• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په کابل کې د ښوونکو د کمښت ستونزه؛ ځینې ښوونځي اړ شوي چې خپل زده کوونکي رخصت کړي

لیکنه: حسن پيشتاز، ژباړه: م. ظریف صمیم

 لیکنه: حسن پيشتاز، ژباړه: م. ظریف صمیم لیکنه: حسن پيشتاز، ژباړه: م. ظریف صمیم
۹ غويی/ثور ۱۴۰۰ - ۲۹ اپرېل ۲۰۲۱ [t_time:1619672077]

په کابل ښار کې یو شمېر ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخامخ دي. په دغو ښوونځیو کې مسوولین وايي چې د ښوونیز کال له پيلېدو د یوې میاشتې په تېرېدو، تراوسه د پوهنې وزارت او د کابل ښار د پوهنې ریاست له خوا هېڅ ښوونکی نه دی ورمعرفي شوی. په دغو ښوونځیو کې زده کوونکي هم بې برخلیکه دي؛ ځکه یو شمېر ښوونځي د محدودو اداري او تدریسي تشکیلاتو له امله، ځینې وختونه خپل زده کوونکي رخصتوي او آن په ځینو موردونو کې د یوولسمو او دوولسمو ټولګیو زده کوونکي ټیټو ټولګیو ته درس ورکوي. ددغو ښوونځیو مدیران وايي چې شته ننګونې یې له اړوندې تعلیمي حوزې، د ښار د پوهنې له ریاست او پوهنې وزارت سره شریکې کړې، خو د دغو ادارو له خوا، د دوی ستونزو ته پاملرنه نه ده شوې. له بلې خوا، د کابل ښار د دیارلسمې ښوونیزې حوزې آمریت وايي چې په ټول کې دغه ښوونیزه حوزه د ښوونکو او درسي امکاناتو له کمښت سره مخامخ ده. خو د پوهنې وزارت په دې اړه وايي چې د کابل ښار په ټولو ښوونځیو کې، د ښوونکو د کمښت موضوع یوه اساسي ستونزه ده چې د حق الزحمه ښوونکو په ګمارلو سره به دا ستونزه اواره شي. دا وزارت ټینګار کوي چې د قراردادي ښوونکو د امتیاز د ورکولو لپاره له مالیې وزارت سره خبرې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به د حق الزحمه ښوونکو په جذبولو په ټول هېواد کې تر ډېره د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي.
که څه هم د ۱۴۰۰ ښوونیز کال له پیله کابو یوه میاشت تېرېږي، تراوسه په ځینو ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت او کتابونو د نشتوالي ستونزه نه ده لیرې شوې. د دیارلسمې ښوونیزې حوزې اړوند فیض محمد کاتب لېسه پر نورو ننګونو سربېره، د ښوونکو او لوست کتابونو له کمښت سره مخامخ ده. دا لېسه په ۱۶۰ ټولګیو کې کابو اته زره زده کوونکي لري. ددغه ښوونځي د مسوولینو د مالوماتو پربنسټ، اوسهمال دا ښوونځی درې کرایي ودانۍ لري او ټول تشکیل یې هم ۳۵ تنه دی. په داسې حال کې چې ددغه ښوونځي له ښوونکو څخه دوه تنه یې مدیران او یوولس سرښوونکي دي. ددې لېسې یو ښوونکی په دغه ښوونځي کې پر تدریس سربېره له درېیو کلونو راهیسې په شهید یوسف ښوونځي کې د مدیر په توګه کار کوي. په دې توګه، ددغه ښوونځي په تدریسي برخه کې یوازې ۱۶ ښوونکي فعالیت لري.
ددغه ښوونځي اجرايي مدیر باقر باقري ۸صبح ته وايي: «د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د قرنطین له ختمېدو وروسته چې بېرته ښوونځي پرانیستل شول، نور یې موږ ته ښوونکي نه دي رالېږلي. له نورو ښوونځیو ښوونکي په خدمتي توګه مرستې ته ورغلي او د ۱۳۹۹ کلنۍ آزموینه یې واخیسته چې په دې برخه کې یو لړ ستونزې موجودې وې. خو بالاخره ۹۹ ښوونیز کال په یو ډول پای ته ورسېد.» د ښاغلي باقري په وینا، د ۱۴۰۰ ښوونیز کال له پیله مخکې د ښار د پوهنې ریاست څارونکی پلاوی دغې لېسې ته ورغلی و او دوی له پلاوي سره خپلې غوښتنې مطرح کړې دي. ددغې لېسې اجرایي مدیر تاییدوي چې تراوسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی. هغه زیاته کړه: «د پوهنې وزارت نور دغه ښوونځي ته قراردادي ښوونکي نه ورکوي. له همدې امله موږ زده کوونکي رخصتوو چې د خلکو بچیان د بې نظمۍ له امله یو بل ته زیان ونه رسوي.» نوموړي ټینګار وکړ چې ددغې لېسې اوسني تشکیلات یوازې د یوولسمو او دوولسمو ټولګیو لپاره بسته کوي او د دغه ښوونځي د ټولو زده کوونکو کنټرول او روزنه د ۳۵ تنو له وسه بهر کار دی.
