• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کندهار کې د سوالګرو ښځو شمېر زيات شوی

احمد شاه شاداب  

احمد شاه شاداب    احمد شاه شاداب  
۱۴ وری/حمل ۱۴۰۰ - ۳ اپرېل ۲۰۲۱ [t_time:1617425732]

جګړو، وچکاليو او اقتصادي ناخوالو په کندهار ښار کې د بې وزلو او سوالګرو مېرمنو شمېر زیات کړی دی. سوالګرې ښځې نه یوازې دا چې خپله خيرات ټولوي بلکي خپل اولادونه هم د خیرات ټولولو په موخه کاروي. د اقتصادي چارو شنونکو په وينا، په هېواد کې د خونړۍ جګړې دوام، تعليمي، روغتيايي او نورو اساسي حقونو ته نه لاسرسی، د کاري زمينو نشتون او په ټوله کې د خلکو اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په موخه د منظمې او دومداره برنامې نشتون هغه څه دي چې خلک او په ځانګړي ډول مېرمنې او ماشومان دې اړ کوي چې سوالګرۍ ته مخه کړي.

سوالګرې مېرمنې فاطمه او ملکه وایي، د کورنيو سرپرستان يې په جګړو او نورو پېښو کې له لاسه ورکړي او اوس اړ دي چې د خپلو اولادونو د ساتنې لپاره له خلکو خيرات وغواړي.

فاطمه او ملکه دوه هغه ښځې دي، چې خپل خاوندان يې له لاسه ورکړي او اوسمهال د خپلو کورنيو د اړتياو پوره کولو په موخه ګدايي کوي.

سوالګرې فاطمې ۸صبح سره په خبرو کې وویل: «خاوند مې مړ دی، یو لس کلن زوی لرم او په کور کې په مخدره توکو روږدی يو لېور لرم چې اوس هم په کور کې په ځنځيرنو تړلی دی. زه څوک نه لرم چې خواري راته وباسي، ماته هم کار نه پیدا کیږي، نو مجبوره یم چې د ښار په واټونو کې خیرات ټول کړم.

ټوله ورځ به لوږه تېروم او په دې هیله ناستې یم چې خلک راته يو څه راکړي او کور ته یې د بچیانو لپاره یوسم.»

ملکه د کندهار ښار بله سوالګره مېرمن هم د ورته برخليک سره مخ ده، هغه وايي چې په جګړو کې یې د کورنۍ زیات نارینه غړي له لاسه ورکړي دي.

ملکه وايي: «څه وکړم، خاوند مې علول دی او د خوارۍ ويستلو نه دی، ما هم د کار موندلو لپاره زیاتې هڅې کړي خو کار مې نه دی پیدا کړی، نو مجبوره يم چې د ښار پر واټونو له خلکو خيرات ټول کړم. په روانو جګړو کې مو د کورنۍ ۷ کسه نارینه وژل شوي دي او په کور کې د ګټې وټې بل څوک نه لرم.»

په ورته وخت کې د کندهار د ښځو چارو رئیسې، روقيې اڅکزۍ له ۸صبح سره په خبرو کې وويل چې، د وروستۍ سروې له مخي يې په دې ولایت کې ۲۵۰ داسې مېرمنې معلومې کړي چې، د زيات مجبوريت او د خپلو کورنیو د سرپرستۍ او ساتنې په موخه يې خيرات ټولولو ته مخه کړې ده.

مېرمن اڅکزۍ زياته کړه، کندهار ولایت کې د پخوا په پرتله د سوالګرو مېرمنو شمېر زيات شوی دی.

هغه وايي، د ښځو چارو رياست دې اندېښنې ته په کتو ښه له ولایتي ادارې سره په همغږۍ په دې کار کوي چې يادو مېرمنو ته د حرفه‌وي پروګرامونو زمينه برابره کړي.

د ښځو چارو رئیسې روقیې اڅکزۍ زياته کړه: «په خواشينۍ سره د پخوا په پرتله کندهار ښار کې د سوالګرو ښځو شمېر زیات شوی او دغه موضوع مو د کندهار ولايت مقام سره شریکه کړې ده، څو په کندهار کې د مرستندويه بنسټونو په مرسته ژر تر ژره د ښځو لپاره د حرفوي زده‌کړو پروګرام پيل کړي چې دغه سوالګرې مېرمنې جذب کړي او حرفوي زده‌کړې تر لاسه کړي.»

نوموړې ډاډ ورکوي چې، دغه مېرمنې به د يادې برنامې له لارې د خپلې خوښې وړ حرفې زده کړي او وروسته به خپلو کورنو کې د خپلو کورنيو ترڅنګ کار کوي او له دې لارې به خپلې ړړتياوې پوره کوي.

دوامداره جګړې، وچکالي او کورنی تاوتريخوالی هغه عمده لاملونه دي، چې ماشومان او مېرمنې يې سخت کار او حتی خيرات ټولولو ته اړي کړي دي. د اقتصادي چارو شنونکو په وينا، د جګړې قربانيانو له کورنيو سره دومداره مرستې او دوی ته د کار زميې برابرول، د اړوندو بنسټونو له لوري د بې وزله وګړو سره دوامداره همکاري او له دوی څخه دوامداره ملاتړ هغه څه دي چې د سوالګرو په کمووالي کې اغېزناک ثابت کېدای شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه؛ د کندهار ولس: د ژوند خوشحالۍ مو رانه اخیستل شوي
ځانګړي

د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه؛ د کندهار ولس: د ژوند خوشحالۍ مو رانه اخیستل شوي

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728709963]
د کورني تاوتریخوالي زیاتوالی؛ په کندهار کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې
ځانګړي

د غایب‌ هبت‌االله د فرمانونو پلازمېنه؛ په کندهار کې خلک د کورونو له لوړو کرایو او بیو شکایت لري

۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1725097320]
د کندهار-ارزګان ویجاړه لویه لاره؛ ولس: ناروغان مو د لارې په اوږدو کې ژوند بایلي
ځانګړي

د کندهار-ارزګان ویجاړه لویه لاره؛ ولس: ناروغان مو د لارې په اوږدو کې ژوند بایلي

۲۸ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723967768]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.