۱ـ مقدمه
د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار تېره اوونۍ د هرات امنیتي خبرو اترو د لسم پړاو کوربه و. په دې غونډه کې ګڼ شمېر سفیرانو، پخوانیو دولتي چارواکو، د پوهنتون استادانو او کورنیو او نړیوالو خبریالانو ګډون کړی و. د خبرو دغه پړاو د افغانستان پر مسئلې او د هېواد پر سیاسي راتلونکي تمرکز درلود. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فرهاد سلیم د دغې غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د تامین اصلي عامل د یوه واقعي ټولګډونه حکومت جوړول دي. له بلې خوا نوموړي په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. په افغانستان کې د حکومت له نسکورېدو او په دغه هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د افغانستان د دغه ګاونډي هېواد امنیتي اندېښنې ډېرې شوې دي. په دقیقه توګه، په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو د سیمې امنیتي تحرکات بدل کړي دي او دې کار د منځنۍ اسیا هیوادونه په افغانستان کې د طالبانو د شتون په اړه اندیښمن کړي دي. د ډېرو نړیوالو امنیتي کارپوهانو په اند، طالبان په سیمه کې د نورو تکفیري او بنسټپالو ډلو لپاره د چتر په توګه رول لوبوي. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه ډلې په خوندي توګه په افغانستان کې فعالې دي او یا ښايي د خپل راتلونکي لپاره پلانونه جوړ وي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ډېرو ترهګرو ډلو شتون اعلان کړی و. همدارنګه د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د الظواهري وژل کېدل د نړۍ او سیمې د هېوادونو لپاره یو خبرداری و او دا پیغام ورکوي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو او نړیوالو جهادیانو په خوندي ځاله بدل شوی دی. د بنسټپالو ډلو د شتون له امله رامنځته شوي ګواښ د منځنۍ اسیا د هېوادونو امنیتي اندېښنې زیاتې کړي دي. ځکه چې لومړۍ دا هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري او دویم دا چې په دغو هېوادونو کې بنسټپالنه شتون لري. په دې لیکنه کې هڅه کوم چې په افغانستان کې د طالبانو حضور ته په پام سره په منځنۍ اسیا کې د بنسټپالنې وضعیت تحلیل کړم.
۲- په منځنۍ اسیا کې د بنسټپالنې عوامل او شرایط
منځنۍ اسیا د اسلامي نړۍ یوه مهمه او نه بېلېدونکې برخه ده او د اسلام دین د دغو پنځو هېوادونو د خلکو په کلتور او ژوند کې اوږدې او ژورې ریښې لري. په دې سیمه کې د اسلام لرغونتیا د هجري لمریز کال له لومړۍ پېړۍ څخه پیل شوی او له هغه وخت راهیسې دا سیمه د اسلامي نړۍ یوه برخه ده. د قوي کلتوري ریښو شتون د پخواني شوروي اتحاد لخوا د اویا کلن سخت جبر او ظلم وروسته د مرکزي آسیا په سیمه کې د بنسټپالنې د ودې یو لامل دی. د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته اسلامي نړۍ ته د منځنۍ اسیا د میلیونونو مسلمانانو د راستنېدو مسلې د ډېرو شنونکو پام ځان ته اړولی و. په حقیقت کې د شوروي اتحاد ړنګېدل نه یوازې د منځنۍ اسیا د پنځو جمهوریتونو د خپلواکۍ لامل شو، بلکې د شوروي په دوره کې د تکامل او بشپړتیا د ناشوني له امله اسلام له اقلیتي ایمان څخه په اکثریت ایمان او عقیده بدل شو. دا حقیقت چې مذهب په سیاسي هویت کې د یو پیاوړي عنصر په توګه ګڼل کیدی شي، لکه د نشنلیزم په څیر، د منځنۍ آسیا په معاصر نړیوالو اړیکو کې د بهرني سیاست یوه مهمه ځانګړتیا ګڼل کیده. په بل عبارت، د اسلامي فرهنګ ډګر ته د دغو هېوادونو راستنېدل تر دې حده ورسېدل، چې دغه عامل پدې هېوادونو کې د يوې ملي ځانګړتيا په توګه وکارول شو. په دریو هیوادونو تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې د اسلامي بنسټپالنې د خپریدو ګواښ لا زیات شو. په تاجکستان کې کورنۍ جګړه چې له ۱۹۹۲ کال راهیسې د کمونستانو او ملي اسلامي ځواکونو ترمنځ روانه وه، په سیمه کې د افراطي او بنسټپاله اسلام د پیاوړتیا په اړه اندېښنې راپارولي دي. د دې ډول تمایلاتو شالید په ځانګړې توګه د فرغانه په دره کې شتون درلود، او که دا تمایلات وده وکړي، کیدای شي په مستقیم ډول ازبکستان او قرغزستان پکې ښکیل شي.
