د هر حکومت د سیاسي وضعیت یوه مهمه نښه د خپلو متحدانو ساتل، د اختلافاتو مدیریت او پر «بالفعلو مخالفانو» د «بالقوه منتقدانو» د بدلېدو مخنیوی دی. حکومتونه یوازې هغه مهال نه زیانمنېږي چې دښمنان یې ډېر شي؛ کله کله هغه مهال لا ډېر زیانمنونکي کېږي چې ونه توانېږي خپل نږدې ځواکونه هم ترڅنګ وساتي.
د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له دغه اړخه د پام وړ دی. نوموړی نه سیکولر شخصیت دی چې د اسلامپالنې له دوده بهر له طالبانو سره مخالفت وکړي او نه هم داسې څوک دی چې له دې ډلې سره یې اختلاف یوازې د قومي توپیرونو پر بنسټ توضیح شي. هغه د افغانستان په اسلامپالي سیاست او جهاد کې اوږده مخینه لري او د شل کلن جمهوریت او بهرنیو ځواکونو پر ضد مبارزه کې یې هم داسې لار وهلې چې په ځینو برخو کې د طالبانو له مخینې سره ورته والی لري. واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته یې هم یو مهال د دې ډلې د کړنو په اړه نسبتاً همغږی او محتاط دریځ درلود.
له دغې مخینې سربېره، دا مهال د دواړو لورو اړیکې داسې پړاو ته رسېدلې چې حکمتیار په ښکاره د طالبانو مشروعیت او د حکومتولۍ بڼه ننګوي. پر همدغه بنسټ، ښايي د طالبانو د «دافعه قوې» مفهوم ته ورسېږو. که یو حکومت د قومي انحصار له لارې واک چلوي، سیاسي فعالیتونه منع کوي او د افغانستان د متنوعې ټولنې روان واقعیتونه نه مني، ان هغه ځواکونه هم له ځانه لرې کوي چې په ځینو برخو کې ورسره ګډ نظر لري، نو د حکومتولۍ د بڼې او د سیاسي جذب د وړتیا په اړه یې باید جدي او څرګندې پوښتنې راپورته شي.
البته، دا د دې مانا نه لري چې د هر نوي مخالف راڅرګندېدل به حتمي د طالبانو رژیم د سملاسي کمزورتیا لامل شي یا د مخالفانو د شمېر زیاتېدل به یې د رژیم سقوط قطعي کړي. هو، د طالبانو مخالفان خواره واره، ځینې یې له یو بل سره سیال او د سازمان ورکولو وړتیا نه لري او په تېرو پنځو کالو کې یې د پام وړ څه نه دي کړي؛ خو د حکمتیار په څېر د هغو څېرو لرې والی چې کولی یې شوای د طالبانو تر څنګ پاتې شي، د دې نښه ده چې طالبان د خپلو ناهمفکرو د راکاږو وړتیا نوره هم له لاسه ورکوي.
د حکمتیار ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې د طالبانو د منتقدانو او مخالفانو لیکې ته ورګډ شوی؛ بلکې هغه د ډېرو نورو مخالفانو پرتله له ځانګړي دریځ څخه د طالبانو دوه مهمې ادعاوې ننګولی شي: یوه دا چې ګواکې دوی د «دیني مرجعیت» حق لري او بله دا چې د طالبانو واکمني له پښتنو سره تړلې ده.
