• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د هرات اوسېدونکي د څښاک اوبو له بېسارې کارونې او ژورو څاه‌ګانو له کېندلو اندېښمن دي

۸صبح، هرات ۸صبح، هرات
۸ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1730215453]
Exclusive

Exclusive

څه موده وړاندې د هرات ځینو اوسېدونکو په دغه ولایت کې د لاسي څاه‌ګانو له وچېدو اندېښنه ښودلې وه؛ خو اوس ژورو څاه‌ګانو او د څښاک اوبو بېسارې کارونې هم اندېښمن کړي دي. هغوی وايي چې د پرلپسې وچکالۍ او کاریزونو او چینو له وچېدو سره په دغه ولایت کې کرنه د ژورو څاه‌ګانو له کېندلو سره تړلې ده چې په وینا یې، اوبه یې د لمریزې برېښنا په مرسته له ځمکې ایستل کېږي. هغوی اندېښنه ښيي چې د ځمکې لاندې اوبو له کمېدو، د څښاک اوبو ډېره کارونه او د ژورو څاه‌ګانو له کېندلو سره به دا ولایت د څښاک اوبو د کمښت له کړکېچ سره مخ شي.

د هرات ځينې اوسېدونکي د کرنې او مالدارۍ لپاره ژورې څاه‌ګانې کیندلې دي؛ خو ځينو نور بیا وايي چې ډېری خلک د لمریزې برېښنا په مرسته د څښاک ډېرې اوبه مصرفوي چې لامله به یې په هرات کې د ځمکې لاندې اوبه کمې او د وچکالۍ کړکېچ لا ژور شي.

د هرات دا اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د ژورو څاه‌ګانو پر کیندلو بندیز ولګوي او اجازه ورنه کړي چې د ځمکې لاندې د څښاک اوبو بېسارې کارونه پراخه شي. هغوی ټينګار کوي چې په تېرو درېیو کالو کې د هرات په مرکز او ولسوالیو کې د برمو په مرسته په بېسارې توګه د ژورو څاه‌ګانو کیندنه ډېره شوې ده. د دغو اوسېدونکو په خبره، کروندګر په بې‌مخینې ډول د ژورو څاه‌ګانو له اوبو ګټه اخلي چې دا وضعیت به په اوږدمهال کې د اوبو کړکېچ رامنځته کړي.

د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکی فضل‌الدین وايي چې د لاسي څاه له وچېدو وروسته اړ شوی چې برمه‌يي څاه وکیندي او سولر سیستم پرې ولګوي. نوموړی زیاتوي چې د څه باندې ۲۰۰ زرو افغانیو په لګښت یې ژوره څاه کیندلې او سولر یې پرې لګولی دی او اوس د دغې څاه له اوبو څخه د کرنې لپاره هم ګټه اخلي.

د هرات دا اوسېدونکی وايي: «یوه لاسي څاه وه چې وچه شوه او بله چاره مې نه لرله. ماشین مې راوست، څاه یې وکیندله او سولر مې هم پرې ولګوه. د ماشین او ۱۲ تختو سولر ټول لګښت شاوخوا دوه لکه او ۳۰ زره افغانۍ شوې چې له سهاره تر ماښامه چالانه وي او ښې اوبه راباسي.» فضل‌الدین زیاتوي: «له سولري څاه پرته د بلې څاه کیندلو چاره نه وه، ځکه اوبه ډېرې ښکته تللې وې. مثلاً پخوا به مو چې یوه څاه اته متره وکیندله، اوبه راوتلې؛ خو دا څاه مې چې په برمې وکیندله، په ۲۵ مترۍ کې اوبه راووتلې. په ټوله کې ۶۰ – ۷۰ متره څاه مې وکیندله، ځکه د څاه‌ګانو شمېر ډېر شوی او د اوبو کچه ښکته تللې.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په تېره بيا د افغانستان په لوېديځ کې د وروستيو وچکاليو له امله ډېرو کورنیو د ژورو څاه‌ګانو کيندلو ته مخه کړې او د کرنيزو ځمکو په خړوبولو کې هم ترې کار اخلي.