۱-۲ خراب اقتصادي وضعیت
اداري فساد او ضعیفه حکومتداري د منځنۍ اسیا په ټولو هیوادونو کې ښکاره ده؛ لکه څنګه چې له دې پنځو هیوادونو څخه هیڅ یو هم په لیرې پرتو او کلیوالو سیمو کې سم رفاحی او ټولنیز خدمتونه ندي وړاندې کړي. په دولتي ادارو کې د تبعیض او فساد شتون په منځنۍ اسیا کې د افراطیت د ودې یو بل اصلي عامل دی. ځوانان ناهیلي شوي او اوسني وضعیت د اسلامي بنسټپالنې په لور روان دی. د نړیوال بانک د شاخصونو له مخې د منځنۍ اسیا ټول پنځه هېوادونه له فساد، بېکارۍ او کمزوري قانونیت او نه شفافیت سره مخ دي. کله چې دا موجوده فضا حاکمه وي، بنسټپالې ډلې ډیر جذابیت پیدا کوي کوي او ډیر خلک راجلبوي. مالي او اقتصادي تغیرات تل په اسلامي نړۍ کې د افراطیت د ودې یو له اصلي لاملونو څخه دی چې د جهاد تر نامه لاندې پټ پاتې دی.
۲-۲ اسلام فوبیا او سیکولر حکومتونه
کله چې له اوو لسیزو جبر وروسته د منځنۍ اسیا مسلمانانو اسلامي هویت ته مخه کړه، د منځنۍ اسیا ټول حکومتونه سیکولر او غیر دیني وو. دغو حکومتونو پر دیني زده کړو بندیزونه ولګول او افراطي مسلمانان یې هر څومره چې کولای شول وځپل. په دې سیمه کې د افراطیت د ودې یو بل عامل د اسلام د تعلیم او دیني زده کړو مخنیوی دی. داسې ښکاري چې د منځنۍ اسیا د حکومتونو د جبر ستراتیژۍ شاته تګ کړی او دې ستراتیژۍ ډیر ځوانان بنسټپالنې ته اړولي دي.
۲-۳ قومي شخړې
د شوروي اتحاد ړنګېدلو وښودله چې شوروي ټولنه هیڅکله هماهنګۍ ته نه وه رسېدلې. په بل عبارت، دا هماهنګي په سپرم کې شنډه پاتې وه. دا مسئله د یووالي او هماهنګی د بحران لامل شوه او د سیاسي پولو د ماتېدو او د ملتونو او دولتونو په سیاسي ژوند کې د ماتېدو زمینه برابره کړه. د دې ستونزې روښانتیا د بېلتون غوښتونکو او په نورو قومي او محلي شخړو کې لیدل کیدی شي. په منځنۍ اسیا کې د هویت نه حل شوی معما په سیمه کې د بنسټپالنې د زیاتوالي یو لامل دی. د بېلګې په توګه د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ په روان کال او په ۲۰۱۰ کال کې د سرحدی شخړو یادونه کولای شو، چې تکفیری ډلو ته یې دا زمینه برابره کړه، چې د اسلامی وحدت او اسلامی جهاد تر نامه لاندې لا زیات خلک راټول کړی. له بلې خوا د دغو پنځو هېوادونو پولې مصنوعي دي او د دغو پنځو هېوادونو تر منځ ډېرې سرحدي شخړې شته. په سمرقند او بخارا کې ډېر شمېر تاجکان مېشت دي او له بلې خوا په خجند کې هم ګڼ شمیر ازبک مېشت دي. دا مثالونه په ګوته کوي چې په منځنۍ اسیا کې د بنسټپالنې لپاره څومره ظرفیت شتون لري.