له دې سره په یو وخت ددغې لېسې سرښوونکی چې د ۱۴ ټولګیو مسوولیت لري وايي چې یوازې دوه ښوونکي لري، په داسې حال کې چې د هغه تر کنټرول لاندې ټولګي ۱۷ ښوونکو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه: «ځینې ورځې زده کوونکي راولم او په دوو ښوونکو سره یې حاضري اخلم چې آن دا کار هم ډېر ګران و، اوس مو دوی رخصت کړل، ځکه چې په دوو ښوونکو سره ۱۴ تولګي نشو اداره کولی. په افغانستان کې ستونزه دا ده چې هېڅوک مسوولیت پرغاړه نه اخلي او ځواب ویوونکي نه دي، د پوهنې رییس وايي چې دا زما مسوولیت نه دی، دا د وزارت کار دی او کله چې وزارت ته مراجعه وکړو، وزیر صاحبه وايي چې دا کار زما له وسه بهر دی، نو کله چې د کار وس نه لرئ، ولې مو د وزارت چوکۍ نیولې ده.»
په دغه ښوونځي کې د سرچینو په خبره، له پوهنې د ملاتړ شورا او د اتفاق ښارګوټي یو شمېر مشران د لېسې له مدیر سره یو ځای ښوونیزې حوزې او وروسته د کابل د پوهنې ریاست ته ورغلي و خو د پوهنې رییس د دوی د ستونزو په ځواب کې ویلي چې دا کار د هغه او پوهنې د وزیرې له وسه بهر دی. په دې توګه د کابل ښار د پوهنې رییس دغو ورغلو کسانو ته وړاندیز کړی چې دا ستونزه د پارلمان یا جمهوري ریاست له لارې حل کړي.
د کابل ښار د دیارلسمې تعلیمي حوزې آمر غلام قادر نساج، ۸صبح ته وویل چې دیارلسمه ښوونیزه حوزه د یو زر او ۳۷۷ ښوونکو له کمښت سره مخامخ ده. هغه وویل چې تراوسه د پوهنې وزارت د حکم په تمه دي. نوموړي زیاته کړه: «تېره اونۍ د شپاړس ګونو ښوونیزو حوزو له آمرینو سره د پوهنې وزارت مقام ته وربلل شوي وو او هلته مو خپلې غوښتې د وزارت له چارواکو سره مطرح کړې. دوی هم وویل چې ټول مسایل له ولسمشرۍ دفتر سره شریک کړي، خو تراوسه په دې هکله کوم ځواب نه دی ورکړ شوی.»
د پوهنې وزارت هم تاییدوي چې د ښوونکو د کمښت ستونزه نه یوازې د کابل په لوېدیځ بلکې د ښار په ټولو ښوونځیو کې شته. دا وزارت جوتوي چې د حق الزحمې په بدل کې د ښوونکو په جذبولو سره به ډېر زر د ښار او ولایتونو په ښوونځیو کې شته ستونزې حل شي. د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې آرین ۸صبح ته وویل چې د حق الزحمې په بدل کې ښوونکي په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو او اقتصادي ستونزو له امله ونه ګمارل شول. هغې زیاته کړه چې د دوی بودیجه له یو لړ ستونزو سره مخامخ شوې وه. هغې ټینګار وکړ چې د ښوونکو د کمښت په اړه یې له مالیې وزارت سره خبرې کړې او تراوسه دا بحثونه روان دي چې د پوهنې وزارت ډېر زر د قراردادي ښوونکو د ګمارلو بهیر پیل کړي.
د مېرمن آرین په وینا، د ښوونکو د کمښت له امله زده کوونکو ته رسېدل ګران دي او د پوهنې وزارت هم دا ستونزه منلې ده. نوموړې د دې ستونزې د اواري یوازینۍ لار د قراردادي ښوونکو ګمارل او همداراز د تشو بستونو اعلانول بولي. نجیبه آرین زیاتوي، د پوهنې وزارت ډېر زر تش بستونه د اداري اصلاحاتو له کمېسیون سره شریکوي او ترڅنګ به یې د قراردادي ښوونکو د جذبولو بهیر پيل کړي.
دا په داسې حال کې دي چې د سرچینو په وینا، د کابل په لوېدیځ کې ځینې ښوونځي د ښوونکو د کمښت د ستونزې د لېرې کولو لپاره د یوولسمو او دوولسمو ټولګیو زده کوونکي د ټیټو ټولګیو لپاره د ښوونکو په توګه لېږي. دا ستونزه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د پوهنې وزارت د سرپرستې رنګینې حمیدي په مشرۍ په دغه وزارت کې د اصلاحاتو بهیر پيل شوی دی. د ویلو ده چې د پوهنې وزارت مسوولین د اصلاحاتو د بهیر په اړه په پرلپسې توګه ولسمشر غني ته رپوټ هم ورکوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791916420]
په ننګرهار کې پر یو کور د تندر لوېدو پېښه؛ دوه کسان ټپيان شوي
خبرونه

په ننګرهار کې پر یو کور د تندر لوېدو پېښه؛ دوه کسان ټپيان شوي

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791914054]
په کونړ کې د سېلابونو له کبله درې کسان ټپيان شوي
خبرونه

په کونړ کې د سېلابونو له کبله درې کسان ټپيان شوي

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791911542]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.