۸صبح، کابل: د کاج ښوونیز مرکز د مسوول د کیسې له مخې ځانمرګي بریدګر د ساتونکو له وژلو وروسته د دغه مرکز د زده کوونکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د دغه ښوونیز مرکز مسوول او استاد مختار مدبر جمعه د تلې پر اتمه له چاودنې وروسته پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې ځانمرګو بریدګرو لومړۍ د ښوونیز مرکز د دروازې ساتونکي په ډزو وژلي او د دغه مرکز دوه کارکوونکي یې هم په ودانۍ کې دننه ټپیان کړي دي.
هغه زیاته کړې: «ځانمرګي بریدګر په یوه ټولګي کې، چې د کانکور امتحاني ازموینه پکې روانه وه خپل ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او په پایله کې یې لسګونه زده کوونکي ټپيان او شیهدان شول. ډېری ټپيانې نجونې دي.»
د مختار مدبر خور امالبنین اصغري او د دغه ښوونیز مرکز ساتونکی طاهر رضايي په وژل شویو کې دي.
تر اوسه د بریدګرو کره شمېر روښانه نه دی او کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.
د کابل په نننۍ چاودنه کې طالبانو د ۲۳ تنو وژل کېدل او تر ۳۰ تنو د زیاتو ټپي کېدل تایید کړي، خو د پېښې په ځای کې سرچینې تلفات تر اعلان شوي شمېر زیات بولي.