۲-۴ مدني ټولنه
په منځنۍ اسیا کې د مدني ټولنې په اړه دوه مسایل راپورته کېږي: لومړی دا چې آیا د منځنۍ اسیا په سیمه کې قوي مدني ټولنه رامنځته شوې ده؟ همدارنګه د منځنۍ اسیا په سیمه کې کوم ډول ډلې باید د مدني ټولنې د یوې برخې په توګه وګڼل شي؟ نږدې اکثره شنونکي په دې باور دي چې په منځنۍ اسیا کې مدني ټولنه د یوې پدیدې په توګه غایبه، کمزورې او بې نظمه ده. کمزوري مدني ټولنه حاکم حکومت او تکفیري ډلې پیاوړې کوي. یوه پیاوړې مدني ټولنه کولای شي چې یو فاسد او استبدادي حکومت سره حساب وکړي او بیا هم د بنسټپالنې په لور د ځوانانو د تګ مخه ونیسي.
۲.۵ بې وسه حکومتونه
په اصل کې د دولتونو ځانګړې او اساسي دنده په کور دننه د نظم او امنیت ټینګول او په نړیواله کچه د واک ترلاسه کول او زیاتول دي. د امنیت رامنځته کول او ساتل، اقتصادي وده او پراختیا، ښوونه او روزنه، د سختو او نرمو ارتباطي زیربناوو جوړول او داسې نور د دولتونو له مهمو دندو څخه دي. اوس که چېرته حکومتونه دغه وظيفې سرته ونه رسوي نو د بې وسه حکومت لقب ورکول کېږي. د سوکالۍ، ازادۍ او سولې په راوستلو کې د دولتونو بې کفایتي د دې لامل کېږي، چې خلک له دولت سره بې تفاوته شي او دا کار د دې لامل کېږي، چې خلک د افراطي ډلو لور ته مخه کړي.
۲.۶ بهرنۍ مرستې
د بنسټپالو ډلو شتون چې د اکثریت اسلام پلوه دي، د دې خبرو ملاتړي هېوادونو دا خبرې اترې منځنۍ اسیا ته راکش کړي دي. سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د مشرۍ ادعا کوي؛ له همدې امله هغه د اسلامي ډلو ملاتړ کول خپله دنده ګڼي. پاکستان چې تر ډېره د اقتصادي مسایلو او د انرژۍ د اهمیت له کبله تل غواړي چې اسلامپاله حکومت په سیمه کې د دغه هېواد په ګټه وي. د راپورونو له مخې د منځنۍ اسیا افراطي ډلو په شمالي وزیرستان کې اډه لرله او له هماغه ځایه به یې حرکت کولو.
۳. په منځنۍ اسیا کې بنسټپالې فعالې ډلې
۱-۳ د ازبکستان اسلامي تحریک
په منځنۍ اسیا کې د بنسټپالو ډلو تر ټولو لوی نوم د ازبکستان اسلامي غورځنګ دی. دا ډله په ازبکستان کې د کمونیستي حکومت له نسکوریدو وروسته رامنځ ته شوه. جمعه بای نمنګاني او طاهر یولداشف د دې ډلې بنسټ ایښودونکي دي. لومړی دغو دوو کسانو په فرغانه دره کې حزب یا د عدالت ډله جوړه کړه او د ازبکستان له پخواني ولسمشر اسلام کریموف څخه یې وغوښتل چې په ټول ازبکستان کې شرعي قوانین پلي کړي. د اسلام کریموف مخالفت او د دوي ځپل د دې لامل شو چې دغه ډله وسله والې مبارزې او جګړې ته مخه کړي. د کریموف بریا او د هغه سخت ځپل د دې لامل شو چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي تاجکستان او له هغه ځایه افغانستان ته ولاړ شي. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په ۹۰ لسیزه کې. دې ډلې له طالبانو سره بیعت وکړ او له القاعدې سره یې نږدې اړیکې ټینګې کړې. د طالبانو له نسکورېدو سره د ازبکستان د اسلامي تحريک د کمزورۍ، تباهۍ او ټوټې کېدو دوره پيل شوه او دغه ډله له دننه او بهر له ستونزو او ننګونو سره مخ شوه. د نمنګاني د کاریزماتیک رهبرۍ نشتوالي پدې ډله ډیر اغیز وکړ چې دا ډول شرایطو سره مخ شوه. یولداشف هېڅکله ونه توانېدو چې د نمنګاني په څېر له ډلې سره د خپلو ملګرو د تړاو اویووالي تضمین کړي. له همدې امله د غورځنګ د ځواکونو یوه برخه له هغه څخه جلا شوه او شاید ګاونډیو هیوادونو ته ولاړ وي ترڅو خپل پاتې ژوند په سوله ایزه فضا کې له جګړې او ټوپک پرته تیر کړي او یوازې د څو سوو کسانو یوه ډله د یولداشوف سره پاتې شوه. دی کوچنۍ ډلې هم اړین داخلي یووالي او ارتباط و نه شو ساتلی، او د ځینې اختلافاتو له امله د یولداشوف د اداره کولو طریقې د دې ډلې یووالي ګواښلو. دغه اختلافات د دې سبب شول چې د دغې ډلې د غړو یوه برخه چې اورپکي روحیه یې درلودله او غوښتل یې چې د نامګاني لاري ته دوام ورکړي، په ۲۰۰۲ کال کې د اسلامي جهاد ټولنه په نوم یوه نوې ډله رامنځته کړه. دغه ډله د ازبکستان له اسلامي غورځنګ څخه ډېره سخت دریځه ده او د ازبکستان اسلامي غورځنګ ته منسوب ډېر پوځي عملیات په حقیقت کې د دغې ډلې کار دی.
