د طالبانو تر سیوري لاندې د پولیو وده

د افغانستان سویل ختیځ او د پاکستان قبایلي سیمې د پولیو په نقشه کې هغو منعه شویو سیمو ته ورته دي، چې انسان خوړونکي دیو پکې د طالبانو په غېږه کې پناه اخیستې ده. هغه دیو چې نړۍ یې کلونه وړاندې ماتې اعلان کړې وه، دلته یو ځل بیا ځواکمنیږي. تېر کال په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې وې. د دواړو پېښو قربانیان د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې ژوند کوي. یو یې د پاکستان په قبایلي سیمو کې او بل یې د افغانستان په سویل ختیځ کې.

اوس چې د ۲۰۲۳ کال نیمایي ته رسېدلي یو، له ننګرهاره د پولیو د څلورمې پېښې خبر خپور شوی دی. ویل شوي چې قرباني یو څلور کلن ماشوم دی چې د بدن یوه برخه یې د تل لپاره فلج شوې ده. ښايي دا شمېر په ټول افغانستان او د پولې دواړو غاړو ته لوړه وي او وېره شته چې د کال تر پايه به د قربانيانو شمېر زيات شي. طالبان په رسمي ډول د پوليو پر ضد د کمپاين مخه نه نيسي او ظاهراً روغتيايي سازمانونه کولاى شي په ټول هېواد کې د پوليو واکسين تطبيق کړي؛ خو دغې ډلې د ښځو پر فعالانو د محدودیتونو په لګولو او د روغتیا او ښوونیز نظام په ګډوډولو سره واکسین او نورو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی کم کړی دی. تر ټولو مهمه دا چې طالبانو د پوهنې، ښوونځیو او د غیر طالباني ژوند د نښو نښانو پر ضد په کلونو کلونو تبلیغاتو سره د خلکو ذهنیت خراب کړی دی. هغه څه چې طالبان او د هغوی همکاران یې د خلکو له ذهنونو سره کوي، تر ژېړو بوشکو او ځانمرګو واسکټونو ډیرخطرناک دي. هغوی ټولنې ته داسې واکسین لګوي، چې پر پوهې باور او له جهالته د خلاصون هڅه ونه کړي. هغوی ښوونځي او جوماتونه د جهالت د تبلیغ پر ځای بدل کړی دي او هر وخت د ښوونځي، پوهنتون، د غیرمدرسه یې کتابونو او پر عقل د باور د غندلو خبرې کوي. د دې کار په پایله کې ټولنه له بې وزلۍ او داسې ناروغیو سره مخ شوې چې نور یې یوازې په کتابونو کې لولي.

د پولیو د قربانیانو زیاتوالی د ټولنې د وروسته پاتې والي یوه ښکاره نښه ده. طالبان د رڼا پر ضد په پيل کړې جګړې سره د هېواد د اوسېدونکو د ژوند په ټولو برخو کې ناامني او خطرونه زياتوي. خلک د ترهګرۍ او وروسته پاتې والي خولې ته پرېښودل شوي او د تباهۍ او مرګ پر لور بېول کېږي. که د طالبانو واکمني همداسې دوام وکړي، نو امکان شته، چې د پخوا په څېر د چیچک، شري، نري رنځ او سینه و بغل ناروغۍ پر ټول هېواد سيوري وغوړوي او هر کال د لسګونه زرو تنو ژوند واخلي. البته، د دغو ناروغیو اصلي خطر څرګند نه دی. اصلي خطر هغه فکري ویروسونه دي چې په ټولنه کې خپرېږي، د ماشومانو د استعدادونو د ودې مخه نیسي، بې کاره او غیر فعال ځواکونه رامنځته کوي او د هېواد بچیان په جاهلانو خو له دښمنۍ په ډکو «ایمان» لرونکو انسانانو بدلوي.

له دې په خبرېدو سره چې په نړۍ کې هېڅ ځای د افغانستان او پاکستان د شمال په څېر د وروسته پاتې والي او محرویت په لومه کې راګیر نه دی او سږ کال له دغو دوو سیمو پرته په نړۍ کې بل هېڅ ځای د پولیو ناروغي نه ده لیدل شوې، ښايي دا هیله را ژوندی شي چې ډېر ژر به تر دې ځایه هم د پرمختګ او سوکالۍ رڼا ورسېږي. خو زموږ معاصر تاریخ وايي چې له دغه پړاوه په اتومات ډول او بې کورنیو هڅو تېرېدل ناشوني دي او ښايي لسګونه او سلګونه کاله وخت واخلي، چې د ځمکې یو ګوټ د یوې منعه شوې سیمې او د بلاګانو د خاورې په توګه «لاس ناخوړلې» پاتې شي او نسلونه به یې د ښوونځي، درملو او ډوډۍ د نشتوالي په تنور کې وسوځي. موږ باید هڅه وکړو، چې له دې حالته ځان وژغورو، د ښوونې او روزنې، کار او ازادۍ د ملاتړ لپاره سره یو موټي شو او پر فرعي مسایلو له نښلېدو ډډه وکړو او هغه ترینګلتیا رامینځته نه کړو چې زموږ د ژوند اصلي لومړیتوبونه ګډوډي.

ورته لیکنې

Back to top button