۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې اروپایي ټولنه په بامیان کې د «مالیکولي تشخیص» له لابراتواره ملاتړ کوي.
نوموړي بنسټ سهشنبه د لړم پر ۱۲مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا همکاري اړینو تشخیصي روغتیايي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي د پیاوړتیا په موخه کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې په دغه لابراتوار کې تر اوسه د هپاتیت B، هپاتیت C، کووېډ – ۱۹ او مایکروبیولوژۍ اړوند ټول ۱۲۱۵ معاینې شوې دي.
د دغه سازمان په خبره، په نوموړي مرکز کې د تشخیصي خدماتو پیاوړتیا، پر وخت د ساري ناروغیو په پېژندلو او ناروغانو ته د درملنې په برابرولو کې مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ګڼ کسان باکیفیته روغتیايي خدماتو په ځانګړې توګه تخصصي تشخیصي خدماتو ته محدود لاسرسی لري.
ناروغان اړ دي چې د دغو خدماتو لپاره درانه لګښتونه وکړي او په نورو ښارونو کې روغتیايي مرکزونو ته د رسېدو په موخه اوږد واټن ووهي.





