۸صبح، کابل: د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ویلي چې په هلمند کې له وروستیو پېښو وروسته یې د ګرمسیر ولسوالۍ روغتون ته بېړني روغتیايي تجهیزات او توکي لېږلي دي.
نوموړي بنسټ پنجشنبه د تلې پر ۹مه ویلي چې د ګرمسیر روغتون د دغو پېښو د ټپيانو درملنه کوي.
سره صلیب د هغو ټپیانو په هکله چې په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي، نور جزییات نه دي ورکړي.
دا مرسته پر هلمند د پاکستان له هوايي بریدونه وروسته شوې ده.
یوناما ویلي چې په دغو بریدونو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.





