پاکستان کې د کډوالو د نیولو بهیر بیا پیلېدل؛ پناه غوښتونکي له کوم لامل پرته نیول او ځورول کیږي

کډوالۍ او د دربدرۍ رنځ، د پولیسو له لوري د نېول کېدو له امله ځورونې، په ګاونډیو هېوادونو له هغې ډلې پاکستان کې د افغانستان د پناه غوښتونکو تلپاتې دردونه دي؛ هغه پناه غوښتونکي چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د کړاوونو او بې کوره کېدو بار په اوږه وړي. او پاکستان کې شکنجې او سپکاوي زغمي. افغان کډوال لا هم په پاکستان کې د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي. او کله ناکله د پاکستان د پولیسو له لوري ځورول کیږي. د پاکستان پولیسو د بهرنیو وګړو په تېره د افغانستان د پناه غوښتونکو د نیول کېدو او څېرنې بهیر بیا پیل کړی دی. په اسلام‌اباد کې د یاد هېواد پولیسو په ډاګه کړې چې ۱۵ تنه افغانان یې نیولي، خو د یادو وګړو د نیول کېدو لامل یې نه دی روښانه کړی. په ورته مهال، یو شمېر پناه غوښتونکي چې د پاکستان د پولیسو له لوري نیول شوي دي، وایي چې د پیسو په ورکړې له بند څخه خوشې شوي او پولیسو له هغوی سره «بد چلند» کړی دی. واک ته د طالبان له بیا راتګ سره، د افغانستان زرګونه هېوادوال د هېواد پرېښودلو ته اړ شول. اوسمهال د څلورو میلیونو په شاوخوا کې هېوادوالو پاکستان ته پناه وړې ده چې له ډلې یې زرګونه تنه د موخو هېوادونو د تللو په پروګرامونو کې د وېزې ترلاسه کولو ته په تمه دي.

په پېښور ښار کې د تېرې اونۍ له مرګوني ځانمرګي برید وروسته چې امله یې ۲۰۰ تنه مړه او ټپیان شول، د پاکستان پولیسو یو ځل بیا د افغان پناه غوښتونکو د نیولو، پلټنې او ځورونې بهیر پیل کړی دی. د یو شمېر نیول شویو کسانو د څرګندونو له مخې، د اسلام‌اباد پولیسو هغوی د جمعې په شپه د سلواغې پر ۱۴ نېټه له «بهاراکهو» سیمې څخه له خپلو کورونو راویستلي او په بند کې له څو ساعتونو وروسته د پیسو په بدل کې یې خوشي کړي دي. دغه پناه غوښتونکي دغه‌راز ادعا لري، سره له دې چې قانوني مدارک او اسناد یې لرل خو پولیسو د هغوی اسنادو ته پام ونه‌کړ او له پناه غوښتونکو سره یې بد چلند کړی دی.

احمد مدثر (مستعار نوم) په پاکستان کې د افغانستان د جلاوطنه خبریالانو له ډلې څخه دی چې د دغه هېواد د پولیسو له لوري نیول شوی و. نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: «د شپې ۱۱ بجې وې چې بلاک ته مو پولیس راغلل. ټول هغه افغانان چې دلته وو په بد چلند یې له ځان سره بوتلل. له هغوی وروسته، پولیس کورونو ته دننه شول او له ښځو سره یې هم بد چلند وکړ او کورونه یې تلاشي کړل. کله یې چې موږ د پولیسو اړونده حوزې ته ولېږدولو، هلته یې هم ډېر بد چلند راسره وکړ. پاسپورټونه او نور ټول هغه اسناد چې له مونږ سره وو، واخیستل شول او څېړنې یې پیل کړې چې په افغانستان کې موږ په څه کارونو بوخت وو او څه دنده مو لرله.»

ښاغلی مدثر وړاندې وایي: «کله یې چې څېړنې بشپړې شوې داسې برېښېده چې مونږ به یو بل آدرس ته ولېږدوي. خپلو منځو کې یې سره خبرې کولې. په همدې حال کې له رسنیزو همکارانو سره هم په اړیکه کې وم. له نېکه‌مرغه زما ټیلفون ته د هغوی پام نه وو شوای. خپلو همکارانو ته مې په پټه پیغام ولېږه. هغوی له دوو تنو پاکستاني خبریالانو سره د پولیسو حوزې ته راغلل او زه یې له حوزې راخوشی کړم.»

دغه خبریال وایي چې پولیسو له یو شمېر نیول شویو څخه د خوشې کېدو په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې ده. نوموړی وایي: « د پیسو غوښتنه یې هم کوله. ځینو پولیسو به د پیسو مقدار هم ښوده چې دومره راکړئ، له دې پرته به زندان ته ولاړ شئ او یو بل ځای ته به مو ولېږدو.کله چې راووتم، له نېکه‌مرغه ډېر شمېر نور هېوادوال هم بیا خوشې شول. [پولیسو] د نیول کېدو د انګیزې په اړه څه ونه ویل؛ خو له نورو ځایونو مو واورېدل چې پولیس مدعي دي ګواکې په دې بلاک کې د [پاکستان] حکومت پر ضد کړنې ترسره کېدې خو له خلکو سره د هغوی چلند ډېر بد وو.»

