زه زړوره ښځه یم؛ هغه چې په ټول وجود یې د غوره ژوند، ازادۍ او روښانه راتلونکي لپاره مبارزه کړې ده. ما خپل وطن پرېښود؛ هغه چې زما د نیکونو ټاټوبی و او د ماشومتوب او پيغلتوب ټولې خاطرې، هیلې او ارمانونه مې پکې ریښې لري.
د وطن پرېښودل اسانه پرېکړه نه وه. هېڅ انسان په اسانۍ له هغې خاورې زړه نه شي صبرولی چې پکې لوی شوی وي او هېڅ مور نه غواړي اولادونه یې له کور، خاطرو، ملګرو او ټاټوبي څخه جلا کړي. خو کله کله ژوند انسان ته داسې انتخابونو مخې ته ږدي چې هېڅ یو یې له زړه نه وي؛ د پاتې کېدو او خطر ترمنځ انتخاب، د تېښتې او بېبرخلیکه ژوند ترمنځ انتخاب. ما وطن پرېښود، نه د ښه ژوند او هوساینې لپاره، بلکې د ژوندي پاتې کېدو لپاره؛ لاړم، څو خپل او د خپلو ماشومانو ژوند وژغورم.
نن له هغو ورځو پنځه کاله تېر شوي؛ پنځه کاله هیله، پنځه کاله مبارزه او پنځه کاله بې برخلیکه ژوند. پنځه کاله کېږي چې هره ورځ له زرګونو پوښتنو له خوبه راپاڅېږم او هره شپه د راتلونکي په اندېښنو سترګې پټوم. ګومان مې کاوه چې یوه ورځ به دا ټوله وېره پای ته ورسېږي او ښايي کوم ځای به ارامه واوسم، کور به ولرم او د خپلو ماشومانو د راتلونکي پلان به جوړ کړم. خو لا مې هم له ژونده د ګواښ سیوری نه دی لرې شوی. ګواښونه یو په بل پسې راځي او هره ورځ انګېرم چې ما او د ماشومانو امنیت مې په لرې او نه ترلاسه کېدونکي خوب بدل شوی دی.
کله کله له ځانه پوښتم: تر کومه به تښتم؟ تر کومه به پناه غواړم؟ تر کومه به زه او ماشومان مې بې برخلیکه ژوند کوي؟ انسان باید څو وارې خپل کور پرېږدي، څو داسې ځای ومومي چې هغه خپل کور وګڼي؟ څو وارې باید خپل ماشومان راټول کړي او له یوې ځالې بلې ته یې بوځي، یوازې د دې لپاره چې ژوند یې خوندي پاتې شي؟
زه د هغې مرغۍ په څېر شوې یم چې د خپلو بچیانو د ژغورلو لپاره تل کډه په سر وي؛ هغه چې هر وار یوه ځاله جوړوي، خو لا یې خپل کور نه ګڼي، بیا مجبورېږي وزرې غوړوي او الوځي.
زه هم کلونه کېږي د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره د امنیت په لټه یم. خو تر کله؟ ایا هغه ورځ به راشي چې وکړای شم له وېرې پرته ووایم: دا مو کور دی؟ ایا یوه ورځ به مې ماشومان وکولی شي عادي ژوند ولري او نور به د تګ او بیا د پرېښودلو اندېښنه ونه لري؟
زه مور یم او د یوې مور تر ټولو لوی درد دا دی چې ونه شي کړای د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي. نه پوهېږم چې د ماشومانو سبا به مې څنګه وي. نه پوهېږم چې راتلونکی کال به چېرې ژوند کوو. نه پوهېږم چې ایا د هغوی د زدهکړو او راتلونکي لپاره به پلان جوړ کړای شم که نه. هره شېبه مې چې ماشومان په بېبرخلیکۍ کې تېروي، له زړه مې یو خدای خبر وي. کله کله داسې احساس کوم چې د زړه وینه مې ورو ورو بهېږي، خو له چوپتیا او د دې لارې له دوام پرته بله چاره نه لرم.