۳.۱.۱ د پاکستاني طالبانو او حقاني شبکې ترمنځ اړیکې
په داسې ګډوډ حالت کې د ازبکستان د اسلامي تحریک ځینې قوتونه هم له بیت الله محسود سره اړیکې ټینګوي او کله چې محسود په ۲۰۰۷ کال کې. د تحریک طالبان پاکستان جوړ کړ، له هغه سره یې له نژدې کار وکړ. دوی د پاکستان د حکومت پر ضد ګډ بریدونه وکړل او په پای کې یې د انصارالاسیر په نوم یوه پوځي څانګه جوړه کړه، چې موخه یې د پاکستان په زندانونو کې د اسلامي سخت دریځو بندیانو خوشي کول وو.
د ۲۰۰۹ کال په اګست میاشت کې د یولداشف له وژل کېدو وروسته، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ نوي مشر ابو عثمان عادل دغه ډله د شمالي وزیرستان په میرعلي او میرانشاه کې د حقاني اډو ته انتقال کړه او په دې توګه د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او د حقاني شبکې تر منځ نږدې اړیکې ټینګې شوې.
۳.۱.۲ افغانستان ته راستنېدل
پاکستان د ازبکستان د اسلامي غورځنګ لپاره مناسب ځای نه و؛ ځکه ازبکان له یوې خوا د پاکستاني پوځ تر فشار او بریدونو لاندې وو او له بلې خوا د دوی او ځايي خلکو تر منځ کړکېچ هم رامنځته شوی و. دغه ازبکان د طالبانو د يوه ځايي مشر مولوي نذير له خوا سيمه ييزو دودونو ته په بې احترامۍ، د قبیليد خلکو په وژلو او په سيمه ييزو شخړو کې په لاس لرلو تورن شول. د همدغو کړکیچونو په دوام بالاخره د ۲۰۰۷ کال په لومړیو کې د مولوي نذیر او ازبک جنګیالیو تر منځ جګړه ونښته چې دواړو غاړو ته یې په سلګونو کسانو مرګ ژوبه واړوله او په پایله کې یې د «ازبکستان اسلامي غورځنګ» د جنوبي وزیرستان له ډیرو سیمو څخه وشړل شو. له همدې امله، له 2007 کال راهیسې، د دې ډلې غړي په تدریجي ډول افغانستان ته راستانه شول او له 2010 راهیسې یې د افغانستان په شمال کې خپل شتون پراخ کړی دی؛ په ځانګړې توګه د تخار ولایت په ازبک میشتو او د هغه په شاوخوا سیمو کې میشت شول. په دغو سیمو کې د دغې ډلې قوماندانان د طالبانو له سیوري لاندې حکومت سره یو ځای شول او په هغو سیمو کې چې د افغان حکومت حضور کمزوری و، خپل واک پراخه کړ. اوس په افغانستان کې د حکومت له نسکوریدو سره دغې ډلې د عملیاتو لپاره پراخه ځواک او ځای ترلاسه کړی او له یوه احتمالي ګواښ څخه د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره په یوه واقعي ګواښ بدل شوی دی.
