افکارو پورې تړلې وي، نو تعلیم د کوم درد درملنه کوي؟ د پوهنتونونو او ښوونځیو په پرانیستو سره به د دې ډلې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو قربانیان هېر شي؟
ستاسو د ژوند شل کاله ضایع شول. په دومره اسانۍ سره به یې هېر کړئ؟ کله چې خبرې کول جرم وي او نیوکه ګناه وي، فکر کوئ چې پرمختګ به وشي؟ ایا تاسو فکر کوئ کله چې تاسو ټول له پوهنتونه فارغ شئ، ستاسو ژوند به ښه وي او ستاسو ستونزې به حل شي؟
فرض کړئ چې هرڅه عالي وګرځیدل ، ایا دا امکان لري چې د دې خرابو افکارو او ذهنونو سره معامله وشي؟ ایا دا امکان لري چې د دوی سره ژوند وکړي؟ نن ورځې ته وګورئ، له نن څخه لس کاله وروسته تصور وکړئ کله چې تاسو د دوی تر څنګ ناست یاست، ایا تاسو کولی شئ خپل فکر په آزاده توګه بیان کړئ؟
کله کله زه د جمهوریت وختونه رایادوم. هر چا به چې د اسلام پر ضد خبرې وکړي، د همدې اونۍ د جمعې په ورځ به د ټولو جوماتونو ملا امامانو هغ کس په منافقت تورنولو او آن د مرګ حکم به یې پرط صادر کړ. خو په رڼا ورځ “خليفه صاحب” وويل چې زموږ د مجاهدينو لپاره دوه پسونه له اسمانه راښکته شول. یا هغه بل چا وویل چې حضرت سلیمان علیه السلام د لوګر دی او په سلګونو نور مثالونه… آیا چا څه خبره وکړه؟
پوښتنه دا ده: چې ایا موږ لویدیځ پلوه شوي یو که دوي غلامان دي؟
د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو په چل ول سره غواړي ټول پام او ذهن دې مسلې ته واړوي. تاسو باید ویښ اوسئ. د نن ورځې پرېکړه د ټول عمر پرېکړه ده.
د غیر طالباني اسلام لپاره، د کلتور لپاره، د تعلیم لپاره، د کار لپاره ، د ژوند لپاره، د خپل ځان او ازادۍ لپاره جنګ وکړئ او مبارزه وکړئ.
کله چې تاسو ټول پوهېږئ چې دا د امريکا غلامان او ګوډاګيان دي نو بيا ولې غلي ياست؟