ماشومانو مې څه ګناه کړې؟ هغوی حق لري چې راتلونکې ولري، زدهکړه وکړي، ارمانونه ولري او له وېرې پرته لوی شي. حق لري داسې کور ولري چې هره ورځ یې د له لاسه ورکولو اندېښنه نه وي. خو زه هغه مور یم چې کله کله ان خپلو ماشومانو ته دا هم نه شي ویلی چې سبا به څه کېږي. ښايي دا درد نور ونه شي لیدلی، خو ما ته هره ورځ او هره شپه بیابیا تکرارېږي.
ما د یوې مور، د یوې ښځې، د بشري حقونو د مدافعې او د ښځو د حقونو د فعالې په توګه، کلونه کلونه د ښځو د غږ لپاره مبارزه کړې ده. ما د هغو ښځو لپاره هڅې کړې چې حقونه یې ترې اخیستل شوي و، د هغو نجونو لپاره چې له زدهکړو بېبرخې شوې وې او د هغو ښځو لپاره چې غږونه یې چوپ کړل شوي و. باوري یم چې ښځه حق لري ژوند وکړي، زدهکړې وکړي، کار وکړي او د خپلې راتلونکې په اړه ازاده پرېکړه وکړي. خو نن خپله په داسې حالت کې راګیره یم چې هره ورځ د ګواښ سیوری احساسوم.
کله کله له ځانه پوښتم: جرم مې څه دی؟ ایا دا مې جرم دی چې ښځه یم؟ ایا دا مې جرم دی چې د ښځو له حقونو دفاع کوم؟ ایا دا مې جرم دی چې باور لرم افغان نجونې د زدهکړو او ازاد ژوند حق لري؟ ایا دا مې جرم دی چې د بېعدالتۍ پر وړاندې مې چوپتیا غوره نه کړه؟
نن هغه ګواښونه چې ژوند مې په نښه کوي، یوازې یوه ښځه نه ګواښي؛ بلکې د یوې مور ارام او د څو ماشومانو راتلونکې هم په نښه کوي. هره ورځ په دې وېره ژوند کوم چې ښايي یوه ورځ مې دا ګواښونه ژوند واخلي. ښايي دا وېره د نورو لپاره یوازې یوه جمله وي، خو د هغه چا لپاره چې د ګواښ تر سیوري لاندې ژوند کوي، هره ورځ یوه نوې مبارزه ده. کله کله د مبایل زنګ انسان وېروي، کله یو خبر د کور ټول ارام ګډوډوي او کله انسان په دې فکر ویده کېږي چې که سبا له کومې پېښې سره مخ شو، څوک به یې د ماشومانو پالنه او ساتنه کوي.
زه ښايي له خپل مرګه دومره ونه وېرېږم، خو له یوه شي وېرېږم؛ له دې چې یوه ورځ به مې ماشومان بې موره پاتې شي. له دې چې یوه ورځ به هغوی وپوښتي: «مور مو چېرته لاړه او ولې یې چا غږ وانه ورېد؟» نه غواړم ماشومان مې یوازې له یوه یاده برخمن وي. غواړم د هغوی تر څنګ واوسم، د لویېدو شاهده یې واوسم، بریاوې یې ونمانځم او یوه ورځ په ډاډ او ارام زړه ووینم چې خپل ژوند یې جوړ کړی دی.
خو نن ان خپله راتلونکې هم نه شم تصورولی. بېبرخلیکي یوازې د کور یا د کوم سند نه لرل نه دي. بېبرخلیکي دا ده چې هره ورځ له دې پوښتنې سره ژوند وکړې چې سبا به څه کېږي. یعنې ونه شې کړای ریښې وغځوې، راتلونکې جوړه کړې او تل دې د ذهن په یوه ګوښه کې بکسونه د بیا کډې کولو لپاره چمتو وي. یعنې ان که په کوم ځای کې ژوند کوې، ډاډه نه یې چې تر کومه به د پاتې کېدو اجازه ولرې.
دا ډول ژوند انسان ورو ورو ستړی کوي. ښايي د انسان بدن لا هم پر خپلو پښو ولاړ وي، خو روح یې ورځ تر بلې ستړی کېږي. زه هم وخت ناوخته ستړې کېږم. کله داسې احساس کوم چې نور وس نه لرم. کله له دغو ټولو اندېښنو، تېښتو، ګواښونو او بېبرخلیکۍ تنګېږم. خو کله چې د ماشومانو څېرو ته ګورم، مجبورېږم پیاوړې واوسم.