۲-۳ حزب التحریر
حزب التحریر په ۱۹۵۰ لسیزه کې په منځني ختیځ کې له مختلفو جګړو څخه رامنځ ته شوی دی؛ خو داسې انګیرل کیږي چې دغه ګوند په رسمي ډول د اردن تر ولکې لاندې بیت المقدس کې د شیخ تقي الدین النبهاني الفلسطیني له خوا تاسیس شوی دی. دغه خزب لږ تر لږه د ۱۹۹۰ لسیزې له پیل راهیسې په منځنۍ اسیا کې شتون درلود، خو کله چې د دې لسیزي په وروستیو کې ډیموکراټیکې ازادۍ له منځه یوړل شوی، د سیمه ییزو خلکو په مرسته یې ستر بریالیتوب ترلاسه کړ. په منځنۍ اسیا کې یې غړي خامخا زرګونو ته رسیږي. حزب التحریر د اسلامي خلافت د بیا تاسیس لپاره د غوښتنې له امله مشهور دی چې کولی شي ټول مسلمانان د قومیت، سیمې، قبیلې یا فرقېز توپیر پرته سره متحد کړي. د هغوي تبلیغات د لویدیځ په غندلو او د عربو رژیمونو په وړاندې سخت دی چې باور لري اسلامي میراث ته درناوی نه کوي.
د حزب التحریر ادعا د سوله ییزو لارو ملاتړ کول دي؛ مګر دا ادعا د نورو ډلو لخوا د رهبري شوي او ترسره شوي انقلابي هڅو په مقابل کې صادقانه نه وه. د حزب التحریر عدم تشدد ته باید په دې رڼا کې وکتل شي: په داسې حال کې چې اوس حزب التحریر په مستقیم ډول په فزیکي کړنو او ترور کې لاس نه لري، خو د هغې مالي، جوړښتي او فلسفي ملاتړ باید له پامه ونه غورځول شي. عدم تشدد ته د حزب التحریر ژمنتیا په یقیني توګه د نورو د تاوتریخوالی لپاره د هغوي له ښکاره ملاتړ سره په تضاد کې ده. په پایله کې، هغه څه چې د خزب التحریر د لویدیځ لپاره د اقلیت او حاشیه یې ډلې په توګه ګڼل کیږي، دا ډله شاید په منځنۍ آسیا کې د خلکو ترمنځ ډیر مشروعیت ولري.
۳-۳ د اسلامي جهاد اتحاد
د اسلامي جهاد اتحادیه IJU)) یو افراطي سازمان دی چې د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې د ازبکستان له اسلامي غورځنګ څخه جلا شوه او اوس مهال د افغانستان او پاکستان په بیلابیلو برخو کې میشته ده. دا ډله په ازبکستان کې د حکومت نسکورولو ته ژمنه ده. د اسلامي جهاد اتحادیه هم په افغانستان کې فعاله ده. چیرته چې دا ډله له طالبانو سره تړلې حقاني شبکې سره یوځای فعالیت کوي. دې ډلې د آلماني اتباعو په استخدام کې ځانګړې بریا ترلاسه کړې او په آلمان کې په بیلابیلو اهدافو د برید کولو لپاره د Sauerland Cell لخوا د 2007 IJU پلان له مینځه وړلو وروسته نړیوال شهرت ترلاسه کړ. د ۲۰۰۵ کال په جون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي جهاد اتحاد د یوه بهرني ترهګر سازمان په توګه وپیژندلو. IJU په اصل کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر ضد عملیات ترسره کول او د منځنۍ اسیا لپاره یو ګواښ دی. دې ډلې په ۲۰۰۴ کې په ازبکستان کې د بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیست چې د سړکونو په څو پوستو او یو مشهور بازار کې یې پولیس په نښه کړل، چې د IJU د ۳۳ غړو په ګډون لږترلږه ۴۷ کسان پکې ووژل شول، چې ځینې یې ځانمرګي بریدګر وو. د ۲۰۰۴ کال په جنورۍ کې دغې ډلې د ازبکستان د لوی څارنوالۍ پر دفتر او په تاشکند کې د امریکا او اسراییلو پر سفارتونو په ورته وخت کې ځانمرګي بریدونه وکړل. په ۲۰۱۳ کې، د IJU دوه ویډیوګانې نشر شوي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو په نظامي اډه باندې بریدونه او د IJU یو نښه ویشتوکی په یوه افغان سرتیري ډزې کوي. د دې ډلې له خوا د خپرو شویو بیانونو او عکسونو له مخې، IJU د ۲۰۱۵ کال له اپریل څخه تر سپټمبر پورې د طالبانو له خوا د کندز ښار په محاصره کې برخه اخیستې وه. د ۲۰۱۵ کال په اګست میاشت کې د دغې ډلې مشر د طالبانو له نوي ټاکل شوي مشر ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ. په ۲۰۱۷ کال کې، IJU یوه ویډیو خپره کړه چې د دې ډلې وسله وال د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د افغان ځواکونو سره جګړه کوي، چې د برید ټوپکونه او د راکټې نارنجکو په واسطه حمله کوي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې، دغه ډلې په ۲۰۱۹ کال کې د سوریې د تحریر الشام تر څارنې لاندې په سوریه کې فعالیت کولو.
