انسان په هغه صورت کې خطرناک مخلوق جوړېږې چې عقیده یې ډېره او پوهه یې کمه وي. هغه خلک چې دا ډول ژوند کوي هر څه د خپل مشر د عقیدي او امر سره سم ترسره کوي. د هغوی ښه بېلګه د طالبانو ډله ده. له تعلیم څخه د ښځو منع کول یو سیاسي پلان دی، نه دیني. هر هغه حکم چې طالبانو تر اوسه ورکړی، د اسلام دین ته سپکاوی دی. په اسلام کې د نارینه او ښځې تر منځ له واده بهر جنسي اړیکه زنا بلل کیږي. هغه سړی چې زنا کوي «زانی» بلل کیږي او هغه ښځه چې زنا کوي «زانیه» بلل کیږي. زنا په اسلام کې لویه ګناه ده او د دې کار مرتکب محاکمه کیږي او ۱۰۰ سل دُرې ورکول کیږي.
واکمنان د ولس غلامان دي. دوی د خلکو په مالیاتو ژوند کوي او په دې پیسو د خپلې میرمنې او ماشومانو ته ډوډۍ تیاروي. د مالیې پیسې د کارګرانو د لاسي توکو پلورونکو او بوټانو پاکوونکو څخه راځي چې ټوله ورځ سخت کار کوي.
طالبان غواړي د اوږدې مودې لپاره د حکومت په موخه خلک بې سواده او جاهل وساتي. د دې کار غوره لاره داده چې ښځې له زده کړو منع شي. ټول خلک پوهېږي چې زده کړه د نارینه او ښځینه حق دی. آن طالبان هم پوهیږي چې زده کړه یو اساسي او طبیعي حق دی.
طالبانو دين یوه اړخ ته پريښی او د دین په بهانه خپل سياسي اهداف پرمخ وړي. دوی یوازې دین داري ښکاره کوي. له بلې خوا، دوی ژوند له پامه غورځوي او د ډیموکراسۍ په اړه هیڅ نه پوهیږي. په دې انحصار سره د طالبانو رژیم د یوې بلې کورنۍ جګړې اور ته لمن وهي. د خلکو نفرت ورځ په ورځ زیاتیږي او دا نفرت به په پای کې ټول افغانستان ته ورسېږي. حکومت په ولس پورې اړه لري او دین د ولس د آرمتیا لپاره دی. د افغانستان خلک دیندار وو او دیندار دي. د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته زما پیغام دا دی چې خلک دې خپل دښمنان نه جوړوي او له ولس سره دې جوړجاړی وکړي. د دوی پخوانۍ عذر د امریکا حضور و، خو اوس هغه حضور او دا عذر هم شتون نه لري. که طالبان رښتیا غواړي چې خلک له دین سره مینه ولري، دوي باید له خلکو سره وي، نه د خلکو پر ضد. دین د خلکو لپاره دی، نه دا چې خلک د دین لپاره وي.
طالبان له دوو لارو پرته بله لار نه لري:
۱. له خلکو سره دې اړیکه ونیسي او د نورو مذهبونو او نورو خلکو د ګوښه کولو هڅه دې نه کوي او انحصار دې له منځه یوسي.
۲. دوی دې خپلې اوسنۍ طریقې ته دوام وکړي ترڅو خلک خپل مټې راونغاړي او دوي له منځه یوسي (خلک چې په تنګ شي په جنګ شي).
ښوونه او روزنه د افغانانو سره کرښه ده. نارینه او ښځینه د زده کړې حق لري.