دغه راز زهره (مستعار نوم) چې له خپل خاوند سره په پاکستان کې ژوند کوي، وايي چې د اسلام‌اباد پولیسو د هغوی لپاره شپه په وحشت بدله کړې ده. هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «شاوخوا ۱۱ یا ۱۱:۳۰ بجې به وې، په داسې حال کې چې موږ ښځینه یوازې وو، یو شمېر پولیس دوه ځلي راغلل او کورونو ته رادننه شول. زمونږ پاسپورتونه یې وکتل او خونې او المارۍ یې تلاشي کړې له ښځو یې پوښتنې پیل کړې چې دلته څنګه‍ راغلي دي، څه ستونزه ده چې له خپل هېواد څخه تښتیدلي یئ.» زهره وايي: « کله مو چې خپل پاسپورټونه وروښودل، بیا هم زما خاوند او نور نارینه یې د [پولیسو حوزې] ته یوړل.» هغه ټینګار کوي چې د هغې خاوند او نور هغه کسان چې پېژني یې، د پیسو په ورکړې له زندان څخه خوشې شوي دي.

له بل پلوه، هغو کسانو چې په دې راپور کې خبرې کړي دي، د امنیتي ستونزو له امله نه غواري چې نومونه یې واخیستل شي، خو زیاتوي چې د پاکستان دولت باید د هغو پناه غوښتونکو له ځورونې چې د طالبانو له لوري د وژل کېدو، نیول کېدو او ځورونې له ویرې یې افغانستان پرېښی دی، لاس واخلي. د هغوی په وینا د پاکستان پولیس له هغو کسانو سره چې د امنیتي ستونزو له کبله یې هېواد پریېښی دی، د طالبانو کړنې تکرار نکړي او له هغوی سره د بشري حقونو د ارزښتونو او د کډوالۍ نړیوال کنوانسیونونو له مخې چلند وکړي.

سدیس بی نظیر چې لږ ترلږه دوه ساعته یې د پاکستان د پولیسو په بند کې تېر کړي، ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: «پیسې مو ورکړې خوشې یې کړو. له هر یوه سره (د خوشې کېدو په بدل کې د پیسو د ورکړې) هر ډول خبرې کولې هر یو به یې ګوښې ته کړ او ورته ویل به یې چې دومره پیسې راکړه. جیب کې مو چې څه وو، ټول یې راڅخه واخیستل. ۱۵ زره کالدارې به وې. خو د هر چا خپل بخت او طالع، پیسې یې واخیستې او خوشې یې کړل. خلکو له ۱۵ تر ۲۰ زرو کالدارو پورې ورکړې. هغوی اړ وو. ځکه ټول تیلفونونه به یې څېړل. تر دې چې کمپیوټرونه او اسناد یې قید کړي وو.»

مریم بهروز (مستعار نوم) د خبریالانو له ډلې څخه ده چې واک ته د طالبان په بیا راتګ سره، د اروپایي هېوادونو یوه هېواد ته یې د پناه اخیستلو وړاندیز کړی دی. نوموړې اوسمهال د خپلې پناه اخیستنې د قانوني بهیر د طی مراحل لپاره پاکستان کې اوسیږي. مېرمن بهروز ۸صبح سره په خبرو کې وايي:« له یوه کال څخه ډېره موده وشوه چې د پاکستان پولیس په مختلفو پلمو له مونږ څخه پیسې اخلي. یوه ورځ ویزه بندوي، مونږ تر اوسه د ویزې د تمدیدو لپاره سلګونه ډالر ورکړي دي. د هرې کورنۍ غړي څو تنو ته رسیږي. هر یو تن مکلف دی چې لږ تر لږه د شپږ میاشتنۍ ویزې د تمدید لپاره، له ۱۰۰ ډالرو څخه زیاتې پیسې ورکړي. د پناه غوښتنې وضعیت مو هم روښانه ندی. خو ورځ تر بلې فشارونه ډیریږي او په دې هېواد کې چې هره پېښه رامنځته شي، جزا یې پناه غوښتونکي ورکوي.»

دغه راز یو شمېر د مدني ټولنې فعالان، خبریالان او د بشر د حقونو فعالان چې د پناه غوښتنې وړاندیزونه یې له افغانستان څخه پاکستان ته د طی مراحل په موخه لېږدول شوي، وايي چې د پاکستان دولت له افغانستان څخه د متضرره هېوادوالو د خوندي ایستلو په بهیر کې د خپلو ژمنو پر بنسټ کړنې ترسره کړي او د کډوالو له شتون څخه نه باید پر طالبانو د فشار راوړلو او یا نور هغه ګروپونه چې د افغانستان په قضیه کې رول لري، ناوړه ګټه پورته کړي. بلکې په دې برخه کې د نړیوالو سندونو د بشري حقونو پر بنسټ چلند وکړي. هغوی د پولیسو له لوري د جمعې شپې کړنه غندي او شپه مهال ددغو نیول کېدلو د لاملونو د روښانه کېدو غوښتونکي دي.

