• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په یوې تابلو کې د یوه نسل کیسه؛ هغه نجلۍ چې خپله نړۍ له رنګونو جوړوي

عزیزه محمدي عزیزه محمدي
۳ كب/حوت ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروري ۲۰۲۶ [t_time:1771776470]
Exclusive

Exclusive

د ژمي سړه هوا ده او له کړکۍ د لمر کمزورې رڼا په خونه کې خوره ده. د خونې ارام چاپېریال، د رنګه قلمونو په بوی او نرم غږ ژوندی کېږي. د خونې کوچني او اوږده دیوالونه پر ښکلو تابلوګانو سینګار شوي چې هره یوه یې د ژوند د یوې برخې کیسه کوي. د رنګ رنګه ښيښې پر میز د ړنا په څېر ځلېږي او په هر برس چاپېریال ته تازه ساه ورکوي.

پر درې‌پایې باندې یوه نیمګړې نقاشي ایښې او د برس ارام حرکتونه د هڅې او ژوند نښه ورکوي. د خونې په یوه کونج کې یوه نجلۍ ارامه ناسته ده چې په هر حرکت او برس وهلو داسې ښکاري لکه د خپل ژوند او خوبونو کیسه چې انځوروي. د هغې مخې ته یو نیمګړی انځور پروت دی: له احساساتو ډکو سترګو یوه نجلۍ چې په نظر کې یې د هیلو او خوبونو نړۍ پټه ده.

هغه برس راپورته کوي او په کراره کرښې او سیوري بشپړوي؛ په هر برس سره نه یوازې انځور بلکې د هغې د احساساتو یوه برخه هم ثبتوي. نوم یې شبنم ده او «سرابي» تخلص کوي. د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته یې لومړی انګلیسي ژبې ته مخه کړه او وروسته یې نقاشي پیل کړه؛ هغه هنر چې له ماشومتوبه یې ورسره مینه لرله او تل یې هڅه کوله چې په هره پاڼه او رنګ خپل احساسات انځور کړي.

د وخت تېرېدلو یې لېوالتیا له انځورګرۍ سره نه ده کمه کړې، بلکې مسلکي یې زده کړې چې اوس یې د هویت برخه ده. ډېری اثار یې د افغان نجونو او ښځو ژوند اړوند دي او هڅه کوي وښيي چې د هرې خاموشۍ تر شاه، له هیلو ډکه نړۍ ساه اخلي. شبنم وایي: «که هنر نه وای، ډېر دردونه به بې غږه پاتې وای. نقاشي مرسته کوي چې هغه څه چې پټ دي، ښکاره شي.»

شبنم په دې شیبه کې خپلې لارې ته ګوري؛ هغه لار چې د نقاشۍ نړۍ ته یې ننوتل د ژوند لوری بدل کړ. هغې خپل لومړنۍ مسلکي ګام د هرات په زلزلې کې د پلار او ماشوم د انځور پر جوړولو پورته کړ. هغې نقاشۍ د ټولو پام ځان ته راواړاوه او د هنر په مسلکي نړۍ کې یې یوه کړکۍ پرانستله، چې په استرالیا کې یوې نندارتون ته واستول شوه. نوموړې په ارامه غږ وایي: «زما لومړنۍ نقاشي د پلار او ماشوم وه چې په ویجاړۍ کې بند پاتې وو. هغه انځور یوه کړکۍ وه د هغو احساساتو او دردونو د څرګندولو لپاره چې هېڅ کلمه یې نه شي څرګندولی.»

