• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د تورو میلو تر شا کیسه؛ د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو څه تېرېږي؟(۵)

نسیمه شفیق نسیمه شفیق
۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793720942]
UN

UN

یادښت: پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله تېرېږي او په دغو پنځو کالو کې طالبانو سلګونه ښځې اختطاف، نیولې او زنداني کړې دي؛ هغه ښځې چې ډېرې یې د جرم له اثبات پرته او د مبهمو تورونو، یا د کورنیو او ټولنیزو مسایلو له امله زندان ته اچول شوې دي. هغه څه چې د زندان د میلو تر شا پر دغو ښځو تېر شوي او لا تېرېږي، په تېرو پنځو کالو کې د افغان ښځو د ترخو تجربو یوه برخه ده. دا کیسه د کابل په زندانونو کې د لیکوالې د بند پر مهال د مستقیمو لیدنو او تجربو یوه برخه بیانوي. لیکوالې د بند پر مهال، د هغه څه ترڅنګ چې خپله یې په خپلو سترګو لیدلي او تجربه کړي، د خپلو همبندو ښځو او نجونو د ژوند او برخلیک کیسې یې هم اورېدلې دي. دا لیکنه د زندان د دیوالونو تر شا د ښځو د ژوند شرایطو، له هغوی سره د چلند او پرې د تېرو شویو پېښو د یوې برخې لومړی لاس روایت دی.

ګڼې افغان نجونې د طالبانو د محدودیتونو ترڅنګ، له کلونو راهیسې د هغو ناسمو دودونو تر فشار لاندې ژوند کوي چې د کلتور او کله کله د دین په نوم پرې تپل کېږي. هغه دودونه چې ځينې مهال د یوې نجلۍ لپاره کور له بهره هم ناامنه کوي. د مستورې کیسه د همدغو نجونو د ژوند یوه بېلګه ده؛ هغه چې کورني تاوتریخوالي او فشارونو له کوره تېښتې ته مجبوره کړه او پښه یې د طالبانو تر زندانه ورسېده.

۱۸ کلنې مستورې د خبرو پر مهال راته وویل چې نږدې څلور میاشتې کېږي د طالبانو په زندان کې ده. هغه وايي کله چې یوازې ۱۳ کلنه وه، نیا یې له خوښې پرته یوه ۴۸ کلن سړي ته ورکړې وه؛ هغه کس ته چې مېرمن او اولادونه یې هم لرل. د مستورې په خبره، کله چې ۱۵ کلنه شوه، کورنۍ یې هڅه وکړه چې واده یې کړي، خو هغې مخالفت وکړ. له مخالفت سربېره، د کورنۍ فشارونه کال په کال زیاتېدل، تر دې چې په ۱۸ کلنۍ کې ورته وویل شول چې دغه واده ته غاړه کېږدي، ځکه «کورنۍ ژمنه ورکړې او دا د کورنۍ عزت او حیثیت دی.»

مستوره وایي، چا نه غوښتل چې مخالفت یې واوري. هغې څو وارې خپلې کورنۍ ته ویلي و چې په اسلام کې د ښځې له رضایت پرته نکاح شرعي اعتبار نه لري، خو د کورنۍ ټینګار دوام درلود. په پای کې هغه نه له کوم بل سړي سره د تېښتې او نه هم د یوې عاشقانه اړیکې له امله، بلکې یوازې له جبري واده څخه د خلاصون په موخه له کوره لاړه.

خو دې پرېکړې هم نوموړې ته ازادي ورنه کړه. کورنۍ یې خبره طالبانو ته راپور کړه او طالب ځواکونو هغه له «کوره د تېښتې» په تور ونیوله. مستوره د دې لپاره له کوره نه وه تښتېدلې چې له کوم مئین سره د هوس له مخې ژوند وکړي؛ نوموړې یوازې له هغه تیاره برخلیکه تښتېده چې کورنۍ یې غوښتل ټول عمر ورسره تېر کړي. خو هغه تور چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سخت چلند سره مخ کېږي، مستوره هم ترې خلاصه نه شوه او له میاشتو راهیسې په زندان کې وه.

د طالبانو په رژیم کې له «کوره تېښته» یوازې درې میاشتې بند لري. د څرخي پله په زندان کې له ۲۵ کالو کم‌عمره څه باندي نیمایي ښځو د همدغه «جرم» په تور شپې سبا کولې. خو د ډېرو نجونو لپاره د دغو درېیو میاشتو پای د ازادۍ مانا نه لرله. هغوی د خپلې بشپړې سزا له تېرولو وروسته هم د زندان د دیوالونو تر شا پاتې کېږي؛ نه د دې لپاره چې کوم نوی جرم یې کړی وي، بلکې یوازې د دې لپاره چې څوک یې وړلو ته نه ورځي.