د دغې ډلې لومړی مشر نجم الدین جلالوف په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان کې ووژل شو او بیا ابو عمر ترکستاني هم په ۲۰۱۷ کال کې په سوریه کې ووژل شو. د ابو عمر ترکستاني له مړینې وروسته لا هم د دغې ډلې د نوي مشر په اړه څه نه دي ویل شوي.
۴-۳ د تاجکستان اسلامي غورځنګ
د تاجکستان د اسلامي غورځنګ علمي بنسټ ایښودونکی سید عبدالله نوري د منځنۍ اسیا په سیمه کې یو له مشهورو دیني عالمانو څخه دی. په ۱۹۷۴ کال کې یې په ډېرو پټو شرایطو کې له خپلو پنځو نږدې ملګرو سره یو ځای د دغه غورځنګ لومړنی بنسټ کېښود، چې د غړیتوب لپاره یې تر ټولو مهم شرط په اسلام پوهه او اعتماد و. دا یو عادي انتخاب نه وو، بلکې د غړو روزنه وه او دا کار د دې لامل شو، چې د اسلامي تحریک داخلي جوړښت ډېر پرمختګ وکړي او په ډېرو ولایتونو او ښارونو کې یې د پټې څانګې جوړې کړې. د تاجکستان د اسلامي غورځنګ په نورو مشرانو او بنسټ ایښودونکو کې “محمد شریف همتزاده” دی چې د ۱۹۹۱ کال په مني کې د دې غورځنګ د مشر په توګه وټاکل شو. په ۱۹۷۴ کال کې د غورځنګ د تاسیس له پیل څخه تر سیاسي ډګر ته د ننوتلو پورې، دا په دوو دورو ویشل کېږي:
۱- د دعوت دوره پنځلس کاله دوام وکړ او په دې موده کې د غورځنګ اصلي فعاليت د غړو د مورال د پياوړتيا او په خلکو کې د اسلام د خپرولو لپاره فرهنګي فعاليت و. لومړۍ مسله چې د غورځنګ بنسټ ایښودونکو پرې کار کاوه د غړو کمي او کیفي زده کړه وه. ځکه غورځنګ داسې خلکو ته اړتیا درلوده چې د وخت په تېرېدو سره د بشري علومو په پوهه سره یو متحرک او تازه نظر ولري او د مبارزې روحیه ولري. د غورځنګ له نورو پروګرامونو څخه یو هم د خلکو په منځ کې د دین تبلیغ و. دریمه ستونزه له توهماتو څخه د ریښتیني دین جلا کول وو، چې له پخوانۍ ستونزې سره نږدې تړاو لري او په پای کې د دې دور یو بل اغیزمن اقدام د کمونیزم د ایډیالوژۍ د کمزورو اړخونو افشا کول وو.
۲- هغه پراخ سیاسي فعالیتونه چې په ۱۹۹۰ کال کې ښکاره پیل شول او تر اوسه پورې له مختلفو لوړو او ټیټو سره دوام لري.
په تاجکستان کې د اسلامي تحريک پراخوالى په عمده توګه د شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا د افغانستان د اشغال پر مهال د افغانستان او تاجکستان تر منځ د اړيکو د زياتوالي له امله و. د دې حقیقت له امله چې اسلامي افراطیت د شوروي اتحاد پر وړاندې د مبارزې ترټولو مهم عنصر و، د دې پدیدې ساحه تاجکستان ته هم وغځول شوه.
