کله چې نن له هغه ښوونځي تېرېدم چې کلونه کېږي ترې لرې یم، زړه او ذهن مې هماغه صحنې راژوندۍ کړې؛ هغه چې دوه کاله مخکې د شپږم ټولګي زدهکوونکې وم، په همدې میاشت کې مو د ښوونکې نړیواله ورځ ونمانځله.
زه او څو خورلڼې مې چې ډېر درس مو وایه، په دې ورځ به مو نه یوازې د ښوونکو لپاره ډالۍ اخیستې، بلکې دومره ټینګار به مو کاوه، څو ټولې زدهکوونکې د ښوونکو او د ښوونځي د مدیرې ترڅنګ راټولې شي. غوښتل مو د یوه ساعت لپاره خپلې ټولې ستونزې او دردونه یوې خوا ته پرېږدو او ټول یو ځای، د یوه هدف لپاره، د خندا مېلمنې شو.
د ښوونځي نجونې به د ترانو، شعرونو، مقالو او تفریحي پروګرامونو پر تمرین بوختې وې، څو نه یوازې دا ورځ ونمانځي، بلکې له هرې شېبې یې داسې یاد جوړ کړي چې د زړونو یوه برخه مو د تل لپاره ځان ته ځانګړې کړي. ما، زهرا، زینب، رقیې، نازنین، سمیې، سارا او فاطمې، د پېرودلو مسوولیت پر غاړه لاره. له ټولو زدهکوونکو به مو پیسې راټولې کړې او بیا به د ډالیو او نورو اړینو توکو د اخیستلو لپاره بازار ته تللو.
هغه ورځې راته یو خوږ خیال و؛ د هغو خلکو ترڅنګ اوسېدل چې د رښتینې خندا او مینې مېلمستیا یې د انسان زړه ته راوړه. په همدې لړ کې به مو له خپلو کوچنیو کارونو هم عکسونه او ویډیوګانې اخیستې، څو هېڅکله یې هېر نه کړو چې څوک و او څوک یو؛ ځکه په ښوونځي کې مو ټولګی داسې ټولګی و چې هېڅ زدهکوونکې یې بېهنره نه وه. د هرې یوې به هر څه چې زده و، بلې ته به یې ورښودل؛ نه د یوه ښوونکي په څېر، بلکې د یوې ملګرې په څېر…
خو نن یوازې او یوازې د هماغه ښوونځي او هماغه ټولګي مخې ته ولاړه وم؛ هغه ټولګی چې باید اوس پکې د اتم ټولګي زدهکوونکې وای، خو ټولګی تش و. نه کوم غږ و، نه کومه نجلۍ وه او نه هم ښوونکې…
یوه شېبه مې سترګې پټې کړې. زړه او ضمیر مې داسې وویل: «لاړه شه، چیغه کړه، ووایه: ولې؟ ولې؟ ولې دلته د زدهکړې حق نه لرو؟»
خو نه؛ سر مې ښکته کړ، لکه هېڅ چې نه وي شوي. هر څه پای ته ورسېدل. یوازې مې شپږ کاله هلته د تګ راتګ تجربه لرله. لاسونو او پښو مې راسره مرسته نه کوله چې ښوونځي ته ننوځم؛ هغه ځای ته چې کلونه وړاندې راته د خپل کور په څېر و، خو نن یې ان د دروازې له مخې تېرېدل هم راته د درد لامل کېدل…!
پنځه کاله لږ وخت نه دی؛ په پنځو کالو کې یو ماشوم هوښیارېږي او یو خوسکی پر غویي بدلېږي…! خو ذهنونه لا هم وروسته پاتې دي؛ هغه ذهنونه چې د ژړا، چیغو او ان د مرګ د غوره ګڼلو لپاره پلمې لټوي.
خو زه، د یوې نجلۍ په توګه، لا هم هیلهمنه یم چې یو ورځ به افغانستان ښه شي او موږ به بېرته په هماغه ټولګي او هماغه ښوونځي کې څنګ په څنګ کېنو، یو له بل سره به وخاندو او دا ورځ به یوځای ونمانځو.
د ازادۍ هغې ورځې په هیله؛ ماته، تاته، ټولګیوالو ته مې او د افغان نجونو نسل ته.