هو! د طالبانو په زندانونو کې د ښځو ازادي د بند مودې له پای ته رسېدو سره تړلې نه ده، بلکې د یوه نارینه محرم له راتګ سره تړاو لري. پلار، ورور، مېړه، کاکا، ماما یا نیکه دې د زندان دروازه وټکوي او هغه دې له ځان سره بوځي. که له دوی څوک ورنه شي، د زندان دروازه یې هم پر مخ نه پرانیستل کېږي.

د مستورې برخلیک هم همدا دی. هغه له کوره د دې لپاره ونه تښتېده چې له بل کس سره ژوند وکړي؛ له هغه کوره وتښتېده چې له جبري واده خلاصون ومومي. خو اوس، په زندان کې له میاشتو تېرولو وروسته هم بندي ده. هغه کورنۍ چې یو وخت یې غوښتل پر هغې ناغوښتل شوی واده وتپي، نن هم زندان ته د نه ورتګ له لارې یې برخلیک ټاکي.

مستوره وایي، هر وار یې چې له خپلې خور سره اړیکه نیوله، یو ځواب یې اورېدلی: «پلار ویلي، هر وخت چې مستوره له خپل کاره توبه وباسي او دغه واده ته غاړه کېږدي، د وړلو لپاره به یې ورشو.»

یعنې د زندان دروازه هماغه ورځ د مستورې پر مخ پرانیستل کېدای شوه؛ یوازې دومره چې له هغه سړي سره واده ته غاړه کېږدي چې هېڅکله یې نه غوښتل. د هغې د ازادۍ بیه د خپل انتخاب له حقه تېرېدل او هغه واده ته غاړه ايښودل و چې کلونه یې ترې د تېښتې هڅه کړې وه. خو مستورې دغه ظلم ته غاړه نه ده ایښې؛ دا یې غوره ګڼلې چې د زندان د دیوالونو تر شا پاتې شي، خو د خپل پاتې ژوند ورځې د جبري واده په بند کې تېرې نه کړي.

خو پوښتنه دا ده: ایا «له کوره تېښته» دې د قضیې د ارزولو پای وي، که یې پیل؟

کله چې یوه نجلۍ له کوره تښتي، ایا لومړی ترې ونه پوښتل شي چې ولې یې داسې پرېکړه کړې ده؟ ایا هره نجلۍ چې کور پرېږدي، دا کار د هوس لامله کوي، که ښایي د دې پرېکړې تر شا کلونه کلونه تاوتریخوالی، زور زیاتی او وېره وي؟

د مستورې په روایت کې یې د تېښتې لامل څرګند و؛ هغې ویل چې له جبري واده څخه د خلاصون لپاره یې کور پرېښی دی. که داسې وي، نو دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې ولې یوازې نجلۍ مجرمه پېژندل کېږي؟ ولې له هغوی پوښتنه نه کېږي چې هغه یې نا غوښتل شوي واده ته مجبوره کړې؟ که په اسلامي فقه کې د نکاح د صحت لپاره د ښځې رضایت شرط ګڼل کېږي، نو په واده کې د زور او جبر ځای چېرته او مسوولیت یې د چا پر غاړه دی؟

د مستورې په قضیه کې یوازې مستوره نیول شوې او بندي شوې. هغه پلار چې د مستورې په وینا، هڅه یې کوله نا غوښتل شوي واده ته یې مجبوره کړي، هېڅکله د ځواب ویلو لپاره محکمې ته ونه غوښتل شو. دا هغه پوښتنه ده چې یوازې د مستورې تر قضیې محدوده نه ده، بلکې د لسګونو نورو نجونو لپاره هم تکرارېږي: ولې په داسې قضیو کې تل هغه نجلۍ مجرمه ګڼل کېږي چې له کوره تښتېدلې وي، نه هغوی چې دې ته یې له تښتې پرته بله لار نه وي پرېيښې؟

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان په بامیان کې د تشخیصي خدماتو د پیاوړتیا په موخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ خبر ورکړ
ټولنه

د روغتیا نړیوال سازمان په بامیان کې د تشخیصي خدماتو د پیاوړتیا په موخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ خبر ورکړ

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793720085]
خبرونه

فایق په افغانستان کې د عمومي زده‌کړو د حذف او دیني مدرسو له پراختیا اندېښنه څرګنده کړه

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793719462]
فایق: هېڅ پلمه د افغانستان د خاورې اشغال نه شي توجیه کولای
خبرونه

فایق: افغان ښځې او ځوانان دې د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړو کې ونډه ولري

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793713181]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ښارګوټی جوړوونکی ویاند؛ مجاهد څنګه د کابل په شنه ساحه کې ښارګوټی جوړوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په تخار کې د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته؛ ۱۰ کسان وژل شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.