نورې ډلې چې په سیمه کې فعالې دي د حاجي فرقان په مشرۍ د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ دی چې د افغانستان په شمالي سیمو کې فعاله ده او دا ډله لا هم له القاعدې سره نږدې اړیکې لري. د سیمه ییزو راپورونو له مخې، د اوغور بنسټګر په بدخشان او بغلان کې پوځي اډې لري. بله ډله انصارالله ده چې مشري یې مهدي ارسلان کوي. دغه ډله په بدخشان ولایت کې هم فعاله ده. څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې دغې ډلې خپل نوم په تحریک طالبان تاجکستان بدل کړی دی.
۴. طالبان او د بنسټپالنې خپرېدل
د طالبانو بیا واک ته رسیدل د منځنۍ اسیا د هغو هېوادونو لپاره چې د افراطیت له خطر سره مخامخ دي، د خطر یو زنګ دی. په همدې حال کې ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان د ترکمنستان او قزاقستان په پرتله د افراطیت له ګواښ سره مخ دي. د وسله والې مبارزې له لارې واک ته د طالبانو رسیدل په دې سیمه کې د شته بنسټپالو ډلو لپاره یوه بیلګه کیدای شي. د طالبانو بریا د دې ډلې د مشرانو په ذهنونو کې دا نظر پیاوړی کړی چې وسله واله مبارزه اغېزمنه او ګټوره تمامېدای شي. له بلې خوا، د طالبانو بریا د دغو ډلو پر ځان باور زیات کړی، چې خپلې موخې په لا ډېرې انرژۍ سره تعقیب کړي. په افغانستان کې د طالبانو شتون د منځنۍ اسیا د امنیت د مبارزې په ډګر بدل کړی دی. د طالبانو شتون د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د پولو امنیت ته جدي ګواښ دی. په افغانستان کې د طالبانو شتون یو ستراتیژیک خنډ او په منځنۍ اسیا کې د بنسټپالو ډلو لپاره خوندي ځاله ده. د نشه يي توکو د قاچاق زیاتوالی د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته یو بل ګواښ دی. په افغانستان کې د طالبانو له شتون سره د نشه یي توکو کښت او قاچاق یو ځل بیا زیات شوی دی. د دې بڼې خپریدل کولی شي منځنۍ آسیا د سیمه ایزو او سیمې ورآخوا ترهګرو لپاره په یو مناسب ځای بدل کړي. منځنۍ اسیا په یوې ناکرارې سیمې د بدلیدو امکان لري. استبدادی او ظالم حکومتونه، چې د اسلام د ځپلو تاریخ لري، د تېل او ګازو په ډول کولی شي د دې پروسې سرعت کونکي په توګه کار وکړي.
د طالبانو او افراطي ډلو له خوا ترویج شوی سیاسي اسلام د منځنۍ اسیا د حکومتونو د سیکولریزم خبرو اترو لپاره جدي ګواښ دی. دا حکومتونه ټول سیکولر دي او اسلام د دوی لپاره په عامه ډګر کې هیڅ معنی نلري. د منځنۍ اسیا د مشرانو او اسلام ترمنځ سختې اړیکې د دې لامل شوې چې اسلامپالان د حکومت پر ضد له سختو او نرمو وسیلو کار واخلي. منځنۍ اسیا له شوروي اتحاد سره د دې سیمې له یو ځای کېدو مخکې د اسلامي نړۍ یو له مهمو مرکزونو څخه و او دا کار د دې لامل شوی چې اسلام د سیمې د کلتور یوه برخه شي. په تېرو څو کلونو کې د مرکزي حکومت او اسلامپالو تر منځ سخته جګړه شوې ده او اسلامپالي د افغانستان او منځني ختیځ ډېرو سیمو ته تللي دي. د شمېرو له مخې د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه تر پنځه زره ډېر جنګیالي د داعش په لیکو کې دي او ډېری یې د تاجکستان او ازبکستان دي.
۵. د منځنۍ اسیا د هیوادونو امنیتي تدابیر
لومړی د ازبکستان او تاجکستان حکومتونه هڅه کوي چې د اسلام تر نامه لاندې د هر ډول اجماع مخه ونیسي. ځکه چې دا ډول اجماع کولی شي په دې هیوادونو کې سیکولر بحث وننګوي. د سیاسي اسلام خبرط اتري د دې حکومتونو د اوسني بحث یو جدي سیالي ده. په قزاقستان او قرغزستان کې له طالبانو دومره وېره نشته، خو د دغو حکومتونو اصلي وېره د اسلامپالو تر ځمکې لاندې یا پټې حجرې دي، چې د دغو هېوادونو ملي امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.
