• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

طالبان او د اساسي قانون په جوړولو کې تضاد

۸صبح ۸صبح
۲ لړم/عقرب ۱۴۰۱ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۲ [t_time:1666613015]

اساسي قانون په یوه هېواد کې ترټولو مهم حقوقي سند او د قوانینو جوړولو مرجع بلل کېږي. هغه سیاسي نظامونه چې د قانون پربنسټ رامنځته کیږي د دولت او ټولنې ترمنځ د اړیکو د تنظیمولو مسوولیت او مکلفیت د قانون پر بنسټ چې عدالت، ازادي او د تابعیت حقونه پکې پیژندل شوي وي، تنظیمېږي. تېر یوه نیم کال کې طالبانو په افغانستان کې د ډار، زور او د خپلو مخالفانو د غږونو د ځپلو له لارې واکمني کړې ده. په دې موده کې د حکومتولۍ هېڅ ډول اصول نه دي مراعات شوي او وګړو ته هېڅ ډول خدمتونو نه دي وړاندې شوي. دې ډلې د خپلې یو کلنې واکمنۍ په موده کې نه یوازې دا چې د یوه عصري سیاسي نظام نورې برخې نه دي لرلې، بلکې د هېواد اتباع یې د تابعیت له حقونو او ان د دې اصطلاح له کارولو هم بې‌برخې کړي دي. دولت د تابعیت د حقونو د نشتوالي په سیوري کې نه رامنځته کېږي؛ له همدې امله، دولت هغه مهال مانا خپلوي چې د «وګړو» په نوم مفهوم په رسميت وپېژني. په دې موده کې طالبانو په پرله‌پسې ډول د هېوادولۍ او اتباعو ضد سیاستونه پلي کړي او هېوادوال یې له لومړنیو بشري اړتیاوو بې‌برخې کړي، خو په دې وروستیو کې یې ویلي، چې پر اساسي قانون کار کوي او ډېر ژر به یې بشپړ کړي.

دې ډلې دا نه ده په ډاګه کړی چې دوی به څه ډول او څنګه خپل اساسي قانون جوړوي. په داسې حال کې چې د اساسي قانون ساده او خورا مشهور تعریف دا دی چې باید د ټولنې د واقعیتونو انعکاس کوونکی وي، د مختلفو سیاسي او ټولنیزو ډلو په ګډون د ټولو وګړو هیلې او غوښتنې پکې نغښتي وي. که د طالبانو دا وینا رښتیا شي، د اساسي قانون د جوړولو هېڅ معیار به په دې قانون کې مراعات نه شي او نه یې د مراعاتولو شونتیا شته؛ ځکه په هغه اساسي قانون کې چې د سیاسي نظام په جوړولو او د دولت او ملت ترمنځ د اړیکو د تنظیمولو لپاره د خلکو اراده او ماهیت په پام کې نه نیول کیږي، هغه اساسي قانون نه دی، بلکې د یوه ظالم حکم د فرمان په توګه به پاتې وي.