طالبان د خپل سیاسي جوړښت د توجیه لپاره د «اسلامي امارت»، «د امیر د امر اطاعت» او «د شریعت د پلي کولو» په څېر مفاهیم کاروي. په داسې چوکاټ کې بیا د طالبانو له رژیم سره مخالفت له «اسلامي نظام» سره مخالفت معرفي کېږي. خو کله چې یو اسلامپالی مخینه لرونکې څېره د دیني استدلال پر بنسټ د طالبانو پر رژیم نیوکه کوي، معادله پېچلې کېږي. حکمتیار کولی شي پر دې ټینګار وکړي چې اسلامپالنه د طالبانو په لاس کې د واک انحصار د منلو مانا نه لري او هېڅ ځانګړی پوځي یا سیاسي خوځښت له دین سره یو نه شي ګڼل کېدای. همدارنګه کولی د رهبر د اطاعت مشروعیت له عدالت، مشورې او د خلکو حقونو ته له پاملرنې سره وتړي. په دې سره بیا خبره نور یوازې د طالبانو او هغو مخالفانو ترمنځ نه پاتې کېږي چې بېلابېل فکري لیدلوري لري؛ بلکې د اسلامپالنې په په دننه کې اختلاف رامنځته کېږي چې موضوع یې د دین تفسیر، د سیاسي اطاعت حدود او د حکومت د مشروعیت سرچینه ده.
دویمه وجه بیا د حکمتیار قومي تړاو دی. طالبان د خپلې رهبرۍ او واکمن جوړښت له مخې د پښتنو ځواکونو په څرګند حضور پېژندل کېږي؛ خو دا واقعیت هغوی ته د ټولو پښتنو د انحصاري استازیتوب حق نه ورکوي. پښتانه سیاسي یو موټې ټولګه نه ده. د هغوی ترمنځ سیمهییز (جنوبي او مشرقي)، قومي (دراني او غلزي) او ټولنیز او سیاسي توپیرونه شته او د ټولو پښتنو غوښتنې او ګټې د یوې سیاسي ډلې له دریځ سره برابرې نه شي ګڼل کېدای. پر همدغه بنسټ، د حکمتیار په څېر کسانو د دریځونو پیغام څرګند دی: له طالبانو سره مخالفت، له پښتنو سره مخالفت نه دی او د پښتنو له سیاسي حقونو دفاع هم د طالبانو په لاس کې د واک د انحصار منلو ته اړتیا نه لري.
طالبان هغه مهال له ژورې ننګونې سره مخ کېږي چې مخالفان یې وتوانېږي دا دوه انحصارونه هممهاله تر پوښتنې لاندې راولي: د دین د تفسیر انحصار او د قومي استازیتوب انحصار. په دې سره بیا طالبان اړ کېږي چې نه یوازې خپل مشروعیت دیني او قومي هویت ته په ارجاع کولو، بلکې د عدالت، امنیت، سیاسي مشارکت او ځواب ویلو برخو کې هم د خپل رژیم کړنې توجیه کړي.
د طالبانو د منتقدانو او مخالفانو لیکو ته د حکمتیار د ورګډېدو ارزښت له یو بل اړخه هم د پام وړ دی: دا بدلون هغه ادعا ننګولی شي چې ګواکې د طالبانو جدي مخالفان، په ځانګړې توګه فعالې پوځي جبهې تر ډېره غیرپښتانه دي. کله کله د افغانستان په سیاسي فضا کې له طالبانو سره مخالفت داسې انځورېږي، لکه لانجه چې د پښتنو طالبانو او د هغوی د غیرپښتنو مخالفانو ترمنځ وي. دا ډول روایت، بې له دې چې د افغاني ټولنې له پېچلي او متنوع واقعیت سره څومره سمون لري، طالبانو ته دا چاره برابرولی شي چې له رژیم سره یې مخالفت نه د واک د انحصار او د حکومتولۍ د بڼې پر سر لانجه، بلکې «قومي تقابل» یې وښيي.
په دې سره، د طالبانو د منتقدانو او مخالفانو په لیکو کې د یو پښتون، اسلامپالي او جهادي څېرې حضور پورتنی تصور له پوښتنې سره مخ کوي. حکمتیار په خپل دریځ سره کولی شي وښيي چې له طالبانو سره مخالفت حتمي د پښتنو له ټولنې بهر یا له دې ډلې سره د قومي مقابلې له دریځه سرچینه نه اخلي؛ بلکې د هماغه ټولنیز چاپېریال په دننه کې هم رامنځته کېدای شي چې طالبان یې د استازیتوب ادعا کوي.