جهان زیب عقیلی (مستعار نوم) د هېواد له سیاسي او رسنیزو فعالینو څخه ده چې اوسمهال په پاکستان کې اوسیږي. هغه وايي چې د پاکستان د پولیسو له لوري د افغانستان د پناه غوښتونکو د نیول کېدو د بهیر بیا پیلېدل او د هغوی د پوښتنو څرنګوالی، نوموړې له ډېرو پوښتنو او اندېښنو سره مخ کړې ده. هغه ویره لري چې که دا بهیر همداسې دوام ومومي ممکن ځیني هغه کسان چې د طالبان د ظلم له لاسه تښتیدلي دي، ونیول شوي. یو شمېر پخواني پوځیان چې په پاکستان کې اوسیږي، هم د پاکستان د پولیسو د وروستیو کړنو په اړه اندېښمن دي او ټینګار کوي چې ټول قانوني مدارک په لاس کې لري او د پولیسو له لوري باید ونه ځورول شي. هغوی له موخو هېوادونو څخه غواړي چې د هغوی اسنادو ته په جدي ډول پاملرنه وکړي؛ ځکه په پاکستان کې هم خوندي ندي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په اسلام کې د افغانستان یو شمېر تبعیدي ښځینه وو، له پاکستان څخه غوښتي وو چې پناه غوښتونکي ونه شړي او د بشري حقونو د ژمنو مطابق له هغو کډوالو سره چې د طالبانو له ویرې تېښتې ته اړ شوي، چلند وکړي.

د هېواد ډیری کډوال چې په پاکستان کې اوسیږي، د ژوند د نورو ستونزو سربېره، تل ددغه هېواد د پولیسو له ځورونې او اذیت څخه هم شکایت لري او وايي چې ډیری ځلي پولیس د ګڼ شمېر پلمو له لارې له هغوی څخه په زور پیسې اخلي. دغه کډوال، په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتنې د عالي کمیسارۍ دفتر هم په کم کارۍ او نه پاملرنې تورنوي. خو په پاکستان کې د ملګرو ملتونو یادې څانګې بیا ویلي چې د «شارپ» دفتر کې د پناه غوښتونکو د نوم لیکنې بهیر روان دی او هغه کسان چې له کومې ستونزې سره مخ کیږي، کولای شي چې د ملګرو ملتونو د غیر رسمي له دغې څانګې د خدمتونو له شمېرې سره اړیکه ونیسي. په پاکستان کې د افغانستان پناه غوښتونکي بیا وايي هغه پاڼه چې د شارپ دفتر له لوري ورته ورکړل شوې، د پاکستان پولیسو ته د باور وړ نه ده او هغوی د ګواښ له خطر سره مخ دي.

اوسمهال شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. د پاکستان د کډوالۍ د سندونو له مخې، په دې هېواد کې د افغانستان درې ډوله پناه غوښتونکي شتون لري. لومړی هغه یې د (PRO) د استوګني د کارت درلودونکيِ، دویمه ډله د (ACC) سیمه‌ییزې پېژندنې کارت درلودونکي او دریېمه ډله هم هغه غیر رسمي کډوال دي، چې نورو هېوادونو ته د تللو لپاره یې دغه هېواد غوره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له میلادي کال څخه وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نورو هېوادونو له ښاروندانو په ځانګړي ډول په دغه هېواد کې هستوګنو افغانانو چې ویزه نه لري، غوښتي وو چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د ډسمبر تر ۳۱ مې نېټې پورې له پاکستان څخه ووځي. د یادې خبرپاڼې پر بنسټ، هغه کسان چې په ناقانونه توګه له یوه کال څخه زیات په پاکستان کې هستوګن وو، د یاد هېواد په تور لېست کې به راشي، دغه راز په پاکستان کې په ناقانون ډول ددغو کسانو شتون به، هغوی تر دریېو کلونو د زندان تېرېدلو سره هم مخ کړي.

تر دې وړاندې هم د پاکستان پولیسو سلګونه افغان پناه غوښتونکي په دغه هېواد کې نیولي دي. ماشومان، ښځې او نارینه د نیول شویو په ډله کې شامل دي. څو موده وړاندې د پاکستان پولیسو د افغانستان د څه باندې زرو تنو هېوادوالو چې په هغوی کې ښځې او ماشومان هم شامل وو، له سند ایالت څخه ونیول. له دغو زندانیانو څخه یې یو شمېر خوشې شول او یو شمېر نور یې لا هم د زندان د میلو شاته ژوند تېروي.

ورته لیکنې

Back to top button