سره له دې چې اساسي قانون اوږده تاریخي مخینه لري، خو د ننني تعریف له مخې دا یوه عصري ښکارنده ده، چې حاکمیت یې خلکو ته ورکړل شوی دی. د قانون پلي کوونکي او حکومت د ټاکنو له لاري د هېوادوالو د رایو له صندوقونو څخه راووزي. له همدې امله اړینه ده چې بنسټونه، سازمانونه، مدني بنسټونه، ګوندونه، رسنۍ او ټول هېوادوال د اساسي قانون د جوړولو لپاره خپل نظر او رایه ولري. کله چې د اساسي قانون په نوم داسې قانون جوړ شي چې هېوادوال ترې خبر نه وي، د سیاسي طبقو غوښتنې په پام کې ونه نیول شي، په هېواد کې ازاد سیاسي فعالیت او ازادو اطلاعاتو ته لاسرسی نه وي، خلک ترې کوچنۍ هیله هم نه لري. په حقیقت کې، د داسي یوه قانون موجودیت یو جبري حکم او د دیکتاتور حاکمیت ټینګول دی. طالبان د اساسي قانون د جوړولو له اعلان وروسته له ډېرو پوښتنو او مخالفتونو سره مخ دي. یو له سترو او اساسي تضادونو څخه د طالبانو د رژیم غیر انتخابي ماهیت او جوړښت دی، چې د افغانستان په څېر د یوې عصري کثرتایي ټولنې له اساسي قانون سره په بشپړ ټکر کې دی. په حقیقت کې د طالبانو د رژیم په سر کې یو امیرالمومنین دی. د طالبانو د عقيدې پر بنسټ دغه اميرالمؤمنين ټولواک دی چې د يو شمېر ديني عالمانو له بيعت څخه خپل مشروعيت ترلاسه کوي، چې د طالبانو اوسني اميرالمؤمنين دا بیعت هم نه دى اخيستى. اساسي قانون یو انتخابي ماهیت لري، د ټولنې له ارادې څخه راووزي، دا د اتباعو پروړاندې د درېیو قواوو واکونو پورې اړوند د حاکمیت، حقونو او دندو د عملي کولو لار روښانه کوي او همدا ډول برعکس حالت هم مشخص کوي؛ دا هغه څه دي چې د نننيو طالبانو له چلند او عقایدو سره په بشپړ ډول په تضاد کې دي او د دې ډلې د یوه کلنې واکمنۍ په موده کې دا څرګنده شوه چې دوی هېڅ حق د اتباعو د حقونو په توګه نه پیژني، پارلمان چې د دولت تر ټولو ستر رکن او د حکومت د مشروعیت لپاره اصلي ځای دی، چې د خلکو د قدرت او مشروعیت ورکولو ځای دی، د طالبانو له خوا له منځه وړل شوی.

ټاکنیز کمیسیونونه، چې د اصلاحاتو په پلي کولو او د فساد په له منځه وړلو سره د خلکو د رایو باوري سرچینې ګڼل کېدل، د یوې پروسې په توګه لغو شوي دي. له بلې خوا، د اساسي قانون یوه نوې او خورا مهمه برخه د بشري حقونو پیژندل دي. په دې موده کې طالبانو نه یوازې دا چې بشري حقونه په رسمیت نه پېژني، بلکې د بشري حقونو له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. له همدې امله، هغه اساسي قانون چې د بشر حقونه، بنسټیزې ازادۍ، د خلکو حاکمیت، د قانون حاکمیت، د ټولنیز عدالت تامین، ټاکنې او نور عصري میکانیزمونه په پام کې نه نیسي، اساسي قانون نه ګڼل کیږي او یوازې د سختو قوانینو او محدودیتونو د پلي کولو لپاره رامینځته شوی مسوده بلل کېږي.

که څه هم طالبان غیر انتخابي بڼه لري، خو داسې څرګندونې هم شته چې دغې ډلې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په ۲۰۰۱ کال کې د «افغانستان د اسلامي امارت د اساسي قانون» تر نامه لاندې یو سند برابر کړی و. هغه مهال دغه سند د دې ډلې د مشر او بنسټګر ملا محمد عمر له خوا د اساسي قانون په توګه نه و تصویب شوی. انګېرل کېږي، چې نن به دغه سند د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا هم تصویب نه شي، ځکه په کندهار کې د دې ډلې له یو شمېر واليانو سره په کتنه کې هغه «بشري قانون» باطل بللی او ویلي یې دي، چې له دی وروسته به په هېواد کې د «اسلامي قانون» پر بنسټ ولاړې پرېکړې نیول کېږي. هغه ټینګار وکړ، چې د انسان په لاس جوړ شوي قوانین د تطبیق وړ نه دي. له همدې امله، د تابعیت له مفهوم پرته د اساسي قانون جوړول، بشري حقونو ته درناوى، د مدني آزادیو تامینول او د سیاسي واک او سیاسي نظام د مشروعیت د مرجع په توګه بیانول د خلکو او نړیوالې ټولنې په سترګو کې د خاورو اچولو پرته بل څه نه شي کیدای.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي
خبرونه

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي

۹ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1738042522]
اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي
خبرونه

اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي

۳ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737524808]
لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي
خبرونه

لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي

۲۸ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737135185]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د پاکستان په لیلام کې د افغان سوداګرو پانګه؛ د طالبانو د سیاستونو بیه څوک پرې کوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.