د هرات د ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکی عزیزاحمد خپل باغ او ځمکې د ژورو څاه‌ګانو په اوبو خړوبوي. هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «لاسي څاه‌ګانې وچې شوې او بله د اوبو سرچینه هم نه وه. ژوند مو په دې باغونو او ځمکې پورې تړلی او ما هم د هر باغ لپاره یوه برمه‌يي څاه وکیندله. په ټولییز ډول دوه څاګانې د باغونو او یوه د کرنیزو ځمکو لپاره کیندل شوې دي چې ښې خړوبیږي.»

عزیزاحمد زیاتوي: «هره څاه ۵۰ – ۶۰ متره کیندل شوې، ځکه برمه‌يي څاه‌ګانې ډېرې شوې دي او اندېښمن وو چې ژر وچې نه شي. اوس له سهاره تر مازیګره چالانې دي او اوبه ټولو ځمکو ته رسېږي.»

بل پلو، د هرات ځینې اوسېدونکي د سولري څاه‌ګانو کیندل او د څښاک اوبو له حده ډېره کارونه د اندېښنې وړ بولي او وايي چې دغه څاه‌ګانې د وچکالۍ ګواښ او د اوبو د کمښت کړکېچ لا پسې زیاتوي. هغوی وايي، خلک په ځانګړې توګه کروندګر له سهاره تر ماښامه سولري تختې چالانوي او ډېرې اوبه ضایع کوي.

د هرات اوسېدونکي فریدون ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «خدای شاهد دی چې موږ له دغه وضعیته ډېر اندېښمن یو. داسې چې په لاس کیندل شوې څاه‌ګانې وچې شوې دي، بیا هم خلک د اوبو په ارزښت نه پوهېږي. په ټولو کلیو او بانډو کې له سهاره تر ماښامه سولرې چالانې دي او اوبه له اړتیا پرته مصرفېږي.»

د هرات دا اوسېدونکی وايي: «په داسې حال کې چې طالبانو اعلان وکړ چې په برمو د څاه‌ګانو کیندل منع دي، خو بیا هم دا کار کېږي. دغه راز د هغو کسانو مخه دې هم ونیول شي چې له اړتیا پرته اوبه مصرفوي. که حالت همداسې دوام وکړي، هرات به د څښاک اوبو د کمښت له ناورین سره مخ شي.»

د هرات يو سپين ږيرى عبدالظاهر وايي چې د تېرو څو کالو پرلپسې وچکالۍ لامله لاسي څاه‌ګانې وچې شوې؛ خو خلکو د برمه‌يي څاه‌ګانو په کيندلو پيل کړى دی.

دا هراتی سپین ږیری زیاتوي: «داسې وخت و چې ټولې ویالې، چینې او سربندونه له اوبو ډک و، خو موږ نه پوهېدو. هغه څه مې چې له تېرې ۷۵ کلنې تجربې زده کړي، دا دي چې کال په کال وچکالي ډېره شوې او خلک دې پام وکړي.»

عبدالظاهر وايي: «خلک په خپل حق ظلم کوي. موږ یو متل لرو چې وايي که په ځمکه کې موږک سوری ویست، حاصل ترې لاسته نه راځي. اوس همدا برمه‌يي څاه‌ګانې په هرو ۱۰۰ مترو کې کیندل شوې. دا ډېر خطرناک دی او خلک دې پام وکړي، دغه راز حکومت [طالبان] دې یې هم مخنیوی وکړي.»

په افغانستان کې د ځمکې لاندې د څښاک اوبو کمښت یوه مهمه او د اندېښنې وړ مساله ده چې په کرنه، د خلکو پر ژوند او د هېواد په ایکوسیستم ډېر اغېز لري. د ځمکې لاندې اوبو څخه بې‌مخینې ګټه اخیستنه پر کرنه، د خوړو خوندیتوب او عامې روغتیا باندې ناوړه اغیزې لري او د اوبو د سرچینو مدیریت او ساتنې لپاره بیړنیو او اغیزمنو اقداماتو ته اړتیا ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي
خبرونه

اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1759860462]
د ملګرو ملتونو ارزونه؛ افغانستان د سیمې ټيکاو او امنیت ته د ګواښونو بالقوه سرچینه ده
خبرونه

اوچا: د ژمي په نږدې کېدو سره لاهم په هرات کې ۲۵ زره زلزله‌ځپلې کورنۍ سرپناه نه لري

۳۰ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1732110578]
په هرات د زعفرانو نهم فیستوال جوړ شو
خبرونه

په هرات د زعفرانو نهم فیستوال جوړ شو

۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731595150]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.