د هغې ژوند یوازې د هنر لپاره نه دی؛ شبنم خپلو شاګردانو ته هم انځورګري ورزده کوي. نوموړې په موسکا وايي: «کله چې ګورم زده‌کوونکي مې په لیوالتیا نقاشي کوي او مخته ځي، داسې احساس کوم چې هیله ژوندۍ ده.» شبنم په یوې ښوونځي کې چې د نقاشۍ هنر تدریسېږي، له یوه فرانسوي ښوونځي سره ګډ پروګرام لري او هره اوونۍ زده‌کوونکي خپل انځورونه سره تبادله کوي. هغه وایي: «یو ځل د زده‌کوونکو د نقاشۍ موضوع د هغوی د راتلونکې او هیلو په اړه وه. هغوی په مینه خپلې هیلي په انځورونو کې انځور کړې او فرانسوي زده‌کوونکو ته یې واستولې، څو نړۍ وګوري چې د افغان نجونو نسل نه تسلیمېږي او له ټولو محدودیتونو سره سره، د خپلو ارمانونو د پوره کولو په لټه دي.»

سربېره پر دې، شنبم خپل شخصي ارمانونه هم پالي. هغه غواړي چې د هنر ترڅنګ یوه بریالۍ سوداګره شي، او یوه ورځ په خپلو هڅو هم ځان خپلواک کړي او هم نورو ته فرصتونه برابر کړي. نوموړې د خپلو هیلو په اړه وايي: «ښايي شرایط سخت وي، خو هېڅ حالت تل پاتې نه دی. مهمه دا ده چې څوک هیله له لاسه ورنه کړي.» هغه زیاتوي: «هیڅکله ګومان مه کوئ چې لار تړل شوې ده. ان واړه فرصتونه هم کولی شي تاسې خپلو هیلو ته نږدې کړي.»

برش بیا حرکت کوي او د دغه هېواد د یوې نجلۍ انځور په بشپړېدو دی. هر رنګ نه یوازې کرښې او سیوري ثبتوي، بلکې د شبنم او د ټولو افغان نجونو د نسل هیلي، هڅې او ارمانونه هم په پاڼه کې ثبتوي. ټول پام پر هماغه انځور دی؛ انځور چې یوازې یوه څېره نه بلکې یو نسل انعکاسوي، هغه نسل چې له هیلو او هڅو سره هره ورځ نړۍ روښانوي.

د کارغالي په خاموشۍ کې یوازې د برس غږ اورېدل کېږي؛ یو ارام خو له مانا ډک غږ. داسې ښکاري لکه هره رنګینه کرښه یوه نالیکلې کلمه وي او هر سیوري د ژوند یوه جمله. دا غږ د هغه نسل بې غږه ژبه ده چې غواړي ولیدل شي. شبنم یو څه تم کېږي، برس څنګ ته ږدي او په موسکا وايي: «که هنر نه وای، ښايي هېڅکله نه وای توانېدلې خپلو هیلو او موخو ته ورسېږم. نقاشۍ یوازې زما احساس نه، بلکې د هغو ټولو کسانو احساس بیانوي چې لیدل کېږي نه.»

او بیا برس پورته کوي او انځور بشپړیږي؛ هغه پیغام چې له رنګونو څخه نړۍ ته رسېږي: هیله، ان په سختو حالاتو کې ژوندۍ ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د افغانستان په شمال کې څه باندې ۱۷۸ زره  کسان د ځانګړي اماني صندوق له مرستو برخمن شوي
خبرونه

فایو: افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدل او د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل بشري ناورین لا سختوي

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792073807]
د وارداتو له بندېدو څخه په قاچاق کې تر شراکت پورې؛ د افغانستان بازارونو ته پاکستاني درمل څنګه رسېږي؟
راپورونه

د وارداتو له بندېدو څخه په قاچاق کې تر شراکت پورې؛ د افغانستان بازارونو ته پاکستاني درمل څنګه رسېږي؟

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792072775]
یونیسف: د افغانستان په ښوونځيو کې د پاکو اوبو برابرول د ماشومانو له روغتیايي خوندیتوب سره مرسته کوي
ټولنه

یونیسف: د افغانستان په ښوونځيو کې د پاکو اوبو برابرول د ماشومانو له روغتیايي خوندیتوب سره مرسته کوي

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792071867]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.