مور یعنې کله کله په مات زړه موسکا وکړې. یعنې کله چې خپله له وېرې رېږدې، خپل ماشوم په غېږ کې نیسې او ورته وایې: «هر څه به ښه شي.» یعنې ان هغه مهال چې د راتلونکي لپاره هېڅ ځواب نه وي، د خپلو ماشومانو په زړونو کې د هیلې څراغ ژوندی وساتې. خو څوک له یوې مور څخه پوښتي چې خپله څنګه ده؟ څوک له هغې ښځې پوښتي چې هر څوک اراموي، خپله به چېرته ارام ومومي؟
نړیواله ټولنه چېرته ده؟ ولې د کډوالو او بېوسه ښځو غږ لږ اورېدل کېږي؟ ولې هغه ښځې چې یو وخت په خپل کور او ټاټوبي کې یې ارام ژوند کاوه، نن اړې دي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره له یوه ځایه بل ځای ته وتښتي؟ ولې هغه ماشومان چې باید په ارام او ډاډ کې لوی شي، د بېبرخلیکۍ قرباني شوي دي؟
موږ رحم نه غواړو؛ د ژوند حق غواړو. صدقه نه غواړو؛ امنیت غواړو. نه غواړو چې ټول عمر په تېښته کې تېر کړو. یوازې داسې ځای غواړو چې وکړای شو له وېرې پرته ژوند وکړو.
نن یوازې د خپل درد خبره نه کوم. زه د هغو زرګونو افغان ښځو غږ یم چې په پردیسۍ کې له وېرې او بې برخلیکۍ سره ژوند کوي؛ هغوی چې خپل کور، کار، خاطرې او د وجود یوه برخه یې په وطن کې پرېښې او د ځان او خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره یې د کډوالۍ لار غوره کړې ده. خو کډوالي تل د درد پای نه وي؛ کله کله د اندېښنو د یوه نوي پړاو پیل وي.
موږ شمېرې نه یو. د دوسیو شمېرې نه یو. یوازې کډوالې نه یو. انسانانې یو؛ هغه میندې چې زړونه یې ټپي دي، هغه ښځې چې نیمګړي ارمانونه او هیلې لري او هغه ماشومان چې راتلونکې یې ناڅرګنده ده.
زه لا نه پوهېږم چې سبا به څه کېږي. نه پوهېږم چې زما او د ماشومانو برخلیک مې څنګه وي. نه پوهېږم هغه ګواښونه چې نن یې سیوری غوړېدلی، تر کومه به مې څاري. ښايي یوه ورځ مې دا ګواښونه ژوند واخلي، خو وېره مې دا ده چې له ما وروسته به مې د ماشومانو برخلیک څنګه کېږي.
له دې ټولو سره سره، لا هم تسلیمه شوې نه یم. ښايي ستړې شوې اوسم، ښايي څو څو وارې ماته شوې اوسم، ښايي په پردیسۍ کې ټوټه ټوټه شوې اوسم، خو لا هم مور یم او د خپلو ماشومانو لپاره ساه اخلم. لا هم ژوندۍ یم او تر هغه چې ژوندۍ یم، د خوندي ژوند د حق او روښانه راتلونکي لپاره به مبارزه کوم.
نه پوهېږم تر کومه به تښتم، تر کومه به پناه اخلم او تر کومه به بې برخلیکه ژوند کوم؛ خو پوهېږم چې هېڅ مور دې نه مجبورېږي چې ټول عمر د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره وتښتي.
موږ د ناهیلۍ په سیورو کې زرې زرې شو، خو لا مو د هیلۍ وروستۍ ذره له خپلو زړونو نه ده ایستلې. ښايي داسې ورځ راشي چې نور مجبورې نه شو وتښتو؛ داسې ورځ چې ماشومان مو یو خوندي کور، روښانه راتلونکې او داسې مور ولري چې نور سبا ته په وېره ونه ګوري.