په دویم ځای کې د طالبانو او افراطیت د ګواښ پر وړاندې د ډله ایز امنیت سازمان اداره اغېزمنه کېدای شي. له افغانستان سره پر پوله پروت هېواد یوازې تاجکستان د دغه سازمان غړیتوب لري. له بلې خوا د دې ادارې د فعالیت په اړه هم شکونه موجود دي. دې ادارې تر اوسه په رښتیني جنګي عملیاتو کې برخه نه ده اخیستې او وړتیاوې یې نه دي ازمویل شوي.
څرنګه چې روسیه پدې سازمان کې تر ټولو لوي پوځي ځواک دی او غړي یې د ګواښونو په صورت کې د مسکو پر پوځي ځواک تکیه کوي، تاجکستان په خپله خاوره کې تر ټولو زیات روسي سرتیري لري. دغه ځواکونه په خورا پرمختللو روسي تجهیزاتو سمبال دي. د تېر کال په اپریل میاشت کې روسیې او تاجکستان ګډ دفاعي سیستم فعال کړ، چې له مخې یې روسیه کولای شي د تاجکستان په فضا کې ټول هوايي حرکات وڅاري. د تېر کال په اګسټ میاشت کې روسیې او تاجکستان له افغانستان سره په پوله د دغه هېواد په پوله کې ګډ پوځي تمرینونه وکړل چې سیالو ډلو ته یې خبرداری ورکړ. د تېر کال په اګسټ میاشت کې روسیې او تاجکستان له افغانستان سره په پوله د دغه هېواد په پولو کې ګډ پوځي تمرینونه وکړل چې سیالو ډلو ته یې خبرداری ورکړ. د تېر کال په اګست میاشت کې د دغه سازمان په بېړني کنفرانس کې تاجکستان د جنوبي سرحدونو پر امنیت ټینګار وکړ او سرحدي نقطې یې ډېرې زیانمنې وبللې.
ازبکستان او ترکمنستان په تېر یوه کال کې د طالبانو له رژیم سره د خبرو اترو له لارې ډېرې هڅې کړې دي. قرغزستان او قزاقستان له افغانستان څخه د خپل جغرافيايي واټن له امله له طالبانو څخه جدي ګواښ نه احساسوي. خو افراطیت د یو احتمالي ګواښ په توګه د دغو دوو هیوادونو د دروازو تر شا ولاړ دی.
۶- پایله: په منځنۍ اسیا کې د بنسټپالنې راتلونکی
په ۹۰ لسیزه کې په افغانستان کې د طالبانو شتون په منځنۍ اسیا کې د افراطیت د خپریدو یو له اصلي عاملونو څخه وو او اوس د دغې ډلې بیا راڅرګندیدل په منځنۍ اسیا کې د افراطیت له راتلونکي سره مستقیم تړاو لري. په بل عبارت، په افغانستان کې د طالبانو شتون په منځنۍ اسیا کې د بنسټپالنې د راتلونکې په اړه یو له مهمو او اغېزناکو بدلونونو څخه دی. د طالبانو تر څنګ یو بل فکټور هم شته چې په منځنۍ اسیا کې د سیاسي اسلام پر راتلونکي اغېز کوي. په هر حال، دې نتیجې ته رسېږو چې په افغانستان کې د طالبانو حضور او دا حقیقت چې دغه ډله د بنسټپالو لپاره خوندي ځای دی، د منځنۍ اسیا د جنګیالیو لپاره د ستراتیژیک مرکز په توګه کار کولی شي. تر ټولو قوي سناریو چې وړاندوینه کیدای شي دا ده چې بنسټپالنه به په منځنۍ اسیا کې پیاوړې شي. په منځنۍ اسیا کې د داخلي ستونزو شتون لکه د اسلامپالو سخت ځپل، فساد او تبعیض، قومي شخړې، اقتصادي وضعیت، بهرنۍ مرستې او سرحدي شخړې هم نور لاملونه دي. کله چې موږ دا ټول فکتورونه سره یوځای کړو، دې پایلې ته رسیږو چې موږ ممکن په راتلونکي کې په منځنۍ آسیا کې ګډوډي وګورو.